د سولې او آزادي کمسیون
انتخابات :
د سولې،امنیت،او ملي واکمني
په خلاف هلې ځلې
د بن د غوندې راهیسې په افغانستان کې جګړه روانه ده چه په ترڅ کې یې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږې. اشغالګر ځواکونه یوې خواه د یرغلیزې جګړې یو اړخ او له بلې خواه د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف د افغانانو د خپلمنځي کورنې جګړې جانب داره برخه وال ګنل کیږې .
لویدیز شکیلاک قوتونه د دولس کلونو په موده کي د جګړې اور د جنګي جنایت کارانو ، د بشري حقونو د ناقضینو او د ملي خاینینو په مرسته بل ساتلې ده او اوسمهال پدې لته کې ده چه د تولو حقوقي معیارونو په خلاف د تول تاکنې د لارې دوي ته د سیاسي ژوند د دوام مشروعیت ورپه برخه او د عدالت د منګلو نه وژغوري .
افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو ته چه د تولنیزې او اقتصادي ودې په بنست باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلي وایی، خو هغه په اصطلاح دیموکراسي او تول تاکنې ته چه د بهرني یرغل او د جګړې زیږنده وي او د بد معاشي دلارۍ وتپل شي ، د نړي د زورواکانو د هژموني د پراخوالې پلمه بولي ، ورسره مخالف دریز لري او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوي .
د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلي شو چه دیموکراسي او تول تاکنې ، د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتي، نا امني ، ګدودي ، توپک سالاري او بې اتفاقي د مقصدونو د پاره استعمالیږي .دغه تول جګړې ته د لمن وهلو په موخه ده.
د سولې او آزادي کمسیون د وسله وال مقاومت ، سیاسی شخصیتونه ، سیاسي ګوندونه ، مدني تولنو او تولو افغانانو نه غوښتنه کوي چه د داسی تول تاکنو د تحریم په مقصد ، زموږ سره همغږې شي .
امنیت ، عدالت ، ملی واکمني او بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو ( لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شي . لند مهال حکومت د وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو د دوام په صورت کې جوړیږي .
هغه تول تاکنی چه د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږي(په کونړکې د سپرلي په موترد برید په نتیجه کې د ښځو اوماشومانو په شمول د ملکي خلکو د وژنې وروستي جنایت د ۲۰۱۳ م کال د سپتامبر په ۷ مه نیته) یوازې د اشغال د توجیه په مقصد کارول کیږي او مشروعیت نلري .
د سولې او آزادی کمسیون د بهرنې نظامي ائتلاف نه غوښتنه کوی چه د انسان وژنې او وحشت نه دکې لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپاي تکې کیږدي،او انسانیت ،عدالت او اصولی ارزښتونو ته درناوي وکړي . والسلام
د سولې او آزادي کمسیون
دوکتور عبدالواحد احدزاده 09.09.2013