د تودوخې په لوړیدو او زیاتیدو عجېبه او کله ناکله حیرانوونکې  پېښې رامنځته کیږې.

په دغه زیاته ګرمۍ کې به هر چا لیدلې وی چې تر ټولو ژویو سپي خورا په عذاب وی، هر شېبه یې له خولې ژبه را ایستلې وی پر له پسې سا باسې، او له خولې یې لاړې او ځګونه روان وی. له بده مرغه زمونږ په هیواد کې له یوې خوا د اوږدې خونړۍ جګړې ناتار او د سخت زړو او تورمخو دښمنانو  د سکروټو باران او له بلې خوا د طبعت ورځ تر ورځې د تودوخې زیاتیدل سپي لیوني کړي دي. خو دا ځل د سپیو د لیونتوب ناروغې د پاکستان تورلنګیو پوځیانو او پاکستانې طالبانو ته لیږ دیدلې ده. د پاکستانې پوځیانو او د هغوي  د لاسپوڅو  طالبانو څخه هغه لیونې سپي جوړ شوی چې هر څه پر مخ ورشي په بې رحمۍ یې داړي او په خپلو زهرجنو  زهرو د انسانیت پاک چاپیریال ګواښي.

دا دی د سر په سترګو ګورو چې په دې تودوخه کې دا پاکستانې طالبان د هغو لیونیو سپیو په شان شوي دی چې زمونږ د ویاړلې او پتمن هیواد د ماشومانو سپین سرو میندو او بوډاګانو په داړلو او وژلو یې وحشیانه حملې پيل کړي دي، خو لیونې سپي د خپل کور له بهره خلک داړي، خو که د خپل کور څښتن هم ورته برابر شي پر هغه هم وردانګې هغه د پښتو متل دی چې څاه کن خپله په څاه کې لویږې.

همداسې لړمان هم دي، وایې کله چې لړمه لړمان وزیږوې او تنکې لړمان لوي شي نو هغه په خپله مور د خوړلو پیل وکړي او خپله مور په ډله یزه توګه وخوري او ریزمریز یې کړي .  د سر په سترګو مو ولیدل چې د بی نظیر بوټو  له لمنی طالبې لړمان پیدا شول، هغوي یې د افغانستان د ورانۍ او ویجاړولو لپاره  د زهرجنو مرخیړیو  په څیر زمونږ د هیواد په ګوټ ګوټ کې وشیندل، څه ورانۍ نه وی چې په افغانانو په تیره بیا په غیرتې پښتنو  ونه شوي، او د طالب په جامه کې ډیري پښتنې  ککرۍ او نومیالي ستر ویاړلې مشران لکه دشهیدانو ستر سالار او  زړور وطنپال ډاکټر نجیب ا لله په څیر درانه پښتانه  مشران په بی رحمۍ شهیدان شول، د ډیرو وطنپالو او غیرتې ځوانانو سرلوړې او پتمنې ککرۍ ورغړیدې، او دا ویر او غمیزه اوس هم په نوې بڼه په زړه بوږنوونکۍ  ابعادو  دا دې زمونږ په ولس روانه ده، یو میلیون پښتانه شهیدان او کابو پنځه زره پښتانه مشران په بی رحمۍ او شیطانې چل ول سره شهیدان شول.

خبره مې د لړمانو کوله، بی نظیره بي بي هغه لړمه وه چې د دې د بطن نه رواتلو لړمانو داسی ریزمریز کړه چې د خپل پلار ذولفقار علی بوټو د دار ځړولو ناندریزه یې په هیره شوه.

په دې تودوخه کې سپي بیا لیونې شوي دی، خدای ج دې د افغانانو سر ته خیر کړي چې د هغه نواز شریف چې  د افغانستان د بشپړ نړولو او ورانولو پخوانۍ ارمانجن او د طالبانیزم څرګند حامی او پلوي دی، څه پښیږې! څو ورځې د مخه خو زمونږ د ننګونو او غیرتونو  د لرغونې ټاټوبې د ښکلي کونړ په ښیرازه ځنګلونو اور بلوونکې توغندې وتوغول شول، چې په زرګونو زرګونو دنګې دنګې او ښکلي ونې د اور خوراک او ځنګلونه د ایرو ډیران شول.  ړنده  توغندې هم د طالب له اوږو او هم د تورلنکې پنجابې له اوږو داسی په کړس او شدت سره ویشتل کیږې، چې زمونږه همېشه بهار لوي ننګرهار او د زمریانو ځاله ښکلی کونړ ښکلی لرغونې نورستان او غیرتې لعمان یې د خپلو بچیانو په وینو ولمباوو.

 دا ویر  او ماتم  د کندهار د معروف د ولسوالۍ نه  تر فراه ، خوست او د هیواد په ګوټ ګوټ کې  روان دی. هغه د شاعر په ژبه چې وایې.

