مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود
زموږ درنو لیکوالو او د لوړ قلم خاوندانو له اوږدې مودې راهیسې د عیني حوادثو او پیښو په اړه داسې کیسې، داستانونه او رومانونه لیکلي دي ، چې د خلکو په ژبه ډیر ساده خوندور او په ډیر ظریفانه بڼه انځور شوي دي. دا علمي او ادبي اثار اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د میراث په توګه یوه ستره شتمني او پانګه ده چې د دغو اثارو معنوي ، هنري او ادبي ارزښتت د خورا ستاینې او درنښت وړ دي.
ارواښاد علامه محمود طرزي وایي :
(یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتې کیږي.)
دا رښتیا ده چې ژبه او ادب د هر ملت شتمني ده، او ډیرګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږ هیوادوال د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر په توګه لکه یو ګلبڼ ورته همیشني پاملرنه وکړي، چې له نیکه مرغه زموږ نامتو عالمانواو پوهانو، پیاوړو ادیبانو او نوښتګرو شاعرانو او لیکوالو په دې برخه کې نه ورکیدونکي، نه هیریدونکي او تل پاتې هلې ځلې ترسره کړي دي.
زموږ د پښتو ادب او فرهنګ په ډګر کې ښاغلی عبدالغفورلیوال هغه تکړه شاعر، لیکوال ډیرکاری څیړونکی دی چې د پښتو ژبې او ادب د علمي زیرمې د زیاتولو په خاطر یې په ورستیو کالونو کې د خپلو ګټورو او ارزښتناکو اثارو په وسیله د پام وړ ګامونه اوچت کړي دي.
– زموږ دهیواد پیاوړي ژبپوهاند او ادبپوهاند استاد پوهاند دوکتورمجاور احمد زیار په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي لیوال صاحب د علمي او ادبي شخصیت په اړه داسې کښلي دي:
((غفور لېوال د پوهې او فرهنگ په غبرگو مورچلو کې :
خبره يوازې پر دې نه ده چې څوک دې هممهاله د پوهې او فرهنگ په دوه درو يا څو څانگو کې خپل اندو واند و ازمايي او خپلې ټولنې ته يې څومره يېبرې او برياوې وړاندې کاندې.
هسې خو مو له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې داسې ډېر پوهيالان او فرهنگيالان وليدل او لايې وينو چې له څوڅو څانگو او ښرانگو يې غېږې راچاپېرلې او پنډ پنډ ليکنې څېړنې او پنځونې يې په سترگو کې راننه اېستې دي.
آره او رښتينې خبره پرڅرنگوالي، او بيا د چا فېلسوف پردې وراشه راڅرخي چې د وگړو پر اندو واند يې څومره اغېز ښندلی او له همدې لارې يې د ټولنې په يون او بدلون کې څنگه او څومره ونډه اخېستې ده!
په دې توگه، کله چې د نوي ژمن پښت وتلي او ښه تراځلېدلي استازگر عبدالغفور لېوال ادبي- شعري او بيا پوهنيزې- څېړنيزې هاندو هڅې او برياوې د ارزونې ترککوين لاندې نيسو، نو هماغه آره او رښتينې خبره په زغرده رازبادوي.
ښايي، د رسنيو او په تېره، د نړيجال له لارې ډېر ښاغلي او اغلې لېوال تش د يوه نوښتگر شاعر په نامه وپېژني او د يوه اکادېميک ادبپوه په توگه يې ليکنې څېړنې دومره ترسترگو شوې نه اوسي.
لېوال بې له شک واړنگه هماغسې يې چې د اوږدو حماسي-کيسه يي، لنډو عاطفي غزلواوازادوانځور يزو شعرونو سيالان تر گو تشمېر تېری نه کوي ، دغسې يې لږو ډېرې څانگپوهيزې(ادبي) څېړنې هم په ټوله ماناد نومهالې لارولېلې، څېړندود و مېتود پر تله پوره خېژي.
زه پر خپل وار له گران او هڅاند فرهنگيال انجنير مسعود ډېر منندوی يم چې له ټولمنلي ليکوال او څېړنوال سره يې د دغه دويم(انديز) مورچل په تړاو په زړه پورې
اښتنې پوښتنې رامخته کړې او هغه هم په تول تللي او گټور ځوابونه راغبرگ کړي دي.
د دواړو درنو سټو منندوی زيار))
د ښاغلي استاد پوهاند زیار صاحب د لیکنې په لاسوند په دې کې شک نه شته چې د لیوال صاحب په ادبي – شعري ، پوهنیزو او څیړنیزو اثارو کې د پام وړعلمي او هنري نوښتونه او ارزښتونه نغښتي دي. د ده اثار معنوي ارزښت، ادبي او شعري جوهر لري. ده پر خپلو ګټوروعلمي، ادبي او هنري اثارو د پښتو ادب ګلبڼ شیرازه، سمسور او رنګین ساتلی دی.
– ښاغلی صدیق کاوون توفاني ، چې زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې وتلې او پیژندل شوې لیکوال او شاعر دی، په خپله یوه لیکنه کې د لیوال صاحب د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې کښلې دي :
((…. د جنگ او جنایت کلونه وو. پر زخمي او غم زپلې ځمکې د اور او وینو نه تم کېدونکی زورور باران په ورېدو و. زموږ د شعر او ادب حاصل خېزه سیمه په یوه ښوره زاره ټاپو اوښتې وه چې تا به ویل نور به هلته نه وږمه وچلیږي او نه به مړاوې شوې او رژېدلې غوټۍ بېرته بیا ښېرازې شي .
له حجرو او دېرو څخه د منگي او سېتار نغمې نه پورته کېدې . گودرونه له منگیو او جنوکیو خالي وو، په تشو او شاړو کوڅو کې یوازې وحشي بادونه چلېدل او د وینو او باروتو تند او زړه بوږنونکی بوی یې خپراوه.
… خو لکه چې څرگنده ده چې د انساني ژوند تل خوځنده کاروان له سکون او سکوت سره نه جوړیږي او د تاریخ هېڅ کوم کنگلیز ژمی د پسرلیو د راتگ مخه نشي بندولای ، د جنگ او جنایت په هماغو کلونو کې او پر هماغه زخمي او غم زپلې ځمکه یو ځل بیا رنگین گلان راوټوکېدل . جنگ ، جنایت او کرکې ته یې « نه » وویل ، د مینې خدای ته په لمانځه ودرېدل او په خپلو امید بښونکو عطرو یې غم زپلي زړونه او مړاوي ذهنونه بېرته تازه کړل.
یو له همدغو ښکلو او رنگینو گلانو څخه هم ، عبدالغفور لېوال دی چې د اوسني پښتو شعر او ادب د بڼ په سمسورولو او ښېرازولو بوخت دی.
… د لېوال شاعري ، هنري شاعري ده ، له تخیله ډکه شاعري ده او د انځورونو او سمبولونو شاعري ده.
کله چې موږ د هغه د شعر او شاعرۍ نړۍ ته ورننوزو ، متوجه کیږو چې رمزونه او سمبولونه له موږ سره خبرې کوي او موږ رابولي چې په دغه نړۍ کې یوه شیبه تم شوو او هره پدیده په ځیر او دقت له نظره تېره کړو . شعریت احساس کړو او خوند ترې واخلو.
لېوال په خپل شعر کې له کلماتو سره لوبې نه کوي ، بلکې هر توری او هره کلمه ، هر سمبول او هر نماد پر خپل ځای کاروي . د هغه شعر یوازې د ښکلو منځتشو تورو اوډل نه ، بلکې په هنري ژبه د یوې شتمنې منځپانگې وړاندې کول دي.
