د ژوند د زیارت په منارو کې یوه غمګینه آزانګه پورته کیږي . دا آزانګه د مور مینه ده چې مور مړی لکه ماشوم د زړه له ګوتې نیسي او د تېرو وختونو په کږلېچونو کې یې له ځان سره ګرځوي . د مور کلیمه زمونږ د کلي په ژبنۍ اصطلاح کې له الله سره جوخته ادا کیږي . مونږ چې ماشومان وو که به مو ګوتې له تېږو سره ولګېدې له درده به مو نارې کړې : وای الله مورې .وای الله مورې …..
یو غټکی ماشوم چې لفظونه او کلمات کارولی شي د ژړا پر وخت تر سلګیو او فریاد وروسته د الله مورې ، الله مورې جمله ډېره وايي . که مونږ د زړه او احساس په سترګو د هر چا ژوند ته ځیر شو د مور د مینې روښانه نښې نښانې په کې موندلی شو . میندې مري خو مینې یې ژوندۍ پاتې کیږي . د یوه چا مورکه مړه وه ، ډېر کلونه وروسته به هم چې چا ترې پوښتنه وکړه : ستا مور مړه ده که ژوندۍ ؟ هغه به یو ځل له ځانه سره چورت وواهه په سترګو کې به یې اوښکې راغلې بیا به یې داسې ځواب ورکړ: په زړه کې مې ژوندۍ ده . شاعر چې کله د خپلې مورکې ویرنه لیکله نو ددې لویې مینې نشت یې زغملی نه شو خپله ویرنه یې داسې پیل کړه :
له ډېره غمه مې د سیند په شانې شور کړی دی
مورکۍ مې مړه ده پر وطن مې غږ د مور کړی دی
اخی رښتیا هم چې وطن هم لکه مورکه داسې خوږ دی . هغوی دې الله د خپل غضب په ټکو او تندرونو وولي چې زما د وطن د ژوند ډیوه ګۍ وژني ، چې زما د وطن د زړه د رڼا تارونه تارومار کوي خو زما د وطن له اوبو نه د خپلو ځانونو له پاره رڼا ، د تږیو فصلونو له پاره اوبه خور،د غنمو خوشبو ، دګلونو رنګ او د میوو خوږلني غواړي .
ګرانه وطنواله خبره رانه بلې خوا لاړه زه د مور په مینه غږېدم ، خو وطن هم مور ده ، همدا اوس د خپل همدې مضمون دمرکزي خیال تر څنګ له یوه بل خبر نه هم خبر شوم . خبر داسې ؤ : وايي یو زما د لوی کور افغانستان د یوه ګاونډي زړه دی چې زما د وطن برېښنا کوټونه و نړوي . پاس مې ښېرا وکړه دلته به دعا وکړم : الله دې زما وطن او زما وطنوالو ته داسې زور ،پوهه او قوت ورکړي چې د هر دښمن لاسونه له خپل ګریوانه ایستلی او بېخ کې یې ور غوڅولی شي .
ښه ګرانه لوستونکيه : بیا راځم خپلې اصلې خبرې د مور مینې ته .
هغه ورځ ما خپل زړه ونه لېده خو یوه ماشوم رانه تښتولی ؤ . دې ماشوم ځکه زړه تښتولی شو چې په ماشومتوب کې یې د مور د سوځندې مینې امتحان ورکړی ؤ .
تېره جمعه یوه ماشوم په یوه ډرامه کې د مور صحنه لوبوله . په ډرامه کې ماشوم له مکتب
نه کور ته خوشحاله خوشحاله را روان دی . خپله لوږه ورپسې ده او په یوه منډه یې تر خپله کوره را ورساوه . دروازه یې په غرب پرانستله ، په انګړ کې یې ګډیدونکې منډه واخیسته ، په خوشحالۍ یې چیغه کړه :
ـ مورې وږی یم .
مور د کوټې دروازې ته را ووته :
وی قربان ، د لوږې دې جار زه دې صدقه شم راځه داسې خواږه خواړه مې درته تیار کړي چې ګوتې به ورسره وخورې . وی دا مخ دې څنګه خړ سپېره دی ته صبر چې په ټیکري یې درته پاک کړم . ( مور د خپل ماشوم مخ پاکوي او خپل مکتبي ماشوم ته ناز ورکوي .)
