سه شنبه، چنګاښ ۲۸ ۱۳۹۲ / جون ۱۸ ، ۲۰۱۳
“زما ارمان دادي چې په افغانستان کې یو پایداره، خپلواکه، اسلامی او د افغانانو د ټولو ګډه حکومت جوړ شی او امنیت راولی….”
څو ورځې د مخه مې کور ته د تلو پر مهال په راډیو کې یو پروګرام اوریده. پوښتنه یې وکړه چې خپل د زړه ارمان له مونږ سره شریک کړي. خلکو اړیکې نیولې او خپلې نظریې یې ویلې او مختلف ارمانونه یې ویل، خو د ډیرو خلکو له نورو ارمانونو سره یو لوی ارمان دا پورته ذکر شوي جمله وه. هر یوه په (دری) او یا هم په (پښتو) ژبه تقریبآ دې پورتنیو خبرو ته ورته خبرې کولې او خپل د زړه ارمان یې وطنوالو سره شریکول.
د حزب اسلامی مشر په وار وار ویلې چې مونږ له دې حکومت سره کوم ډول ستونزه نلرو، خو د بهرنیو وجود په افغانستان کې نه منو. بلې خوا د طالبانو غوښتنه نا معلومه وه، او د خبرو اترو میز ته نه راتلل. افغانان هم ددې غوښتونکی دی تر څو یو خپلواکه حکومت ولرو او زمونږ امنیت، دفاع او ساتنه دې زمونږ خپل افغانان وکړي. دا خبره د منلو وړ او معقوله هم ده، ځکه خپلواکی د ټولو حق دي، خو افغانستان له داسې یوه تاریخي دور څخه تیریږی کله چې له هر طرفه ګاوڼډیان، بهرنی او کورني په یوځای دلته لاس وهنې لري، د افغانستان نوې تربیه شوې اردو لا خپل سم امتحان ندی ورکړي، په لازمو وسلو سمبال ندی او لا هم لازمې روزنې ورته ندې رسیدلي، او له بلې خوا کورنئ نا امنی دومره ده چې تقریباً بهرنی خو لا څه چې خپله افغانان هم خپلې پانګونې د افغانستان دننه نشې ساتلي.
نن ورځ (سه شنبه، چنګاښ ۲۸ ۱۳۹۲ / جون ۱۸ ، ۲۰۱۳) بهرنیانو دا هوکړه لاسلیک کړه چې په افغانستان کې به لاس په ټوپک اورپکې چې د افغانستان د خاورې، امنیت او سرحدونو څخه دفاع کوی، یواځې او یواځې افغانان وي او بهرني به د څو میاشتو دننه دننه افغانانو ته امنیتی چارې ور وسپاری.
له بلې خوا د صلحې عالی شورا د هر ډول خبرو لپاره چمتو دي، او د افغانستان حکومت هم د طالبانو رسمی دفتر په قطر کې ومنه او دا دفتر هم پدې (سه شنبه، چنګاښ ۲۸ ۱۳۹۲ / جون ۱۸ ، ۲۰۱۳) تاریخ پرانیستل شو. او د افغانستان د حکومت د صلحې عالی شورا پلاوی به ورځي او خبرې اترې به سره کوی.
دغو حالاتو ته په لیدو او د دغو دوو سیاسی ډلو دریزونو او ادعاوو ته په نظر کې نیولو سره ویلی شو چې کچیرې دا دوه ډلې په ریښتیا سره هم له افغانستان سره مینه ولری نو ډیر ژر به افغانستان متحده، پر امنه، خپلواکه او د ټولو افغانانو د د یوه متحد جمهوری اسلامی حکومت لاندې افغانانو ته د ژوند زمینه برابره کړي.
د یوه مسلمان او افغان په حیث مونږ دا حق لرو تر څو په افغانستان کې یو آزاده، آرامه او پر امنه ژوند ولرو او دداسې ژوند لپاره مونږه افغنانو ډیرې قربانیانې ورکړي او دا هم حقیقت دی چې د دنیا د نورو ملکونو په وړاندې چندانې ښه هم نه یادیږی او دا ټول ځکه چې مونږ متفق نه یو، راځي چې لاسونه سره ورګړو او د یوه لوی افغانستان لپاره په کار پیل وکړو.
د لوی، خپلواک، پر امنه او پرمختللی افغانستان په هیله!
سلیمان اسدالله – چهار شنبه / جوزا ۲۹، ۱۳۹۲