له دې سره سره چې د ښاغلي لېوال غزل او په ټولیز ډول په کلاسیک چوکاټ کې د هغه شاعري ، ښکلې او په زړه پورې ده ، خو زما په اند ، د نوموړي آزاده شاعري ځانگړی رنگ او خوند لري او موږ ته د پښتو د آزاد شعر ، د پښتو د نوي هنري شعر د لا بډاینې او غوړېدنې زېری راکوي .))
– د لیوال صاحب په علمي، ټولنیزو، سیاسي او ادبي اثارو کې د هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه، د خلکو، ټولنې او ټولنیزو اړیکو په بیلابیلو برخو کې، احساس، عواطف، جذبات، سپیڅلې هیلې او انساني ارمانونه له ورایه معلومیږي، چې د هر دردمن او با احساسه لوستونکي او اوریدونکي په زړونو کې د دغو اثارو په لوستلو د سپیڅلې مینې او معنوي غوښتنو ولولې راپاروي.
ـ ښاغلې ډاکتر صاحب ببرک ارغند چې زموږ د هیواد یو نامتو ژورنالیست، نوښتګر او مخکښ داستان لیکونکې دی، په خپله یوه لیکنه کې د لیوال صاحب د علمي، ادبي شخصیت په اړه داسې وایي :
((…. روندِ آفرینشِ پدیده های علمی- ادبی در سرزمین ادب خیز ما – با در نظر داشت حرکت زمان ، اوضاع جهان وگلوبالیزم و با وجود شرایط خفقان آور و دشواریهای سیاسی ، اجتماعی و فرهنگیی حاکم بر کشور – به همت و کوشش فرزانه گان وطن همچنان بالنده و پویاست و خامۀ آفرینشگران ما توانا و پر رنگ.
شهروندان ما میدانند و آگاهند که در اثر جنگهای خانمانسوز و تحمیلی در کشور، بخشی عظیمی از سرمایه های بشری ،علمی و ادبی ما ، دسته دسته و خرمن خرمن به آتش کشیده شدند ویا با بیرحمی تمام زیر توده های خاک مدفون گشتند ، اما مقاومت و ایستادگی مردم در برابر وزش این سمومی توفنده هیچگاه پایان نگرفت . آفرینشگران و قلم بدستان ما با درک رسالت تاریخی خویش دوشادوش هم بخاطر حراست از ادبیات وپویایی آن گامهای بزرگی برداشته و بر میدارند که قابل بزرگداشت و تبجیل اند . یکی ازین فرزانه گان هم جناب عبدالغفور لیوال است.
در بارۀ خلاقیت ادبی و هنری جناب عبدالغفور لیوال باید گفت که – همان گونه که در نوشته یی یاد آور شده بودم – موصوف آثارش را همیشه با یک تازه گی ، جنبش و تحرک عرضه میدارد واین جنبش وتازه گی را با چنان واژه ها ، تصاویر و زبان مستحکم وروان می آمیزد که خیلیها دلنشین میشود.
واضح است که تمام اعمال ، اندیشه ها و احساس انسانها به شکلی از اشکال با زنده گی و جامعه یی که درآن میزیند پیوند ناگسستنی دارد . در واقع خودِ زنده گی ، همانا اقتصاد و سیاست و فرهنگ آدمهاست. همینهاست که افکار و اعمال و احساسهای انسان را شکل میدهند و نویسندۀ روشنگر و ریالیست میداند که نه تنها در مقام تفسیرگرِ واقعیت و بیانگر وضع قرار دارد بلکه در برابر آن به اعتراض هم بر میخیزد . نویسندۀ ریالیست میداند که سیاست و هنر پشت و روی یک سکه اند و به این خاطر وظیفه اش مهم و خطیر.
جناب عبدالغفور لیوال با درک سالم از هستی و واقعیت ، جهت سهیم شدن در سمت وسو و مسیر دادن جریانهای علمی و هنری در کشور- با وقف شباروزی و خلق آثار گران قدر – همسان سایر اندیشه ورزانِ رسالتمند سعی و تلاش دارد تا علم وادب در کشور از نفس کشیدن نیفتد و به گژ راهه گام نگذارد .این دانشمند فرهیخته ، مسؤولانه به شگافتن درد های جامعه میپردازد ،با شکیبایی در کنار مردم و بخاطر سعادت ایشان مینویسد و زنده گی را رنگینتر میسازد . ایشان در نوشته ها و پژوهشهای علمی و فلسفی خویش آنچه را حق تشخیص میدهداز بیانش نمیهراسد ، به سود و صلاح جامعه میگوید و به خوشبختی و نیکبختی مردم چشم دارد و صواب را از نا صواب صبورانه سوا میکند . خوب میاندیشد و خوب مینویسد.
همانگونه که نقل قول آورده بودم لیوال زنده گی را بوسیلۀ قلم بر کاغذ جاری میسازد عمرش طولانی باد .))
سره له دې چې ما د ښاغلي لیوال صاحب سره څه موده د مخه د شعر او شاعرۍ په اړه بشپړه مرکه کړۍ ده ، خو دا ځل د یو شمیر درنو ادب پالو په وړاندیز او سپارښتنه د پښتو ژبې د داستاني ادبیاتو په تړاو یوه ادبي مرکه نیولې ده چې ستاسو د ادب مینه والو پام ورته را اړوم.
ګران لیوال صاحب اجازه راکړئ خپل سلامونه او پیرزوینې ستاسو درنه حضور ته وړاندی او خپلې پوښتنې پیل کړم.
قدرمن مسعود صاحب سلامونه !
له مینې او لوریینې مو ډيره مننه ، دا چې بیا موهم زما د ماتو ګوډوځوابونو لپاره پوښتنې رالیږلي او زه مو د ځوابونو لپاره د ادب او هنر په اړه بیا فکرکولو ته اړکړی یم ، ځانګړې خوښنه کوم . دا دی ستا په زړه پورې پوښتنو ته ترخپل وسه د ځواب ویلو هڅه کوم، که زما ځوابونه نیمګړي وو ، هیله ده ومې بښئ .
هیله کوم، ستاسو څخه ډیره مننه.
