سعید الرحمان مسکین یار
دمچۍ ځاله داستاد سعدالدین شپون ورستی چاپ شوی د مقالو ټولګه ده چې مازديګر خپرونديه ټولنې چاپ کړی دی، د نوموړي کتاب د مخکتنې غونډه په ۱۳۹۲ لمريز کال د مرغومۍ د مياشتې په ۳ نيټه د کتاب ښار د ادارې لخوا دکتاب ښار د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
غونډه قاري صيب رحمت الله حکيمي د قرآنکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت پيل کړه.
استاد نجیب الله منلی دکتاب ښار په استازیتوب د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل : د استاد سعدالدین شپون د هنر په اړه ډېر ځله دوستان انګري چې د شپون خاصه داده چې خپله خبره کوي که زمونږ ادب پوهان، د ادب زده کوونکي او د پوهنتون محصلین داستاد په ليکنو علمي فکر و کړي ډېر څه څه ورنه زده کولی شي.
منلی صيب د استاد شپون له قوله وايي ليکوال بايد په ژبه دومره حاکيم اووسي چې ژبه يې په لاس کې د موم غوندې او هر څه چې و غواړي تر ې جوړ يې کړي .
استاد منلي زياته کړه چې د شپون صيب په ليکنو باندې ښه تيزيس ليکل کيدای شي او ددې ترڅنګ یې له ځوانانو هیله وکړه چې داستاد کتابونه ولولي په پای کې استاد منلي د مازديګر خپرندوې ټولنې ته د کتاب دچاپ مبارکۍ وويله .
غضنفر صيب:
استاد غضنفر د شپون صیب د نثر پر دوو مهمو خصوصیتونو خبرې وکړې . هغه وویل د افغانستان په معاصر ادب کې استاد شپون د فکر، سبک او طرز د قالبونو په ماتولو کې کم ساری لیکوال دی. دویم خصوصیت یې دا دی، هغه څه ته چې ایروني وایي او موږ یې طنز ترجمه کوو، استاد شپون تر بل هر چا ښه ور رسیدلی دی . د مچۍ ځاله او د شپون صیب نوراثار دا چې د صاحب سبک یا د یوه لیکوال کتابونه دي، نو ځکه یې مشابهتونه هم زیات دي. که د مچۍ پر ځالې خبرې کیږي. نو داسې معنی لري، چې موږ د استاد شپون پر ټولو لیکنو خبرې کوو. استاد زیاته کړه، د امیر عبدالرحمن خان له زمانې را په دې خوا خلکو په داسې شرایطو کې ژوند کاوه، چې نسبي ثبات و، حکومتونه ټینګ و، خو ټولنه هماغه قبایلي ټولنه وه. دې کار يو فکري استبداد رامنځ ته کړ، چې ادبیاتو یې قالبونه جوړ کړل. خو وروسته داسې بت شکنان پیدا شول، چې دغه قالبونه یې مات کړل. په هغو کسانو کې چې د قالب ماتوونې چلینج یې ډیر هر اړخیز و، ګومان کوم چې یو له هغونه استاد شپون هم و.
حيران
عطالله خان حيران وويل : په لیکلوکې د ژبې اقتصاد ډېر اړین وي چې باید هرلیکوال ورته پاملرنه وکړي ځکه چې اوږدې جملې هم دلوستونکي وخت ور وژني او هم مفهوم ته زیان اړوي ډېر کم لیکوال د ژبې اقتصاد ته پام کوي چې یوپه کې استاد شپون دی.
همایون هېواد
همایون هېواد: د استاد شپون پر نثر له ډیرو اړخونو خبرې کیدی شي. یو د ده خپل سبک دی. بل هم د استاد په لیکنو کې په طنزي ژبه پر مهمو مسلو خبرې دي. ممکن ځیني خلک د استاد لیکنې په دې خاطر ولولي، چې یوڅو شیبې ورته وخاندي. خو د استاد لیکنې پر طنز سربیره ډیرې نورې خبرې لري، چې پام ورته وشي. استاد که د نورو په اړه خبرې کوي ، نو په خپلو لیکنو کې یې د ځان په اړه هم ډیرې خبرې کړي دي. ممکن نور لیکوال دغسې خبرې ونه کړي، خو استاد دغه جرت کړی دی .
ميراحمد ياد:
میراحمد ياد: شپون صيب دخبرو انداز نه ډېر متاسره يم چې د هر چا سوال ته په ډېره مهربانۍ سره ځواب ور کوي.
ياد زياته کړه چې د شپون صیب ليکنې د افغانستان پورې مهدودې نه بلکې په نړيواله ستحه ليکنې دي استاد شپون که هېواد نه بهر هم اوسي په ليکنو کې د کلي انځور داسې څرګند دی ته به وايي چې اوس هم په کلي کې ژوند کوي .
الله نور سيلاب
الله نور سيلاب وويل : ما د شپون صيب ډېری ليکنې لوستي خوند مې ترې اخيستی او ډېر څه مې ترې زده کړي، ښاغلي سيلاب د ليکوالانو نه د ورته غونډو جوړولو غوښتنه و کړه، چې ډېری مهاجر چې متحده اماراتو کې ژوند کوي هغوي هم وخت ناوخت دغسې غونډې جوړوی سيلاب صيب د داډول غونډو د جوړولو په موخه د مرستې ډاډ څرګند کړ.
ارشاد راغاند
ارشاد راغاند د تاند ويب پاڼې نه مننه وکړه چې استاد شپون يې د دې مقالو ليکنو ته اړيستی. راغاند صيب زياته کړه چې استاد يوازې ژبه يې نه ده ډېری نور کمالونه هم لري،دی يو ازاد د فکري مسير تاقيبوي د ولس په ګټه په نورو کتابونو کې کوم فکر پالي دا يې دوام دی، خواري بيخي زياته کوي او له کتاب نه يې د نثر ليکلو چلونه زده کېدی شي .
داد محمد ناوک
دادمحمد ناوک:وويل استاد په ليکنو کې دومره زور لري چې خپل مخالف هم دليکنو لوستلو ته تابع کوي مګر استاد بيا د خبرې نه کولو زغم نه لري .
د ناوک په وينا ځينو خبرو زغم ځکه ښه دی چې مونږ لا هم په ټولنه کې د هرې خبرې زغم کلتور نه لروو.
استاد نجيب الله منلي د غونډو ګډونوالو څخه بياهم مننه و کړه او د کتاب لوستلو ته يې را وبلل.
د يادونې وړ ده چې د غونډې د دريزچارې سعيد رحمان مسکين يار پرمخ وړلې .
د لمر وړانګې له غرونو پناکېدې چې غونډه پای ورسېده.