څو مياشتي مخکې په رسنيو کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار يوه مرکه خپره شوه، هر ځای او هر مجلس کې، په کورنو، دفترونو، کليوالو او ښاري سيمو کې دهغه پر هغه خبره چې د ببرک کارمل او ملامحمد عمر په اړوند يې کړي وه، تبصرې کيدلي.
په ټوله کې د حکمتيار صاحب له دې خبري سره چي په معاصر تاريخ کې تر ټولو منفوره او غلامه څيره ببرک کارمل او تر ټولو خپلواک او په ازادي مين ملامحمدعمر آخند دی، ډير ګن شمير افغانان ورسره موافق وو، له همدې امله وه چي تبصري هم پرې کيدي.
زما يو دوست چې په کندهار کې يې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کارکاوو، هغه ويل چې په کال ۲۰۰۵ کې زموږ دکندهار دفتر ته نوی بهرنی مشر راغی، مازيګرمهال کندهار ته راغی، او سبا ورځ سهار د ډنډ ولسوالي ته د ساختماني پروژې د ليدلو له پاره د مرمۍ ضد موټر کې روان وو، موږ دواړه د موټر دشاپه چوکۍ کې ناست وو، زما پر دغې نوي دندي چي موقت او د ارزيابي ورځي وي، يوه مياشت لا نه وه بشپړه شوي، په کارونو او د دفتر له کارکوونکو سره مې په چلند او کړو وړو کې له زښت زيات احتياط څخه کار اخستی.
زما ملګری وایې چي بهرني ارام ناست وو او غوږ يې نيولي وو، ورته مې وويل چې له انګريزانو سره زموږ نيکونو جهاد وکی، هغوی ته يې ماتې ورکړه، له روسانو سره مو پلرونو جهاد وکی او هغوی ته يې ماتې ورکړه، اوس وار زموږ دی چې له امريکا او نړيوالو قوتونو سره وجنګيږو.
ولي داچي تر شل زيات کلونه مو په هيواد کې جنګ تير شوی، موږ افغانان ډير وځوريدو، اقتصادي حالت مو خراب دی، ستونزي او مشکلات ډير دي، له همدې امله ځينې ځوانان لاهم په کور ناست دي او يا خو چيرته په کارونو بوخت دي، که زه هم وتوانيږم او خپلې کورنۍ ستونزي مې حل شي، نو خامخا به د بهرنيانو په مقابل کې جنګيږم.
زما ملګری وايې چي د وروستيو خبرو په کولو کې زړه نازړه وم چي بهرني ته داخبري په داسي حال کې چې دملګرو ملتونو په دفتر کې کار کوم داخبري وکړم يانه؟ ولي آخر مې پريکړه وکړ چې که داخبري سپينې ورته نه کړم، الله ج به راڅخه ناراضه شي.
داچې زما دکار لومړۍ او ازمايښتي مياشت وه، ډاډه وم چي کار به دلاسه ورکوم، په لاره مو دافغانانو په کلتور او دودونو او له بهرني اشغال سره د نفرت په اړه نوري خبرې هم وکړي.
موږ ماسپښين ناوخته په کندهار ښارکې خپل دفتر ته راورسيد، حالت مې ځکه ښه نه وو، چې متيقين وم چې نن او یا سبا سهار به مې د کار څخه پسي اخلي، او نور به وايې چې ستاسي په ډول کارکوونکو ته اړتيا نشته.
زما دکار ځای تر ځمکې لاندي پوړ کې وو، او دبهرني دکار ځای د ځمکې له پاسه په لومړي پوړ کې وو، نږدې ۱۵ دقيقې وروسته بهرنی لاندې پوړ ته راکښته شو، او زما نوم يې واخيست ويې ويل چې د مجلس خونې ته راشه چې کار درسره لرم، پوره ډاډه شوم، چې نور نو کورته د تګ او کار ختميدو خبره راسره کوي.
بهرني وويل چې په لاره کې چې کومې خبري تاسي ماته وکړي، هغه ټول حقايق وو، او زما ستاسي ټولي خبرې ډيرې خوښې شوي، زما هم امريکايان ډير بد ايسي (دی خپله امريکايې نه وو)، ډير مغروره، ناپوه او جاهل خلک دي، هر ځای يې په هيوادونو کې ستونزې پيداکړي دي، ته هيڅ تشويش ونه کړي، ترڅو چې زه دلته کندهار کې یم، ته به زما سره يوځای کار کوي او زه به ډيره هڅه وکړم چې ستاسره خپلې مسلکې او ادارې تجربي شريکې کړم، او هر ډول مرسته چې مې له وسه کيږي زه به يې درسره کوم.
ولسمشر کرزی صاحب چې کله قطر هيواد ته تللی وو، هلته يې د الجزيرې ټلويزون سره يوه اوږده مرکه کړي چې په هغه مرکه کې خبريال څوځله مخامخ ورته ويلې چې افغانان تاسي ته دغلام په سترګه ګوري خو ولسمشر ورته وايې چې هغوی ما دکابل ښاروال هم بولي، دا ډول ډیری پوښتنې د غلامي او ازادي اړوند دي چې ښاغلی ولسمشر قانع کوونکی ځواب ورته نشي ويلای.
زه نه پوهيږم چې کومې داسي لاري به وي چې د تاريخ پاڼي پري بدلون مومي؟ که ولسمشر ښه سلاکاران ولري ليري نه ده چي تاريخ به يې پاڼه بدله کړي؟
زموږ معاصر تاريخ د مجاهدينو دځينو رهبرانو پاڼې پر بل مخ واړولي، ازاد او خپلواک رهبران يې په تاريخ کې د غلام او نوکر په نوم ثبت کړل، دابه هم مکمن وي چې غلام او نوکر خلک تاريخ ازاد ثبت کړي.
ولي يوه خبره مهمه ده چې ولس رټلی او غلامه څيره هيڅکله افغان تاريخ نه مني.