پوښتنه: لیوال صاحب اجازه راکړئ، درڅخه وپوښتم؟ تاسو په خپل ادبي او فرهنګي بهیر کې لنډې کیسې او داستانونه کښلي دي او که نه؟ کمو نه دي لیکلې د هغه لامل څه دی؟
ځواب: په زلمیتوب کې مې د څه کیسو لیکلو شوق درلوده ، لومړی مې طنزونه لیکل ، دشپیتمې لسیزې د پای کلونه وو ،څه طنزونه مې چاپ هم شول ، بیا مې کیسو ته مخه کړه ، خو خپلې څو کیسې مې هېڅکله خپرې نه کړې ، کیسه لیکنې مې دروح ناکراري نه شوه تمثیلولای ، زما په اروا کې یو ناکراره خوځښت تل د شعر له ستوني نارې راوهلې او کله به مې چې خپله شاعري له کیسو سره پرتله کوله ، نو کیسې مې همداسې ساتلې بهتره ګڼلې ، کله مې چې په امریکا کې زده کړه کوله دخپل پوهنتوني ژوند یو دوه خاطرې مې ولیکلې ، لوستونکیو خوښې کړې ، د لنډو کیسو کره کتونکیو بریالۍ لنډې کیسې وګڼلې ، خو ما بیا هم پر کیسو پېښه ونه کړه او لامې هم شاعرۍ ته کار ویلی و، هوډ لرم ، چې یو رومان به لیکم ، دا رومان به زما دخپل ژوند ریښتینې کیسه وي ، زما خاطرې ، افکار، هڅې ، ماتې ، مینې او عواطف به تمثیلوي ، د دې داستان لپاره یادښتونه زیرمه کوم، خو داچې څه وخت به یې لیکل وپیلوم ، نه پوهیږم ، ښایي هېڅکله به ژوند دا چانس رانه کړي ، څوک خبر ؟
پوښتنه: تاسې داستان او رومان څه ډول راپېژنئ؟ ادب پوهانو لنډ داستان ډول ډول تعریف کړئ دی. تاسې کوم تعریف غوره بولئ؟
ځواب: داستان د انساني ژوند د تمثیل ادبي ژانر دی . پخوانیو انسانانو کیسې جوړولې ، ویلې او نظم کولې یې . ډیر زاړه داستانونه منظوم وو ، سادوانو ( ګرځنده ترنم ویونکیو) به په کوڅوکې داستانونه بیانول اوخلکو به اوریدل ، اناګانو او نیکونو به خپلو خېلخانو ته په اوږدوشپو کې کیسې ویلې . کیسې له افسانو ، اسطورو ، تاریخ ، افکارو اوپندونوسره ګډې وې. په ختیځ کې مهابهارت ، راماین ، کرینکا ودمنکا ( کلیله ودمنه)، ګېلګمېش ، زرویوه شپه ، شهنامې ، د شیشکو او دیوانو کیسې ، فولکوریکې افسانې خورا مشهورې دي ، په لویدیځ کې هم له یوناني ایلیاډو اوډیسې یې درونیسه تررومي افسانو او دعصر عتیق لویدیزوشویو اسطورو پورې ټولې هغه کیسې دي ، چې د لرغوني بشریت ژوند راپيژني ، ګڼې داکیسې په نظمونوکې ویل شوي دي ، ددې لپاره چې اسانه حافظې ته وسپارل شي او له یوه نسله وبل ته ورسول شي. په دې توګه موږ ګورو چې کیسې ، نکلونه او افسانې خورا زړې دي ، مګر لنډه کیسهShort Story ، ناول Novel او رومان نسبتاً نوي ژانرونه دي .
لومړنی معلوم رومان په اولسمه پیړۍ کې د میګل سروانتس ( دن کیشوت ) دی ، چې د (۱۶۱۶- ۱۵۴۷) کلونو ترمنځ یې ژوند کاوه . لومړني لنډ داستانونه ـ په یوه روایت ـ په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې د جوواني بوکاچیوداستان او( دکنتربري په حکایتونو مشهور) دجفري چاوسر لیکلي داستانونه ګڼل شوي دي، خو د کیسه پېژندونکیو له نظره له اوسنیو تعریفونو سره سم یې لنډ داستان نه شو ګڼلای . که داسې وي ، نو له نویو تعریفونو سره سم لومړني داستانونه د امریکايي ادګارالن پو او روسي نیکلای ګوګول داستانونه دي ، چې دواړو د نولسمې پیړۍ په پیل کې ژوند کاوه . پښتو ته لنډه کیسه او ناول دواړه دشلمې پيړۍ په پیل کې راورسېدې او په یوه انګېرنه دواړه ارواښاد راحت زاخیلي لیکلې دي.
لنډه کیسه دیوه کرکټر دژوند دیوې برخې کیسه ده ، چې په یوه ځل ( قرائت ) ولوستل شي ، حال داچې ناول د ګڼو کرکټرونو د ژوند د څوبرخو کیسه ده ، چې د څومره والي له نظره هم ترلنډ داستانه لوړ اولوی وي .
دکیسې رغوونکي عناصر داسې شمېرلای شو : موضوع ، منځپانګه ، زمکه ( زمینه ) ، طرحه ( پلاټ ) ، تضاد ، شخصیت ( کرکټر) ، لید لوری.
پوښتنه: د يوه نوښتگرانه لنډ داستان او ناول ځانگړتياوې کومې دي او په ټوليز ډول د پښتو داستاني ادب لپاره ریالیزم غوره بولئ که کوم نا ريالېستي ښوونځی، لکه رومانتېسېزم، اېکسپرېشنېزم، اېمپرېشنېزم يا اېکزېستنسيالېزم…؟ او دک و دلیل یې څه دی ؟
ځواب: ما مخکې وویل ، چې زه د داستان لیکنې عملي تجربه نه لرم ، خو کیسې او ناولونه مې ډیر لوستلي دي ، هر عصر ، ټولنیز وضعیت او دلوستونکیو رواني تنده د منځپانګې او بڼې له مخې د ناولونو نوښت ټاکي. زه په خپله هغه کیسې خوښوم ، چې خوځنده وي ، لید لوری یې روښانه او د کرکټرونو رواني څرنګوالی یې ماته په زړه پورې وي. د بېلګې په توګه کله چې زه داستایفسکي لولم ، دسوداځپلي او ستومانه انسان رواني تلوسه احساسوم او ښايي ځکه راته په زړه پورې وي ، چې زه به یې له کرکټرونو سره ځان همرنګه احساسوم، خو د نیکولای کازانتزاکیس په ناولونو کې مې هغه تریخ طنز خوښیږي ، چې غواړي درته ووایي : آیا ژوند په دومره جدیت ارزي ؟ په داستان کې هغه پیغام مهم دی ، چې غواړي تاسو له یوه نوي او له تصوره بهر پېښې یا پایلې ته ورسوي. پاتې شوه په افغانستان کې د داستان لیکنې سبک او شیوه ، چې تاسو له یوشمېر نړیوالو هنري مکتبونو سره پرتله کړي دي. ټول هغه مکتبونه چې تاسویاد کړي دي، دځانګړیو تاریخي ، اقتصادي، سیاسي ، فکري ، تعلیمي ، ټولنیزو او اروايي پېرونو( عصرونو) زیږنده دي. چې یو بل ته یې په منظمه بڼه بدلون موندلی دی ، په افغانستان کې زموږ ټولنې دا پړاوونه لانه دي وهلي ، ځکه خو دا ستونزمنه ده، چې تاسو لیکوال ملتزم کړئ ، چې د کوم مکتب پر پله ګام کیږدي او لیکل وکړي ، دلته کیدای شي یوداستان ددې ټولو ګډوله وي ، یا یولیکوال دخپل پیغام درسولو لپاره په یوه رومانتیکه زمینه کې له سمبولیزم څخه کار واخلي اویا هم کله له سانسور څخه د تیښتې لپاه داشیوه غوره کړي . کوم بل لیکوال به دخپل ذهن دسیال بهیر د ازمویلو لپاره دسورریالیزم پېښې کوي او کوم بل به یوازې د تفنن لپاره تعقید ته مخه کوي .
زه فکر کوم موږ ښايي دخپلو لوستونکیو د ذوق اوتندې هنري خړوبولو ته ځیر شو . ما یو مهال دښاغلي اسدالله غضنفر پر یوه بریالي داستان ( غوښه ) لیکنه کوله ، عجیبه وه چې د ګڼو شېوو نښې مې په کې بیا موندلې ، خو حکم مې نه شو کولای چې دا کیسه دې په کوم ( ایزم ) پورې وتړم . پایله مې هم داوه چې دا یو بریالی داستان و، ځکه دخپلو کرکټرونو د رواني عقدو ښه تمثیل یې کولای شو . هغوی چې غواړي دلیکوالۍ لاره وټاکي ، ډیرې مطالعې ته اړتیا لري ، بیا نو باورلرم ، چې خپله لاره موندلای شي .
