پردېس اختر
خالد ریحان
غلی ګورم دپردېس سکڼي ماښام ته
داخترزرين هيلال پکي ځليژي
ورسره مي دلېموپه سره شفق کي
رڼې اوښکي لکه ستوري دي پړکيژي
بيادکلي داخترشپه راپه زړه شوه
له نکريزوبه کاسه ډکه مورکۍ وه
دغه کيڼ به يې راسورکوترمړونده
راته جوړه په ښي لاس به يې چترۍ وه
دهمزولي نازک لاس نازکي پښې به
ټينګ تړلي دنکريزوپه ځنځيروو
تخنوله مي نوکاري به مي ورکړې
ماشومتوب ود شوخيوبه تا ثيروو
تلوسه دصبحدم به راسره وه
کرۍ شپه به مي په ويښه کړله تېره
دهګيودروازې به مي ګڼلې
په څوواره به مي تېري کي ترشمېره
خوږې موربه مي چي سترګي کړې راتوري
نوله خياله به يې غبرګي لکۍ ورکړې
شين رويمال به يې راځوړند په ټټرکړ
په مزه مزه بې غوټي نرۍ ورکړې
زه وم ښکلی،نازولی،شوخ له ځايه
ما نيوه دپېغلوميره ترپړوني
دې به ټينګ ټينګ په ږمبوروباندي ښکول کړم
اوراتويي بې مېوه کړه له لستوڼي
برېځربه دعيد ګا د ډا له ډنګ شو
مستي مستي اذانګې به ورسره وي
نځېدل به د شملوسوري په ځمکه
د سپين ږيروبدرګې به ورسره وي
په جنت کي مي دژوند هره شيبه وه
ماشومتوب وکلی کلی واختروو
نه مي زړه داسي خوږمن دچا له درده
نه له ځان نه له دنياڅخه خبروو
اوس نه ميريم نه سېلونه راپسې دي
تری تم يمه د زا ڼوله کتا ره
قلقلې مي دي په ستوني کشي تربتي
لري اوسمه دخپلو له د يا ره
دعربودغرورترقدم لاند ي
دا عجم احسا س مي پروت زخمي زخمي دی
جنا زې دارمانونومي رواني
سوی اه پسي تللی له زړګي دی
نه مي ځا ن ته دي کا لي نوي ګنډ لي
نه مي ايښی دي درزي په لوري ګام دی
نه مي چا اوښلني سترګي دي راوچي
نه دچا مي غرېو نيولي رنګ ته پام دی
د پردېس اخترپه غېږه کي ريحا نه
مسا فرزړه مي ترمورګوپوري ډ ک دی
په با نه مي د بڼوڅوکي لندي شي
چېرته تللی نشم لوری را نه ورک دی