پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل ۳۴ کاله پوره شول

(۱۹۷۹ /۱۲ / ۲۵ – ۲۰۱۳ /۱۲ / ۲۵ )

 محمد طاهر کاڼی

محمد طاهر کاڼی

ما د تېرو څو مياشتو په بهير کې د يو نوي کتاب ژباړه پای ته ورسوله . دغه کتاب «پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتاه» نوميږي او توکي يې د يو شمېر داسې ليکوالو ليکنې دي ، چې پخپله یې په يرغل کې ګډون درلود . په کتاب کې پر افغانستان باندې د شوروي يرغل په اړه داسې نوي تفصيلات او نوي فاکټونه وړاندې شوي ، چې تر دې وروستيو پورې یې روسي ليکوالو د ليکلو او لوستونکيو ته د وړاندې کولو زړه نه کاوه . کتاب همدا نن چاپ ته چمتو شو . ما اړينه وګڼله چې د شوروي يرغل د ۳۴ کاليزي د پوره کېدو په پلمه ددغه کتاب سریزه له درنو لوستونکيو سره شریکه کړم .

 

پوره ۳۴ کاله پخوا ، د ۱۹۷۹ ز کال د ډيسمبر پر ۲۵ نېټه ، د مسکو پر مهال د ماسپښين پر دريو بجو او د افغانستان پر مهال د مازديګر پر څلورو بجو او دېرشو دقيقو ، پخواني شوروي اتحاد د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانينو په ماتولو سره د افغانستان دموکراتيک جمهوریت پر خاوره تېری وکړ .

هغه مهال د سړې جګړې په پېر کې شوروي اتحاد د امریکا متحدو ايالتونو پر وړاندې په نړۍ کې د خپل اغېز د زياتولو او د وسلې د سيالۍ په ډګر کې تر دې کچې رسېدلی وو ، چې د بشپړو هېوادو او ميليونونو ولسونو برخليک يې له خپل بهرني سياسته بلهاري کاوه .

د شلمې زېږدي پېړۍ د اویايمو کلونو په پای او اتيايمو په سر کې ، افغانستان د دوو زبرځواکونو ، امریکا متحدو ايالتونو او شوروي اتحاد ترمنځ د سيالۍ او وسلو د ازمايښت پر ډګر بدل شو . د دوی ترمنځ د سيالۍ پايله په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د غميزې پيل وو . د دغې جګړې له دواړو لوریو سره بهرنۍ هر اړخيزې مرستې داسې يو ناوريني حالت رامنځته کړ ، چې د ميليونونو افغانانو وینې پکې وبهېدې او هېواد ته یې نه جبرانېدونکي مادي او مانيز زيانونه واوښتل . 

«پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتاه » په کتاب کې لوستونکي لوستلای شي ، چې پر ۱۹۷۹ ز کال پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل د کودتاه برخې ته د «بايکال – ۷۹» عملياتو پټ شفري نوم ورکړ شوی وو . «د «بايکال» ويي په اصل کې له بورياتي ژبې څخه روسي ته راغلی .» (۱) «بورياتي د بورياتيانو او د روسيې د ځينو نورو مېشتو قومونو ژبه ده ، چې له مغولي ژبې سره تړاو لري .» (۲)  . «بايکال د روسيې د ختيځې سايبيريا په سويلي برخه کې د ولاړو اوبو (جهيل) نوم دی ، چې د روسي سرچينو په حواله ، په نړۍ کې تر ټولو ژور جهيل ګڼل کيږي او د څښاک وړ اوبو تر ټولو لویه زېرمه ده.» (۳) د ۷۹ رقم هم داسې برېښي چې موخه یې ۱۹۷۹ ز کال وي .

د «بايکال-۷۹» عملياتو يا په کابل کې د شوروي اتحاد د «کې . جي . بي» او پوځ له لوري پر افغان حکومت باندې دولتي کودتاه ، د تاج بېک پر ماڼۍ د يرغل په ترځ کې د افغان هېوادمشر حفيظ الله امين پر وژنه سربېره ، په پلازمېنه کې د په لسګونو نورو مهمو ستراتېجيکي ، حکومتي موسسو او مرکزونو نيول او کلابندول هم په پلان کې لرل . د هغوی په شمېر کې د کابل نړیوال هوايي ډګر ، د افغانستان د دفاع وزارت ستر درستيز ، د کورنيو چارو وزارت ، د کابل ګارنيزيون ، د مرکزي قول اردو بولنتون ، د ريشخور اوومه فرقه ، د قرغې اتمه فرقه ، د څرخي پله څلورمه او پېنځلسمه زغره والې لواوې ، د پاراشوټي ديسانت ۲۶ شمېره غونډ ، د کوماندو غونډ ، د افغانستان ګټې ساتونکې اداره «اګسا» (د امين د واکمنۍ پر مهال «کام») ، د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند مرکزي کومېټه ، راډيو افغانستان ، مرکزي ټيلګراف ، حربي پوهنتون ، او داسې نور شامل ول .