پوښتنه: یو شمیرلیکوال د خپلو نا پېيلو پنځونو، داستانونو، ناولونو په تېره تکل او گپ و شپ کې خورا خوږه، او له طنز و کنايې ډکه ژبه کاروي، ستاسو په آند د دې لامل څه دی؟
ځواب:طنز دلیکوالۍ مالګه ده، لکه خندا چې دژوند مالګه ګڼله کیږي. کله کله په ډیرو تراژیکو اثارو کې هم د طنزنښې موندلای شئ ، طنز کله پټ وي او دجدي پېښو ترشا تاسو ته سترګک وهي .
په پښتو کیسه لیکنې کې له طنز سره مل داستانونه شته او بریالي لیکوال یې ارواښاد منان ملګری ، سلیمان لایق ، سعدالدین شپون ، عصمت قانع ، وکیل سوله مل شینواری، حفیظ الله تراب اوګڼ شمېر نور دي ، چې دټولو نومونه یې دلته نه شم یادولای . ددغو لیکوالو دکیسو جوړښت دلنډو کیسو یا ناولونو دی ، خو پېښې ، کرکټرونه او ژبه يې د طنزخواږه لري .
پوښتنه: ستاسې له انده لنډه کیسه او ناول او بيا دا دواړه له نورو ناپېيلو(منثورو) ځېلونو (طنز، تکل، نندارمې يا نمایشنامې، فیلمنامې…) سره د میتود له پلوه څه توپیر لري؟
ځواب: لنډه کیسه او ناول دانساني ژوند یوه برخه رانغاړي او یا هم دیوه انسان درواني حادثوتمثیل کوي ، طنزونه له اره دکومیډي په چوکاټ کې لیکل کیږي، او دهدف ترڅنګ دلوستونکي دخندولو پازه هم لري ، نندارمې بیا بیل چوکاټ لري ،چې دداستاني جوړښت ترڅنګ تمثیلي ارزښت هم باید ولري او پرلوبغالي (سټېج) دلوبېدلو وړتیا په کې په پام کې ساتل کیږي. فېلمنامې هم له تخنیکي پلوه کامرې ته دیوه داستان ورسپارل دي ، چې دلید ونکي دسترګوله لارې اخیستل کیدای شي .
پوښتنه: په داستاني ادب کې ټولنیز بدلونونه څه ځای لري، آیا داستاني ادبیاتو زموږ ټولنیزشرایط انځور کړي دي او که نه؟
ځواب: ټولنیز بدلونونه ډیر مهم دي ، دټولنې د پوهې او شعور کچ ، اقتصادي وضعیت ، لیک لوست ، او ټولن ـ اروايي څرنګوالی د داستانونو سبک ، ژبه ، موضوع او کرکټرونه ټاکي . په اروپا کې فیوډالي زمانې خپل داستاني ادبیات درلودل ، دژرژسان ( ولانتین ) ناول یې ښه بېلګه ده ، وروسته د بورژوازۍ له دورې سره سم رومانتیسیسم پیاوړی شو ، ریالیزم دچپ سوسیالیستي ټولنې په طبع برابرمکتب و، بیا مډرنیزم ته مخه شوه ، له نړیوالې جګړې سره د فردیت عقدو نهیلیستي روحیه وزیږوله . همدا اوس زموږپه ټولنه کې دجګړې په وړاندې دشعارونو ادبیات تاوده دي . دا بېلګې ښيي ، چې ادبیات دځانګړیو ټولنیزوشرایطو هنداره ده او اغیز یې ترنورو ژانرونو پرداستاني هغه ډیردی .
پوښتنه: ستاسې پراند داستان لیکونکي څه وکړي، چې مینه وال (مخاطب) یې په چټکۍ سره داستان ته ورننوځي او هغه تر پایه ولولي؟
ځواب: ځان دې د لوستونکي پر ځای وټاکي. د پېښو ، څېرو ، او ډایالوګونو هغه تخنیکي اړتیاو ته پام مهم دی ، چې له لوستونکي سره دداستان په درک کې مرسته کوي ، ښاغلی غضنفر ورته (ریښتیاغوندې توب ) وايي ،د داستان هرحرکت څومره عیني دی او خامخا پېښېدل یې د لوستونکي ذهن او زړه ته لویږي ؟ مانا یې داده چې لیکوال دهرڅه په تمثیل کې باید ریښتینی ښکاره شي. لوستونکی نه غواړي پر هغه څه وخت وبایلي ، چې لیکوال یې د تشو ځایونو د ډکولولپاره لیکي. غواړم چخوف ته منسوبه وینا تکرار کړم : ( که په داستان کې دکوټې پرپرده دټوپک انځور ترسیموئ ، نو پام مو وي ،چې دا ټوپک باید د داستان په یوه برخه کې ډز وکړي اوکه نه هسې مو بیځایه دلوستونکي وخت ورخوړلی دی )
پوښتنه: د یوه داستان او ناول په رامنځته کیدو کې د یوه هیواد بیلابیلې پدیدې لکه جګړه، بیوزلي، او کډوالي او داسې نور… څه اغیز لري؟ ستاسو پر اند یو لیکوال په خپلو آثارو کې جګړه او د جګړې ضد دریځ څه ډول باید انځور کړي؟
ځواب: ما یوبل ځای هم لیکلي وو :
هره جګړه د ځینو خلکو لپاره حماسه ده ، خو د نورو لپاره تراژیدي .
یونانیانو پر ټرای ( تراوا) ښار باندې یرغل وکړ ، چې ددغه ښار له شاه زوی (پاریس) سره تښتېدلې ملکه ( هلن ) بېرته راستنه کړي ، نو دیونانیانو لپاره دحماسو ګڼې سوژې وزیږیدې ، هومر خپل شهکارونه ( ایلیاډ او اوډیسې ) دهمدې جګړې د اتلانو په ستاینه کې ولیکل ، دیونانیانو لپاره د آشیل ( ارکیلېس ) او اوډیسوس ( اوډیسې) پهلوانیو دپیړیو پیړیو لپاره الهام ورکاوه ، خو داپوښتنه هم کېده چې دغې جګړې دټرای دخلکو لپاره څه ډول پایله درلوده ، هغه ښار چې ټول نارینه یې ووژل شول ، ودانۍ یې د اور خوراک شوې او یوازې دسلطنتي کورنۍ نازکې مېرمنې او داشرافو ښکلې لوڼې داسیرو مینځو په کتارکې زنځیر تړلې یونان ته یووړل شوې ، چې د یوناني سرتیرو دهوس ټټرونه ساړه کړي . یوروپیدس په خپله تراژیدي ( دټرای ښځې ) کې ددوی کیسه رااخلي ،په ادبیاتو کې دجګړې ماهیت دوه ډوله دی ؛ لومړی ماهیت یې دګټونکیو له نظره دی او دوهم یې دبایلونکیو ، لومړنۍ ډله دحماسې او ویاړنې په سترګه ورته ګوري ، خو دوهمه ډله دتراژیدي او غمیزې په نظر .
دهمدې لپاره دجګړې د ارواپوهنې ماهرین فکر کوي ، چې په نړۍ کې هېڅ سپیڅلې او روا جګړه نشته ، ځکه هره روا جګړه دهغې د قربانیانو لپاره ناروا او کرکجنه ده .