تر دې ځایه د ډرامې تمثیل سم روان ؤ خو چې کله مور خپل ماشوم په ډیره مینه ښکلوي په دې وخت کې د ماشوم زوی په کرکټر کې لوبیدونکی ماشوم یو دم ژاړي ، چیغې وهي ، فریاد کوي ، د آواز ثتبتیدونکی مایک له مخې لرې غورځوي ، له سټودیو نه په ژړا او په منډه د باندې راووځي . ژړیدونکی ماشوم ما له سټودیو د باندې په انګړ کې ولیده چې ژړل یې . ماشوم د ژوند په تبجنه دښته کې سوځیدلی ښکارېده . تر یوې سترګې لاندې یې د سوځیدنې ژور زخم هم ؤ . د یوې سترګې اوښکې یې همدې ژور زخم ته را بهیدلې وې . د ژړیدونکي ممثل ماشوم په اړه ډېرې خبرې زړه ته را ولوېدې . کوټلی ځواب په لاس رانغی . په دې وخت کې له سټوډیو نه د ډرامې ډایریکټر را ووتو ماشوم یې په غېږ کې ونیوه تسلا یې ورکړه . خو ماشوم هماغسې سلګۍ وهلې . یو بل زلمکی راغی ماشوم ته یې يه په غمجن او مینه ګرکي انداز وویل : خیر دی ورورکه زړه ته نورې اندېښنې مه اچوه همدا یو څو ډیالوګونه دي ويې وايه . ماشوم ژړل ویل یې چې نه یې شم ویلی . ډایریکټر وویل . ماته یې چل راغی د ماشوم په اوږه یې لاسونه واچول له ځانه سره یې روان کړ . چې سټوډیو ته ورسېدل د ماشوم د مور په رول کې ممثلې ته یې وویل :
ـ خیر دی اول دې ماشوم خپل ډیالوګونه ووايي ته له سټوډیو د باندې ووځه کله چې د ماشوم ډیالوګونه مې ثبت کړل بیا به ستا ډیالوګونه واخلم او پر خپل خپل ځای به د مور او ماشوم ډیالوګونه سره ولګوم . همداسې یې وکړل .
له ماسره ډېرې پوښتنې پیدا شوې چې اخر د مور او زوی ددې خوشحالوونکې صحنې د ثبت او ډیالوګ ویلو پر مهال ماشوم ولې وژړل . له ناستو خلکو مې پوښتنه وکړه . یوه راته
وویل : دا ماشوم ډېره غمجنه کیسه لري ، هغه زلمکي ته یې اشاره وکړه چې لږ وړاندې یې ماشوم دلاسه کړی ؤ . ځواب راکوونکي وویل : دا یې ورور دی .
زه پوی شوم چې دده او ورور کیسه یې غمجنه ده ،ما بیا پوښتنه ورغبرګه نه کړه . د ماشوم ورور زما په څیره کې پوښتنې لوستې وې . اسویلی یې وکړ . په لږ ډک ستوني یې داسې راته وویل :
ـ هغه وخت زه هم ماشوم وم د پنځو شپږو کالو وم خو دا ورور مې کم و زیات دوه کلن درې کلن به وو . اشپزخانې ته ننوتی ؤ او د ګاز ډبې ته یې تیلی وهلی ؤ . د ګاز ډبې اور اخیستی ؤ . ورور مې وارخطا شوی ؤ او ډبه یې پړمخې اړولې وه . د ګاز اور مې د ورور مخ او ټټر سوځولي وو همداسې چیغه یې وکړه لکه څو شېبې مخکې یې چې ژړل . مور مې چې دده چیغې او فریادونه اورېدلي به منډه ورغلې وه ، ورور مې یې په غېږ کې اخیستی ؤ ، له ده نه یې اور مړ کړی ؤ خو خپلې لمنې یې اور اخیستی ؤ . د ګاز ډبې نورې هم لمبې کړې وي هغو لمبو هم زما مور سوځولې وه .مور مې ورور په غېږ کې د باندې را ایستی ؤ له ځانه یې لرې اېښی ؤ خو خپله …..
دلته د ژړیدونکي ماشوم ورور ته ژړا ورغله په سلګو کې یې وویل : مور مې له ورور نه اور مړ کړ خوپخپله د اور د لمبو له لاسه مړه شوه . اوس مې چې ورور د ډرامې دا صحنه لوبوله په صحنه کې د مور مینه وه خپله مور به وریاده وي ځکه به یې ژړلي وي .
د سپوږمۍ راډيو ګرانو مينوالو تاسو کولائ شئ چې د کاروان صيب دغه دزړه خبرې نن شپه د (سپوږمۍ کړنګ) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه د کاروان صيب له خولې واورئ.