د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د کشف رياست او د «کې . جي . بي» بهرنۍ څارګرۍ کارمندانو لا له پخوا نه په کابل کې خپلې ځالې جوړې کړې وې او په دې وروستيو کې پخپله روسانو پرې اعتراف کړی ، چې د دولت په ډېرو ، په تېره بيا ځواکمنو اورګانونو کې یې خپل څارګر په جاسوسۍ ګومارلي ول .

پر هماغه ۱۹۷۹ ز (۱۳۵۸) لمريز کال شورويانو د خپلو کودتاه چي پوځيانو لپاره د افغان پوځ درېشۍ مخکې له مخکې په تاشکند کې وګنډلې او ورته چمتو یې کړې ، د دې لپاره چې افغانان يې د کودتاه پر مهال ونه پېژني او له خپلو پوځيانو سره يې غلط کړي . د ډيسمبر پر ۲۷ نېټه د «کې . جي . بي» له کارمندانو او افسرانو څخه د جوړو شويو ټولګيو وسله والو او «اسلامي کنډک» همدغه درېشۍ اغوستې وې . 

تر کودتاه څو ورځې مخکې په کابل کې لومړی د تاج بېک ماڼۍ ، چې د ډيسمبر له شلمې نېټې راهيسې پکې حفيظ الله امین خپل دوتر ځای پر ځای کړی وو ، د شوروي «اسلامي کنډک» ، د «کې . جي . بي» وسله والو ډلو او نورو پوځيانو له خوا په دې پلمه کلابنديږي ، چې ګواکې دوی د ماڼۍ د امنيت په سمبالتيا کې له افغان پوځي ټولګيو سره مرسته کوي . «د ۱۹۷۹ ز کال د ډيسمبر د ۲۵ نېټې پر ماښام د کابل او بګرام هوايي ډګرونو ته د شوروي پوځ د ۱۰۳ شمېرې هوايي ديسانت فرقې پرسونل رالېږدول کيږي . دغې فرقې ته د کودتاه په سرته رسولو کې مهم رول ورکړل شوی وو، هغه دا چې فرقه به په پلازمېنه کابل کې څه د پاسه ۱۷ [په اصل کې تر شلو هم زيات ول . ژ] مهم ستراتېجيکي مرکزونه او موسسې کلابندوي . د دغو مهمو مرکزونو او موسسو په شمېر کې پوځي ټولګي هم شامل ول» (۴) ، چې پاس یې يادونه وشوه . 

په افغانستان کې د شوروي اتحاد لوی پوځي سلاکار ډګرجنرال «ماګومېتوف» تر کودتاه يوه ورځ دمخه ، د افغان پوځ د هغو ټولګيو ، چې په کابل کې ځای پر ځای ول ، شوروي سلاکاران راټول کړل او د يوې غونډې په ترځ کې یې هغوی ته امر وکړ ، چې د ډيسمبر پر ۲۷ نېټه ، چې د کودتاه د ترسره کېدو ورځ ده ، له پوځي ټولګيو څخه ونه وزي او د شپې هماغلته په افغان پوځي ټولګيو کې پاتې شي . دوی ته دا دنده ورکړ شوه ، چې د افغان پوځي ټولګیو وسله کوټونو ته لاسرسی پيدا کړي او ټوله وسله يې له کاره وغورځوي . شوبلې او توپچي يې هم داسې ويجاړ کړي ، چې افغان پوځ ترې کار وا نه شي خيستلای . د افغان پوځي ټولګیو بولندويان له ځان سره بوخت وساتي ، هغوی ته مېلمستياوې ورکړې ، ان تر دې چې د دغو مېلمستياوو لپاره شوروي سلاکارانو ته الکولي څښاک هم ورکړل شوي ول ، چې په مېلمستياوو کې يې وکاروي . 