موږافغانان چې دټولو جګړو قربانیان یو او هېڅکله موجګړه ( په ریښتینې توګه ، له سیاسي پلوه) نه ده ګټلې ، بلکې هرځل مو چې یو ښکېلاکګر وهلی بل راننوتلی دی ، له دې اړخه په بایلونکیو کې یو .
موږ ، چې ډیر په اسانه وژل کیږو او وژل کوو، یو لامل یې دادی ، چې تاوتریخوالي مو په ارواکې ریښې کړې دي . انسانوژنه اروايي ناروغي ده ، چې زموږ په هېواد کې ګڼ شمېر وګړي پرې اخته دي ، هغوی چې انسانان وژني ددې ناروغۍ په سخت حالت کې دي ، نږدې ده ووایم : په ناروغۍ کې لیونتوب ته نږدې شوي دي . هغوی چې داهرڅه ویني ، خو بېتفاوته دي ، هم پر دې ناروغۍ اخته دي ، چې دایې یوڅه کمزوری حالت دی او هغوی چې دانسانوژنې په وړاندې مخالفت نه کوي هم ،ددغې ناروغۍ اغیز منلی دی .
دمیخاییل شولوخوف نامتو رومان ( ارامه دُن ) موږ ته ښيي ، چې څنګه یوانسان په وژنه روږدی کیږي ؟ درومان اتل ( ګریګوري ) کله چې دلومړي ځل لپاره ـ دیوه سرتیري په توګه ـ خپل دوښمن په خپل لاس وژني،داپېښه یې پر اروا ژور اغیزکوي ، هغه ګوري ، چې یو انسان د هغه دتورې تر ټپونو لاندې ریږدي او ساه ورکوي ، اتل فکر کوي ، کیدای شي زه دده پرځای وم ، ولې ؟ آیا دجګړې هدف ددې ارزښت لري ، چې دهغه لپاره دا قرباني یا زه دومره درد او تراژیدي وزغمو ؟ ګریګوري ترډیر اغیز لاندې دی ، خو جګړه دوام لري او دی باید نور خلک هم ووژني او بالاخره داسې کیږي چې هره ورځ څوکسان وژني ، رومان ښيي ، چې څنګه یې اتل له وژنو سره روږدی کیږي او نورنو دخپلو سیاسي باورونو لپاره انسانوژنه ورته لویه ستونزه نه پېښوي . داسې فکر کیږي ، چې دیوه ټولنیز عمل تکرار ورو وروپه ټولنیز عادت بدلیږي او که مخه یې ونه نیول شي ، داسې معافیت ته رسیږي ، چې نورنوپه یوه دود ( رواج ) بدلیدای شي .
زموږ په ټولنه کې انسانوژنه دمعافیت تر بریده رسیدلې ده او دا ویره شته چې له یوه ټولنیز عادت څخه په یوه دود واوړي .
یو لامل یې دادی ، چې موږ عاطفه ورکه کړې ده . زموږ په هېواد کې عاطفه هېره شوې ده او که تاسو دزړه سوي او عاطفې ، اخلاقو یا قانون په اړه خبرې وکړئ ، نو خلک به درته ووايي : زه وروره دا زاړه شیان په اوسني سیاست کې ځای نه لري .
په ادبیاتو اوهنرونوکې دحماسې په نو م تشې لاپې ، له تورو او ټوپکو سره د اتلولیو تړلتیااو دټوپک (ناموس) ګڼل رالوېیدونکي نسلونه له دغو وژونکیو توکیو سره عادت کوي ، او ددوی په زړه کې له دغو کرکجنو وسلو سره مینه پیدا کیږي .
پرلپسې محرومیت موږ له ډیرو عقدو څخه ډک کړي یو . پرلپسې تاوتریخوالي مو په لاشعور کې دبدو څېرو ، وژونکیو او ظالمانو په وړاندې ډیرې عقدې رامنځته کړې دي ، هرکله چې له بل انسان سره مخامخ کیږو ، بدبیني ، کرکه ، بېباوري او عقدې مو ، له (هغه) سره برخورد ټاکي ، داټول لاشعوري انفعالات او کرکې دعاطفې ، مینې او یوپربل باور ځای نیسي. ځکه ،خو موږ بې عاطفه شوي یو او کله چې دشپې پر ټلویزیون ګورو چې په لسګونو کسان وژل شوي دي ، مړي یې راښيي ، وینې ګورو ، دغوښو ټوټې ګورو نو هیڅ ټکان نه خورو ، ټلویزیون چالانه وي ، خو موږ بېغمه مړۍ وهو او دبیګاه ډوډۍ ته دوام ورکوو ، په خپلو منځونو کې خبرې کوو، خاندو ، لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي .
کومه دي هغه ادبیات چې زموږ دا کړنه وغندي او دا راپه یاد کړي ، چې موږ ناروغان یو ، اروايي ناروغان ؟! کومه ده هغه لیکنه ، چې موږ په دې وپوهوي ، چې په خپل ملت کې یوه لویه برخه سادیستان لرو ؟ هغوی چې انسانان وژني او یایې ځوروي هغوی سادیستان دي او موږ په خپل ملت کې دداسې سادیستانو ډلې لرو ، تنظیمونه یې لرو او ان حکومت کې ترټولو زورور خلک هم همدوی دي ، چې انسانان یې وژلي ، ځورولي او که اوس یې هم د ګټو په وړاندې ودریږي ، نو وژني یې یایې ځوروي .
له دې څخه پایله اخلو ، چې موږ دسولې ادبیات نه لرو ، بلکې دسولې په هکله ادبیات لرو.
زموږ شعر دسولې لپاره شعار ورکوي ، زموږ کیسه دجګړې په وړاندې چیغې وهي ، مرده بادجنګ !!! زنده باد سوله !!! دادسولې ادبیات نه دي . شعارونه دي . موږ په شعر کې دسولې مړ او تبجن ارمان انځوروو او له جګړې څخه ژاړو ، خو هېڅکله د یو جګړه مار سادیست اروا ته نه شو ننوتلی ، چې وګورو هغه ولې ناروغ دی ؟ ولې وحشي شوی دی ؟ موږ دیوه قرباني دسترګو وروستۍ ځلا نه ده انځور کړې ، چې پړک یې دقاتل له لاسه چاړه وغورځوي ، یایې دې ته اړکړي ، چې چاړه په خپله ګېډه ومنډي ، زموږ ادبیاتو دومره عاطفي زور نه دی درلودلای ،چې قاتل ځانوژنې ته اړکړي ، چې سادیست سیاستوال لیونی کړي او د انزوا په مغاره یې ورننباسي .
ځکه نو زه وایم ، چې موږ دسولې ادبیات نه لرو . باید رامنځ ته یې کړو .
په امریکایي ادبیاتو کې یو نامتو رومان شته چې ( دتوم اکا جونګړه ) Uncle Tom’s Cabin نو میږي او په کال (۱۸۵۲) کې خپور شوی دی ، لیکواله یې ( هریت بېچر ستو) نومېده ، چې دامریکایي ادبیاتو یوه خورا نوموتې څېره یې ګڼلای شو، دغه لیکواله دخپل دې رومان لپاره دډیرو خلکو له مینې همداراز دګڼو خلکو له کرکې سره مخامخ شوه ، ځکه یو شمېر خلکو فکر کاوه چې په امریکا کې دکورنۍ جګړې دپېلیدو یو لامل دهغې همدغه ناول و، چې د مرییتوب پر وړاندې یې خلک ودرول او خبره جګړې ته ووته ، ان تردې چې دجګړې په تاوده بهیر کې ولسمشر ابراهام لېنکلن دغه لیکواله ومنله او په لومړنۍ کتنه کې یې ورته وویل : (( ښه نو ، ته هماغه کوچنۍ مېرمن یې ،چې یوه لویه ( کورنۍ ) جګړه دې پیل کړه ؟!))
