ډاکتر ځلاند

Zaland Nikyar

د شوروي یرغل په وړاندې د مجاهدینو وېشلو ډلو (اوه تنظیمونه په پاکستان کې او اته تنظیمونه په ایران کې) د شلمې پېړۍ په پای کې د نړیوال او سیمه ییز نظامي سیاست د توازون (Terror Balance) په رامنځته کولو کې ستر کردار ولوباوه. د وخت دوه قطبه نړۍ (د امریکا او پخواني شوروي ترمنځ) چې د جګړې او طاقت د توازن د رامنځته کولو په لټه کې وه د یو بل په وړاندې ستره جګړه په افغانستان کې د افغانانو په مټ ترسره کړه. د افغانستان په جهاد کې هغو چې د سپیڅلي جهاد په جذبه جګړه کوله د نوموړې جګړې پای یې د افغانانو په تاریخي او مذهبې ویاړ بدل کړ، خو دا پاتې جګړه مارو چې د همدې نړیوال او سیمه ییز سیاست د توازون په لومه کې ښکېل پاتې شول او تر ننه کله د پاکستان اوکله د ایران له مورچله پخپلو هېوادوالو ګولۍ وروي او کله بیا د دیموکراسې تر نیمګړي شعار لاندې د امریکا او پاتې نړۍ په لمسون افغان وژنې ته لمن وهي. خو د پردې تر شا د جګړې دواړه افغاني لوري د تومنو، کالدارو، درهمو او ډالرو جوالونه تېر و بېر کوي.

د همدې شومې جګړې په دوام، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پیشو او موږګ ملګرتیا تر ډېره دوام وکړ او لا هم دا ملګرتیا په یو نازک استخباراتي تار تړلې ګڼل کېږي، خو دا چې په سیمه کې یو بل افغان دښمنه هېواد هم شتون لري، نو د طالبانو له جګړیز ځواک او ښکلي مذهبې نوم څخه باید هغوی هم د ځان په ګټه استفاده وکړي، د همدې دښمنۍ پالنې لپاره یې په دا وروستیو کې د افغان وژنې له سنګره خپل سر را پورته کړ. ایران چې په تاریخي لحاظ کله هم د افغان حکومت ملاتړی او نژدې دوست ندی پاتې شوی او تل یې کوښښ کړی چې په یو نه یو ډول افغان حکومتونه کمزوري کړي، خپله پان ایرانیزم (چې تر ډېره بریده د فارسي ژبې او کلتور تر خپراوي پورې محدودېږي) او پان شیعه ییزم (چې د افراطي شیعه مذهب خپراوي ته لمن وهي لکه د لبنان، سوریه، عراق، یمن او بحرین کې چې په اویایمو لسیزو کې بریالي بدلونونه رامنځته کړل) ته کار کړی دی.

ایران د ځینو ځانګړو دلایلو له مخې له امریکا او افغانانو سره د دښمنۍ لپاره اړ ده چې د طالبانو له ارزانه ځواک څخه د ځان په ګټه نوي سیمه ییز سیاست ته مخ کړي. لومړی دلیل دا چې ایران اوس پدې ښه پوهېږې چې سوریه یې نور له لاسه وځي، دا پدې مانا ده چې له سوریې وروسته به لبنان کې حزب الله (چې تېره اونۍ ستر عالم قرضاوي حزب شیاطین وبلل ) ته د جګړې اور وغځېږي او بیا د همدې جګړې وروستۍ لمبه تر ایرانه رسېدلی شي. دویم دا چې ایران د هستوي وسلو د ترلاسه کولو لپاره لاهم دوه نورو کلونو ته اړتیا لري ترڅو په یو نړیوال هستوي ځواک بدل شي او ددې کار د ترسره کولو لپاره مجبور دی، چې امریکا په یو نه یو ډول په جګړه او شخړو کې ښکیله وساتي. درېیم دا چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پاکستان یکتاز والي نه یواځې د افغانستان په راتلونکو بدلونونو کې د ایران اغېز را کم کړی، بلکې پاکستان یې هم تر ډېره تر نړیوال فشار لاندې راوستی دی. ایران په ډېره ځیرکۍ دا تصمیم نیولی چې د طالبانو په څېر ارزانه او مؤثره جګړه ماران چې کولای شي په یو وخت کې د ایران دواړه ستر دښمنان (افغان مظلوم ملت او امریکا) پرې ننګولي شي، د ځان په ګټه استعمال کړي.