ډګروال «چېرنيشېف ېفګېني ولاديميروويچ» ، چې د يرغل او کودتاه په شپو ورځو کې لوی اوپراتيفي نوکريوال وو او د کابل د عسکري کلوب په ودانۍ کې يې د شورويانو له خوا په جوړ شوي اداري مرکز کې له خپلو څو همکارانو سره ۲۴ ساعته نوکريوالي کوله ، ليکي چې افغان پوځ او افغان سياسي مشري له شوروي يرغله هيڅ خبره نه وه . افغان وسله وال ځواکونه په ناڅاپي ډول د شوروي سرو لښکرو له خوا داسې کلابند شول ، چې تر څو په ځان پوهېدل اوبه تر ورخ تېرې وې .

کابل ته د شوروي پوځي ترانسپورتي الوتکو د پرله پسې راتګ په اړه به افغان افسرانو له شوروي سلاکارانو پوښتنې کولې ، چې دا دومره ډېرې الوتکې د څه لپاره راروانې دي ؟ شوروي سلاکارانو به یې په ځواب کې ويل ، چې دا خو زموږ هېواد ، يانې شوروي اتحاد له افغانستان سره د پوځي تخنيک او وسلې مرسته کوي . (۵) د افغان پوځ يو پخواني ډګروال خدای بښلي عبدل الله ، چې د شورویانو د کودتاه له شاهدانو څخه وو ، په دې اړه يوه ورځ ماته کیسه وکړه ، کله چې به شوروۍ الوتکې په کابل او بګرام هوايي ډګرونو کې راښکته کېدې ، نو بيا به د هغه پوځي تخنیک او وسلې ، چې له افغان حکومت سره يې د مرستې ژمنه شوې وه ، پر ځای شوروي سرتېري له خپلو ماشينګڼو سره ترې راښکته کېدل .(۶) ان تر دې چې پخپله حفيظ الله امين ، چې د دفاع وزير ، د مرکزي کومېټې عمومي منشي ، د انقلابي شورا رئيس او سر وزير وو ، هم پر دې باور نه کاوه چې شورویانو دې د تاج بېک پر ماڼۍ يرغل کړی وي .

شوروي مشرتابه په کابل کې د کودتاه د ترسره کولو لپاره د افغانستان د کليز په شمېر د پېنځنۍ (پنجشنبې) ورځې ماښام غوره کړی وو . دوی پوهېدل چې پر دغه ورځ تر ماسپښین وروسته رسميات پای ته رسېدل او افغان افسران په ټوله کې خپلو کورونو ته تلل . بل دا چې شورويانو د ماښام له تيارې څخه د کودتاه لپاره د ستر و اخفاء په توګه کار اخيست .

شورویانو د ډيسمبر پر ۲۷ د کودتاه تر پيله لږ مخکې په کابل کې ټيليفوني سټېشن والوزاوه ، چې په دې کار سره هم د پلازمېنې او ولايتونو تر منځ او هم له بهرنۍ نړۍ سره هر ډول ټيليفوني اړېکي پرې شول . همدغه چاودنه په ټول کابل کې د کودتاه د پيل زنګ وو .

هممهال په کابل کې د بهرنيو سفارتونو د مخابرو د څپو په مخ کې د خنډونو اچولو (پارازيت خپرولو) لپاره دوه موټرونه له ځانګړيو وسايلو سره پر کار واچول شول . له ټيليفوني او مخابراتي پلوه په افغانستان کې دننه پلازمېنه له نورو ولايتونو او په ټوله کې له بهرنۍ نړۍ څخه د افغانستان ګوښه کول د شورویانو د کودتايي پلان يوه مهمه برخه وه . دا د دې لپاره ، چې له يوې خوا د افغان دولت پر مشرتابه کودتاه پټه ترسره شي ، د هېواد ولايتونه او بهرنۍ نړۍ خبره نه شي ، له بلې خوا د شورویانو پرضد له افغان سياسي مشرتابه او حکومت سره د کوم بهرني هېواد له لوري د پوځي مرستې د احتمال مخنیوی وشي . په دې برخه کې شورويان په ځانګړې توګه له امریکا متحدو ايالتونو څخه ډارېدل .

«پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتاه » د کتاب له توکيو څرګنديږي چې شوروي مشرتابه افغان مشرتابه ته په ښکاره د دوستۍ سینه ډبوله ، خو په پټه کې يې د افغان حکومت او د هغه د مشرۍ د له منځه وړلو لپاره ان څو مياشتې مخکې چمتووالی پیل کړی وو . شورویانو په بهرنيو هېوادو کې يو شمېر افغان سفيران لکه ببرک کارمل ، اناهیتا راتبزاد ، نور احمد نور ، عبدالوکيل ، د نور محمد تره کي د واکمنۍ يو شمېر هغه وزيران ، چې حفيظ الله امین له دندو ګوښه کړي او شورويانو په پټه مسکو ته لېږدولي ول ، لکه محمد اسلم وطنجار ، اسدالله سروري او سيد محمد ګلابزوی ، په پټه له تاشکنده د بګرام هوايي ډګر ته راوستل او هلته یې منتظر کېنول . کله چې د کودتاه ورځ راورسېده نو بیايې په خپلو شوبلو کې سپاره کړل ، د حفيظ الله امين او د هغه د حکومت پرضد يې په کودتاه کې له ځانو سره ملګري کړل . 

د شوروي اتحاد د مشرتابه د پلان له مخې ، د «کې جي بي» څارګرو لومړی حفيظ الله امين او د هغه نږدې کسانو ته د تاج بېک په ماڼۍ کې په خواړو کې زهر ورکړل ، بيا یې پرې يرغل وکړ او هماغلته يې د ماڼۍ په دويم پوړ کې وواژه . د روسي سرچينو د مالوماتو له مخې ، يوازې د تاج بېک پر ماڼۍ يرغل پر مهال پر امين او د هغه پر دوو کوشنيو زامنو سربېره ، ۲۰۰ کسه افغان سرتېري او افسران ووژل شول . تر دې وروسته شورویانو ببرک کارمل د دیسانت پوځ په شوبله کې له بګرامه کابل ته راووست او پر افغان پلاز يې کېناوه . هغه وو چې د افغانستان په پېښليک کې يو نامتو ګوډاګی زيات کړای شو .

په دې ډول شوروي اتحاد پر خپل يرغل سره د افغانستان او افغان مظلوم ولس پرضد خپل له دوښمنۍ ډک پلان پلی کړ . خو هغه نړیواله نومبدي چې ددغه هېواد په برخه شوه ، هغه به د افغانستان او نړيوال پېښليک په حافظه کې د تل لپاره پاتې وي .

دلته غواړم پر افغان حکومت باندې د شوروي اتحاد د کودتاه د هغو لويو مشرانو نومونه ياد کړم ، چې په کابل کې ول او د کودتاه مشري يې کوله :

۱ . د شوروي اتحاد د «کې . جي . بي» د لومړي لوی رياست (بهرنۍ څارګرۍ او کشف) لومړی مرستيال تورن جنرال «وادیم الېکسېېویچ کيرپيچېنکه» ، چې کابل ته راغلی او د کودتاه پر مهال په شوروي سفارت کې وو .  

۲ . په افغانستان کې د «کې . جي . بي» لوی استازی تورن جنرال «باريس سيميونوويچ ايوانوف» .

۳. په افغانستان کې د شوروي اتحاد فوق العاده سفير «فکرت احمدجانوويچ تابېېف» .

۴. په افغانستان کې د شوروي اتحاد لوی پوځي سلاکار ډګرجنرال «ماګومېتوف» . 

د دې کتاب له توکیو دا په ډاګه کیږي ، چې په افغان پلازمېنه کې د شورويانو کودتاه ، په کابل کې د دوو مرکزونو له خوا اداره کېده :

لومړی مرکز په کابل کې د شوروي اتحاد سفارت وو ، چې پخپله سفير «تابېېف» او د «کې جي بي» د بهرنۍ څارګرۍ د لومړي رياست لومړی مرستيال تورن جنرال «کيرپيچېنکه» پکې ول . دوی په افغانستان کې د حالاتو او کودتاه په اړه په سيده ډول په مسکو کې د «کې . جي . بي» مشر «اندروپوف» او د بهرنیو چارو وزارت ته رپوټونه ورکول .