که یو ادبي اثر یوه لویه جګړه پیلولای شي ، ایا په سلګونو ادبي اثار سوله نه شي راوستلای ؟
که اثار ریښتیني ادبي اثار وي او اغیز یې هماغومره وي ، لکه دپورتنۍ بېلګې چې و، خامخا به ویده عواطف راویښ کړای شي او ناروغ سادیست روانونه به د سالمو سوله خوښیو روانونو په وړاندې په شا وتنبوي .
سادیسم یوه رواني ساري او ارثي ټولنیزه ناروغي ده ، چې که عواطف یې پروړاندې راویښ نه کړای شي ، په چټکۍ سره خوریږي ، همدا اوس زموږ په هېوادکې د سیاسي ګټو او ایډیولوژیکو لاملونو لپاره یوه لویه برخه خلک پر دې ناروغۍ اخته دي ، یو شمېريې انسانان په خپلو لاسونو وژني یایې ځوروي او نوره برخه یې داهرڅه ویني ، خوچوپ دي . ادبیات او هنرونه همدلته باید خپله دنده ترسره کړي او دسادیستو ، بېرحمه ناروغو وژونکیو اروا ته ننوځي او خلک په دې خبر کړي ، چې وژونکي نه یوازې دا چې دخپلو کړنو لپاره مشروعیت نه لري ، بلکې ناروغه ارواوې لري او دوی غیرنارمل او ګواښمن شخصیتونه ګڼل کیدای شي ، په دې توګه به وګورو ، چې وژونکي ځانته متوجې شي او دخلکو له کرکې سره به ځان مخامخ وویني ، سوله له همدې ځایه پیلیږي ، کله چې ناروغه ارواوې په دې وپوهیږي ،چې ناروغه دي ، هره سوله باید د انسانانو په روان کې وکرله شي ، ترهغو چې په ارواوو کې سوله رانه شي ، په سیاستونو کې نه شي راتللای او په ارواوو کې سوله ادبیات ـ هنرونه ، اخلاق ، عاطفه ، قوانین او عقاید راوستلای شي . موږ باید په ټولنه کې وروستي څلور ازښتونه بیرته راژوندي کړو ( اخلاق ، عواطف ، قوانین او عقاید) څلور سره ارزښتونه چې نیک له بدو بیلوي او انساني خصلتونه ټاکي ،دلته مړه شوي دي ، کمزوري شوي دي ، هرکله چې ادبیاتو او هنرونو دغه انساني ارزښتونه راژوندي کړل ، بیا نو ویلای شو ، چې موږ هم دسولې ادبیات لرو .
پوښتنه: د ځینو لیکوالو پر اند د یوه هیواد ادبیات هغه وخت وده او پرمختګ کوي، چې له سیاست څخه بیل او یا په بله ژبه له هغه څخه واټن ولري، که چیرې دا خبره پر ځای وبولو، د نړۍ ډیرو سترو لیکوالو سیاسي اندیښنې درلودې لکه (کوندرا، داستایوفسکي، چخوف) اوداسې یو شمیر نورو….، چې ټولو یې سیاسي لرلید درلود، تاسې د یو لیکوال ، روښاندي اوفرهنگي سټې په توګه په دې اړه څه فکر کوئ؟
ځواب: لنډه یې چې درته ووایم ، ډیره سخته ده چې تاسو داستان ولیکئ او ځان له سیاسته وساتئ ، ټولنه د سیاسي انسانانویوه سیاسي مجموعه ده او تاسو د ټولنې مخاطب یاست او سرچینه مو هم ټولنه ده. انسان څلورډوله مخامختیا لري ، له طبیعت سره ، له بل( فرد ) سره ، له ځان سره او له خپل معبود سره . که یوازې خالصه اړیکه یې وګڼو، نو یوازې له معبود سره دانسان اړیکه اعتقادي ده . دا درې نورې اړیکې ټولې سیاسي دي ، ان له ځان سره هم. ځکه خو که داستان یا بل ادبي ژانرغواړي دانسان څلورګونې اړیکې تمثیل کړي ، نو له سیاسته لرې نه شي پاتې کیدای .
پوښتنه: شکسپیر، ګویته، ټاګور، ولتر، بلزاک، هوګو، پوشکین، تولستوی، ماکسیم ګورکي، دانته، داستایوفسکي، چې نړیوال فرهنګیان دي، او د خپلو هیوادونو د پیژندګلوي او شهرت لپاره یې ستر خدمتونه تر سره کړي دي، ستاسې پراند د دوی نوښتونه، نامتو او تلپاتي آثار کوم دي، اوڅه ډول یې ارزوئ؟
ځواب: شکسپیر دانګریزي ادبیاتو پلار بلل کیږي، هغه نه یوازې ډرامې ، شعر او انګلیسي تیاتر ته ډیر څه وبښل بلکې دانګریزۍ ژبې ادبیات یې معیار ته ورسول ، همدا اوس هم معتبره لیکنۍ انګریزي دشکسپیر ادبیاتو ته ورته ګڼل کیږي، ویل کیږي چې دشکسپیر اثارو دمنځنیو پېړیوسخت زړي او پرجګړو روږدي انګریزان معنویاتو ته راوګرځول او ورو ورو یې دیوه لوی اونومهالي مدنیت پراخولوته ورپورته کړل . ګویته په جرمني ادبیاتو کې دیوه رومانټیک لیکوال په توګه دځانګړي ځای خاوند دی ، دغه سترشاعراو لیکوال چې له شرقي ادبیاتو سره هم اشنا و دشیرازي حافظ دغزلو تر سیوري یې خپل شرقي دیوان بشپړ کړ همده د ( فاوست تراژیدي ) ولیکله ، چې له خورا سترو اثارو څخه یې ګڼلای شو ، په دې تراژیدي کې وینو چې ډاکتر فاوست خپل روح پر شیطان ( مفستیو ) پلوري ،چې عیش وکړي ، خو یومهال ګوري ، چې څومره تیروتلی اوځان یې پر ابدي نفرین ککړ کړی دی. دجرمني په کلاسیکانو کې دګویته ځای نه دی ډک شوی، ( دځوان ورتر غمونه ) یې د مینې یو ستر شهکار دی .ټاګور دبنګالي ژبې ترټولو ستر شاعر دی ، چې دمینې او عرفان ستوری بلل کیږی ، نوموړی دشاعرۍ ترڅنګ یو ښه نقاش ، موسیقي پوه او داستان لیکونکی هم و ، له افغانستان سره یې خپله مینه په مشهوره کیسه ( کابلي والا) کې څرګنده کړې ده ، نوموړي دخپلو مناجاتو ( ګیتانجلي ) لپاره دنوبل جایزه وګټله او دا اثر یې د نړۍ په ژوندیو ژبو ، له هغې ډلې په پښتواودري ژبو هم ژباړل شوی دی ، بل شهکار یې ( باغبان ) نومیږي ، چې دوه ځلې پښتو ته راژباړل شوی دی . ولتر دفرانسې داتلسمې پیړۍ نامتو شاعر او فیلسوف و، چې ( آنریاد) ( دبروتوس تراژیدي ) او ( سي میرامیس) یې نامتو شهکارونه دي ، نوموړی دفرانسې په کلاسیکانو کې دانګریزي شکسپیر دکچ شاعر ګڼل کیږي . بالزاک د ټولنیز ریالیزم بنسټګر بلل شوی، دبالزاک داستانونه دلسیزولپاره دځوان نسل په لاسونو کې وو، ده دخپلو لیکنو ټولګه ( انساني کومیډي ) بلله ؛ بابا ګوریو او دزرینو سترګو نجلۍ یې له مشهورو لیکنو څخه دي ، څېړونکي وايي چې دفرانسې په کلاسیکانو کې ترټولو ډیرې لیکنې دبالزاک وې .