که څوک پاسبان د دې وطن، که دهشتګر مې وژنې

خو زه په دې نتیجه رسم،  چې ډالــر مـــې وژنــې

غضب  خو دا دي هم  مې مړ کړې، هم مې پړکړې ځان ته

هوښیار قاتل دې څه په چل او په هنر مې وژنې

هوکې! تش په نامه پاسبان د خړ سپی د خړ لیوه ورور دي، ومولیدل چې دغو لویدیځو زبر ځواکونو او د هغو په سر کې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د پاکستانې لیونیو سپيو د لاسه رامنځته شوې ناورین ته د سیل او خیر په غونډۍ ناست دي، ان چې زمونږ د وطن تاریخې دښمانان یې دومره سپين سترګې او زوړور کړل چې د توریالیو افغانانو برمیال تاریخ او د دې هیواد د میړنیو ځوانانو وینه ورته بابیزه ښکارې، د پستۍ او  رذالت د خورا شیطانې چل ول څخه کار اخلې.

له افغانستان څخه فغانستان جوړ شوي دي، هیڅوک نشته چې زمونږ فغان او غږ واورې، روسانو هم د خپل خونړۍ تیري په مهال د دې وطن په ازادۍ مین ولسونه په خپلو سرو وینو کې ولمباول، د هیواد د غرو په لمنو کې په بی وزلو او پښي یبلو شپنو باندې هم رحم ونه کړ.

او د دوي پسونه یې د شرابو د میلې  لپاره کباب کړې او بیا په سرو سترګو لکه د کندهار د غمجنې او تراژیکې پنجوایې په څیر یې په زرګونو زرګونو غمیزې رامنځته کړي دي، روسانو  د خپل وحشت او بربریت پایله ولیده، اتحاد جماهیر شوروي سوسیالستې لکه د شګو څلې ونړید او د خپلې ببري سری کونې څخه یې روسیه راووته.

هسې موږ انګیرله چې ښایې امریکا په افغانستان کې د روسې د ټپو او ناندریو ناکام تاریخ جبیره کړي، خو د انګلو ساکسون د استعماري بطن نه راوتلې اخته پوت او د سمندرې سوسماران په خپل لوي لاس افغانان د خپل ځان په وړاندې شکمن او بدګمانه کړل.

او د پټۍ پر ځاي زمونږ د هیواد په تاریخې ټپونو مالګې پاشي، چې څرګنده بیلګه یې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښی په باب د هغه د بهرنۍ دپلوماسۍ او د پاکستان  په خوا دریدل دي.

دوي د ایران سره تش په درواغو ناندرې پیل کړي او په سیمه کې د ایران د شیطانې غورزو پرزو له پاره یې لاره هواره کړي دي، په افغانستان کې د ایران ښکاره او څرګندې لاس وهنې او د بې ګناه افغانانو اعدامول، شکنجه کول د افغانانو  د دښمن په وسلو سمبالول او نورو مخربو لاس وهنو په اړه د امریکا او د هغه د پوځې او  سیاسې ستراتیژیکو انډیوالان چوپه خوله ناست دي، او دا دې ومو لیدل چې طالبې اخوندان هم ایران ته تللې او د ایرانې اخواندانو امامت ته په ګونډو شول، کرزې خواره کې  د غوسه ناکو افغانانو د لاریون او مظاهرې څخه هم په لړزه او ویره کې دی.

افغانانو په جسارت او درایت سره د خبیثو او قریحو شیطانې څیرو په سوزولو خپلې غوسې لږې سړې کړې.

اې! د تاریخې او سرلوړې افغانستان توریال او برمیال ولسه!

خپل مورنۍ وطن او پلرنۍ ویاړلې ټاټوبې ګران افغانستان مو په ملی یوالې او ملې پیوستون وژغورئ، د افغانستان بیړۍ د شیطانانو او تاریخې دښمنانو د دسیسو او توطیو په ستر سمندر کې د ډوبیدو په درشل کې ده، هغه په خپل درایت افغانې غیرت وژغورئ او د خپل ګران وطن د غازې  او اتلو پلرونو حماسې او سترې کارنامې مو ژوندۍ وساتۍ، د هیواد د پياوړې او رزمې شاعر ارواښاد ابوالقاسم فردوسی په دغه شعر خپله لیکنه راغونډوم.

چــو کشور نباشد تن من مبـاد

برین مرز وبوم زنده یک تن مبـاد

سراسـر هم تن به کشتن دهیـم

ازان به که کشور به دشمن دهیم

                                                                                     بسم الله اکبری په هالنډ کې د غرغښت ټولنې مشر

۰۹-۰۶-۲۰۱۳

 

Door Guest