څلورم؛ دا چې بالاخره ایران کولای شي د هغو ټولو بایللو جګړو غچ په افغانستان کې له امریکا او لویدیځ څخه واخلي کومې چې ایران د عربو د پسرلي تر نامه لاندې پاڅونونو کې په منځني ختیځ کې بایللې دي.

ایران په اوسني یو قطبه نړۍ کې چې تر ډېره بریده په یواځې ځان د امریکا په مشرۍ اداره کېږي د دویم قطب په توګه د متضادو سیاستونو په خپلولو سره د ځان د بقا او پایښت جګړه تر سره کوي. دا چې طالبان وار دمخه له امریکا او لویدیځ سره داسې یوې جګړې ته اړم دي، ایران غواړي له همدې ځواک سره خپل ټول مالي، نظامي او استخباراتي ځواک ملاتړی کړي او د امریکا پر وړاندې په یوه لویه جګړه کې کېوزي.

اوس چې ایران په کور دننه له ستر اقتصادي ځوړ او کړکېچ سره مخ دی، نور نشي کولای د منځني ختیځ په جګړه کې د امریکا په وړاندې ستر کردار ولوبوي، نو ځکه یې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي کړیو په ملاتړ په نسبتاً یوه ارازنه جګړه کې د ښکیلتیا لېوالتیا پیدا کړې، چې نه یواځې په دې جګړه کې د پان ایرانیزم او پان شیعه ییزم خپراوي او سلطې ته کار کولای شي، بلکې کولای شي د منځني ختیځ د جګړې تود سنګر په افغانستان کې ګرم وساتي.

په حقیقت کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د ایران لخوا په افغانانو (پښتنو، تاجکو، هزارو او ورسره د سني او شیعه مذهبو ترمنځ) یوه ستره رواني نیابتي جګړه او تاوتریخوالی تپل شوی دی. اوس غواړي د همدې جګړې په اوږدو کې په یوه لویه مسلحانه جګړه کې هم غوښنه برخه خپله کړي، ترڅو وکولای شي له پاکستان سره په ګډه خپلې کورنۍ او سیمه ییزې ګټې خوندي کړي.

پاکستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې خصمانه دیپلماتیکې اړیکې پاللي، خو له تېر یوه کال راهیسې یې دا اړیکي په ډېرو نژدو او دوستانه اړیکو بدلیدونکې دي. پاکستان د امریکا د فشارونو په خلاف د سولې د ګازو د نللیکې تړون لاسلیک کړ، چې ددې نللیکې د ایران څانګه یې د ۹۰۰ کیلومترو په اوږدوالي وار دمخه جوړه شوې او کېدای شي په راتلونکو دوه کلونو کې د پاکستان لپاره د ګازو د استعمال لویه سرچینه برابره کړي، چې له دې لارې به د پاکستان د انرژۍ موجوده بحران یو څه کنترول شي.

بالاخره ایران پدې توګه غواړي د ځان د بقا لپاره ستره جګړه د طالبانو، پاکستان او ځان په شمول د یو ګډ جګړه ییز مثلث په رامنځته کولو د افغانانو پر مټ ترسره کړي. ددې جګړه ییز مثلث د نظامي او مالي تمویل چارې به د ایران پر غاړه وي، استخباراتي او روزنیزې چارې به یې پاکستان پر مخ بیایي او جګړه به د طالبانو پر مټ په افغانستان کې لا تر اوږده مهاله ترسره شي، څو د ایران کورنۍ او سیمه ییزې ګټې د امریکا او لویدیځ له ګواښونو په په سیمه او کور دننه په امان کې شي.