ویکتورماری هوګو دفرانسې دانقلاب دوجدان نوم وګاټه. ( بېوزلان ) چې په پښتوهم ژباړل شوی ، (دنتردام شاکړوپی) او ( هغه سړی چې خاندي) یې مشهور آثار دي . نوموړی په فرانسه کې د رومانتیسیزم بنسټوال ګڼل کیږي .
پوشکین د روسي ژبې ترټولو ستر شاعر ګڼل شوی دی ، چې دشاعرۍ ترڅنګ د ماشو مانو لپاره هم خوږې لیکنې لري ، روسان هغه دخپل ملت وجدان ګڼي او فکر کوي ، چې بیا نه تکراریږي . تولستوی د روسي ژبې ستر لیکوال دی ، چې دوه ستر آثار یې دنړۍ په کچ نوموتي ادبي اثار ګڼل کیږي ( جګړه او سوله ) چې له نیکه مرغه پښتوته هم ژباړل شوی اوزماپه سریزه خپور شوی دی، په نړۍ کې دلومړي کتار سترو ناولونو څخه دی او بل شهکار یې (آنا کارنینا ) ده چې زما یې دا اثر ډیر خوښ دی او یومهال مې یوه پراخه لیکنه هم پرې کړې وه. ماکسیم ګورکي ( الکسي ماکسیموویچ پېشکوف) د روسي ژبې ریالیست کیسه لیکوال و، چې دټولنې دټیټ پوړ اتلان یې په داستانونو کې ګورو ، دده خپل ژوند چې له بېوزلۍ او سرګردانۍ سره مخامخ وډیرځله دهغه په کیسو کې ځان راڅرګندوي ، ( دډوډۍ په لټه ) ، ( مور) ، ( درې ملګري ) یې خورا مشهور اثار دي، ګورکي ترخپلې زمانې وروسته دسوسیالیستي انقلاب له برکته ډیر مشهور شو.
دانته الګیري د ايټالیې نامتو شاعر او لیکوال و، چې پر (۱۲۶۵) په فلورانس کې وزیږید او پر (۱۳۲۱) په راوانا کې ومړ. دده نامتو اثر ( الهي کومیډي ) دنړۍ له تلپاتې اثارو څخه ګڼل کیږي. له دې پرته هغه یوشمېرنورې لیکنې هم لري چې د یوڅونومونه یې دي: ( نوی ژوند)، ( مېلمستیا) ، ( پاچایي ) ، خو الهي کومیډي یې ډیره مشهوره ده، په دې اثر کې لیکوال دوزخ ، جنت اوبرزخ ته روحی سفر کوي او هلته دنړۍ له مشهورو څېرو سره خبرې کوي، دکیسې له اتل سره چې متکلم ( پخپله شاعر) دی دهغه ریښتینې معشوقه ( بیاتریسه ) هم مل ده . ګڼ کره کتونکي دغه سفر یو روحي سفر بولي.
او بالاخره د استایفسکي چې د داستان لیکنې په نړۍ کې به یې ځای تر پیړیو تش وي ، د روسيې او نړۍ له پیاوړیو داستان لیکونکیو څخه دی ، مشهور رومانونه یې : ( دکارامازوف وروڼه ) ، ( جنایات او مکافات ) ، ( قمارباز، پښتو ژباړل شوی) ، ( زمکلاندې یادښتونه ) ، ( لوده ) ( پیریانیان ) ، ( سپینې شپې چې پښتو هم ژباړل شوی دی ) ( دمړیو دکور یادښتونه ) او نور دي . د ده په داستانونو کې د کرکټرونو رواني ځانګړنې تمثیلیږي، دکارمازوف وروڼه یې داسې هم تعبیر شوی دی ، چې دا په حقیقت کې دیوه انسان د ننه پینځه ډوله حواس او غرایز تمثیلوي ، کسات ، پوچي ، غریزه او د مرګ وژوند ترمنځ بریدونه د ده په اثارو کې ځانګړی ځای لري ، دنومهالې ارواپوهنې پلار اوتریشي زیګمویند فروید دده داستانونه په غور لوستي وواو په امریکاکې یې په خپلو مشهورو درې ګونو خطابو کې دده له کیسو خپل الهام نه پټاوه، تردې بریده چې ویلي وو، اروپوهنه یې د داستایفسکي له کیسو زده کړې ده .
دا ټول هغه لیکوالان دي چې هریو دیوې مدني دورې ، د یوه فرهنګ او انساني ارمانونو د یوه عصر استازیتوب کولای شي .
پوښتنه : همدا راز موږ افغاني لیکوالان لرو چې زیات رومانونه یې کښلي دي لکه: د هیواد د پیاوړي لیکوال ښاغلي داکتر ببرک ارغند د (لبخند شیطان)،( ۱۱۴۳) پاڼې ، (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود)، (۵۰۰) پاڼې، (کفتر بازان)، (۵۰۰) پاڼې ستر او لوی رومانونه د خوږ ژبي لیکوال ښاغلي داکتر صاحب اکرم عثمان د (کوچهء ما) تاریخي رومان او داسې نور رومانونه لکه: (ښایستو)، (و، نه و یو شپون و) د پوه او مخکښ لیکوال ښاغلي سعدالدین شپون په قلم، (په کور یو لیونی)، د قدر وړ او ښه لیکوال ښاغلي محمد انور وفا سمندرلیکنه، (مینه او جګړه) د ګران لیکوال علم ګل سحر اثر او نور لرو. تاسې څه فکر کوئ زموږ په هیواد کې رومان لیکنه به د سیمې له هیوادونو په تیره بیا زموږ د هم ژبو هیوادونو سره سیالي او رقابت وکړای شي او که نه؟
ځواب:دغه لیکوال چي تاسو یاد کړي ، په افغاني ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري ، د ښاغلي ارغند کیسې مې په تاند زلمیتوب کې لوستې وې، په تیره بیا همدا ( پهلوان مراد واسپې که اصیل نبود) د یوه انسان او اس عجیبه مینه ښيي ، چې یووخت دهغه اس کله چې نورنو وزلوبه نه شي کړای نودقصاب ترچړې لاندې پریوځي او بېوسه پهلوان مراد ته خپلې وروستۍ اوښکې بهوي … دښاغلي اکرم عثمان دځانګړي سبک کیسې مې هم د زلمیتوب د دورې خاطرې دي ، دهغه ( وقتی که نیها ګل میکنند) داستان او دهغه اتل کاکه اکبر مې تل د ذهن پر پرده انځورو ،د استاد شپون د بریالیو ناولونو هرکلي خو وښودله چې بریالي ناولونه کولای شي یوه نالوستې یا نیمه لوستې ټولنه هم په لوستلو روږدې کړي ، یو مهال مې ښه په زړه دي چې د استاد شپون ناولونه له شین ټاغي نیولې تر ( دسمڅې یاران ) هر زلمي پښتانه لوستل او( د بنګي غاړه ) داستانونه خو یې ښاغلي خالق رشید پر خوږه پاړسي هم اړولي وو . په پښتنو کې ترتاسو یادکړیو لیکوالو ګڼ نور بریالي کیسه لیکوال هم شته : ښاغلی زرین انځور، محک ، دودیال ، کرګر، غضنفر ، نصیراحمد احمدي ، ډاکترزغم او ګڼ شمېر نور ، چې دټولونومونه یې خورا اوږد لیست جوړوي ، زه باورلرم ،چې موږ همدااوس هم دکیسه لیکنې لپاره ډیرې سوژې لرواو داسې لیکوالو ته اړتیا لرو ،چې دسوژوغځولو ساه یې پخه وي او له دې اورنیو حالاتو څخه نړیوال شهکارونه راوپنځولای شي .