دويم مرکز د کابل ښار د عسکري کلوب په ودانۍ کې ، چې د راډيو افغانستان ودانۍ ته مخامخ ولاړه وه ، جوړ شوی وو . په دغه مرکز کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد لوی پوځي سلاکار ډګرجنرال «ماګومېتوف» ، په افغانستان کې د «کې . جي . بي» استازی تورن جنرال «ايوانوف» او د شوروي اتحاد د دیسانت پوځونو مرستيال بولندوی تورن جنرال «ګوسکوف» ول . ډګروال «چېرنيشېف ېفګېني ولاديميروويچ» ، چې د دې کتاب له ليکوالو څخه دی ، په دغه مرکز کې د اوپراتيفي نوکريوال دنده درلوده  . دوی به په افغانستان کې د حالاتو او کودتاه په اړه په سيده ډول د شوروي اتحاد د دفاع وزارت ته رپوټونه ورکول .  

«پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتاه» په کتاب کې د ۱۹۷۹ ز کال د ډيسمبر پر ۲۵ پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل او د ډيسمبر پر ۲۷ په کابل کې پر افغان حکومت او مشرتابه باندې د شورويانو د کودتاه په اړه مفصل بيان شوی دی . د شوروي او روسي ليکوالو او يرغل ګډونوالو له څرګندونو مالوميږي ، چې پر افغانستان باندې د شوروي يرغل ځينې اړخونه او رازونه لا پټ پاتې دي . کېدای شي ، چې يو مهال د هغوی د ډاګيزه کولو وخت هم راورسيږي ، یا خو ښايي چې د تل لپاره پټ پاتې شي .

هغه څه چې د دې کتاب پاڼې یې درنو لوستونکيو ته وړاندې کوي ، د شوروي يرغل د خونړيو پېښو يو داسې انځور دی ، چې پخپله د دغه يرغل د ګډونوالو له خوا کښل شوی او لوستونکيو ته وړاندې شوی دی .

د کتاب په لوست سره د دغه يرغل په اړه پر بيان سربېره ، لوستونکيو ته زموږ د سياسي مشرانو بې تجربې توب ، سياسي خاموالی او تېروتنې هم په ډاګه کيږي . د خپلو هېوادوالو وينې تويول ، خو پر پردي ځواک باور کول ، پر پردۍ کمونيستي ايډيولوجۍ باندې ګروهه لرل ، له شورويانو سره يو ځای پر خپل هېواد يرغل کول ، زموږ په اسلامي او دوديزه افغاني ټولنه کې د يوې پردۍ غیر افغاني ايډيولوجۍ د پلي کولو په لاره کې هڅې کول افغان ولس ته بې پايه ناخوالې ، کړاوونه ، او ناورينونه ور په برخه کړل .

زه ډېر هيله من يم چې زموږ راتلونکي پښتونه به د خپل هېوادني پېښليک له دا ډول غميزو پېښو ، زموږ د ځينو سیاسي مشرانو له تېروتنو او خيانتونو څخه د عبرت لوست زده کړي او په راتلونکې کې به د هېواد او ټولنې لپاره ددغسې ناوړه او تباه کوونکيو پېښو د تکرار مخنيوی وکړي .

محمد طاهر کاڼی

روسيه – ولګينسکي

د ۱۳۹۲ لمريز کال د مرغومي ۴

د ۲۰۱۳ ز کال د ډيسمبر ۲۵

  

 

اخځونه :

۱ . بورياتي ژبه ، روسی برېښنايي پوهنغونډ .

۲ . بوریاتيان ، برېښنايي پوهنغونډ . 

۳ . د بايکال ولاړې اوبه . برېښنايي پوهنغونډ .

۴ . د شوروي هوايي دیسانت ۱۰۳ شمېره فرقه ، برېښنايي پوهنغونډ .

۵ . د خدای بښلي ډګروال عبدل الله څرګندونې .

۶ . «پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتاه» کتاب .

 

 

 

 

د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي او د شوروي اتحاد د عالي شورا د رئيسه هيئت رئيس «ليونيد اېليچ برېژنېف» 

د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي ، د انقلابي شورا رئيس او لومړی وزير حفيظ الله امين . دی د شوروي يرغل پر درېيمه ورځ يانې د ډیسمبر پر ۲۷ په تاج بېک ماڼۍ کې شورویانو ووژاه   

 
  

پر افغانستان باندې له شوروي يرغل سره ملګری او د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان پر پلاز کېنول شوی ببرک کارمل . دی د امين تر وژنې وروسته د خلق دموکراتيک ګوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي او د انقلابي شورا رئیس شو