پوښتنه: موږ غښتلي او پیاوړي لیکوالان لرو لکه غوث خیبري، ارواښاد امین افغان پور، اکبر کرګر، عبدالروف قتیل خوږیاني، راحت زاخیلي او نور چې د ټولو یادونه ډیر وخت نیسي، خو لکه څرنګه چې ښایي د هغو اثارو په خپراوي او پیژندنه کې وړ او دقیق کار نه دی شوی. تاسې یې دلیل په څه کې وینئ؟ دولتي چارواکي تل د نشت په اړه خبرې کوي خو هغه څه چې شته د هغو په باب چوپه خوله دي.
ځواب: زموږ دوه لویې ستونزې دي ، یوه داچې لاهم د کتاب لوستلو فرهنګ نه دی عام شوی ، له لوستلو سره مینه کمه ده ، یوخو فقر دی او بل له بده مرغه داعادت دسرکارله خوا نه دی هڅول شوی ، دښوونې اوروزنې او بیا لوړو زده کړو چاپیریال مو نیمګړی دی ، زده کوونکی لوستلو ته نه هڅول کیږي،ټوله زده کړه داستادانو دزړو او شوړیدلو کتابچو په نوټ پورې تړلی دی ، شاګرد نه کتابتون پيژني او نه هم له نوټه پرته دلوست پر ارزښت پوهیږي . دهمدې لپاره دلوست عادت نه دی عام شوی ، دوهمه ستونزه دژباړې نشت یا کمښت دی ، نه بهرني اثار پښتو ته راژباړل شوي دي او نه هم پښتو هغه دهڅونې په پار نړیوالو ژبو ته ، دهمدې لپاره زموږ ادبیات دیوه هېر شوي او بې ګودره ټاپو ادبیاتو ته ورته دي ، چې نړۍ یې لانه پيژني اودوی لا نړۍ نه پيژني ، زه باورلرم ، همدا زما اوستا په مرکه کې چې پر کومو نړیوالو اثارو غږیدلي یو ، یو شمېر ځوانانو ته خوند نه ورکوي ، دوی به فکر کوي ،چې موږ د پیریانو په ژبه غږیږو ، دوی لا هم له نړیوالو سترو شهکارونو سره دخپلو تخلیقاتو دپرتلنې له پایلو څه ویریږي او نه غواړي پرته له خپلو ګوته شمېر اثاروڅخه دنوربشریت له لیکنو او افکارو څخه خبر شي ، نږدې ده ووایم ، چې موږ هغه ملت یو ، چې نه فکر تولیدوو او نه هم فکرمصرفوو .
پوښتنه: له سانسور پرته یوه آزاده او دیموکراتیک تشيال( فضا)، د داستاني آثاروپه لیکنو کې د یو لیکوال په هڅونه او لمسونه کې څومره اغیز لري؟
ځواب : سانسور څوډوله دی ، سیاسي سانسور ، اخلاقي ټولنیز سانسور او رواني سانسور . ځينې مهال استبدادي بنسټونه یا حکومتونه لیکوالان سانسوروي یا د حاکمیت له ویرې لیکوال ځان سانسوروي ، ځینې مهال لیکوال ددې لپاره ځان سانسوروي ، چې له اخلاقي ارزښتونو، ټولیزو باورونوسره ټکر نه شي یا یې هم ځاني وقار ته دزیان اړولو ویره دې ته اړکوي ، چې ځان سانسور کړي . بل رواني سانسور دی ، دانسان رواني پېښې ښيي ، چې دنیمه شعور او بشپړ شعور ساحې دانسان لاشعوري زیرمې نه پریږدي ، چې راووځي او دفکرپه مرسته دبیان وړتیا خپله کړي، چې دې ته رواني سانسور ویلای شو .
دادبیاتو دتحول په تاریخ کې ګورو چې بېلابېلو لیکوالو او دلوړو اثارو هستوونکیو هڅه کړې ، چې ځان له هرډول سانسورڅخه وژغوري ، ایهام ، رمز ، اشارې ، ژور تخییل ، سېمبول هستونې او دذهن دبهانده خوځښت انځورولو ته یې مخه کړې ، کله یې ځان له سیاسي سانسوره ساتلی ، کله له اخلاقي ټولنیزو قیدونو څخه تښتېدلی او کله یې هم دخوبونو او هذیان ( پرتو) په مرسته له رواني سانسوره دځان ژغورنې هڅه کړې ده . له دې ټولو سره سره هېڅ داسې اثر لا هم نه دی خلق شوی ، چې له ټولو سانسورونو څخه خلاص وي . ښه اثر هغه باله شي ، چې دسانسور سیوری پرې کم وي . دانسان دروني نړۍ له عجیبو معماوو او پېچلو پېښو څخه ډکه دنیا ده، دانسان ټولنیزې تجربې نورو نسلونو ته په زړه پورې دي . انسان کړای شي دخپل تخییل په مرسته داسې ښکلا وپنځوي ، چې نورو ته دذوقي مصرف په زړه پورې زیرمه شي ، ځکه خو که دا رواني پېښې ، ټولنیزې تجربې او ښکلاییزې پنځوونې له سانسوره خلاصې وي ، هماغومره به یې مصرفوونکیو ( لوستونکیو) ته په زړه پورې وي. دلیکوالۍ لپاره پرانیستې ذهني فضا دومره اړینه ده لکه کب ته چې اوبه ضروري دي .
پوښتنه: ادبي کره کتنه څه ډول ارزوئ، او کله داسې هم پیښه شوې چې تاسې پر خپلو آثارو او دنورو لیکوالو پر اثارو کره کتنه ترسره کړې وي؟
ځواب : ادبیات دټولنې او اوکره کتنه دادبیاتو دوجدان حیثیت لري. کره کتنه دادبي انارشۍ او ګډوډۍ مخه نیسي او دګټورې مطالعې شونتیا ډیروي ، په هغوټولنو کې چې کره کتنه کمزورې وي ، دادبي اثارو نامنسجمه ، تکراري او بېخونده ګڼه ګوڼه پر ادبیاتو دخلکو باور راکموي ، دهمدې لپاره کره کتنه دادبیاتو دژوند اوبقا ترټولو اغیزمن ځواک دی . ادبپوهنه له آره په درېیو برخو ویشل کیږي : ادب تاریخ ، ادب تیوري او ادبي کره کتنه ، ګوروچې له لویه سره ادبي کره کتنه دابپوهنې یوه رغوونکې برخه ده . موږ دکره کتنې له اړخه په ښه حالت کې نه یو، کره کتنه مو له لومړي سره له جدي سانسور سره مخامخ ده ، یاویریږو چې څوک خواشینی نه شي ، یاویره لرو چې سیاسي ستونزه به راجوړه شي ، یامو ویره وي ، چې له کوم ټولنیز قرارداد ( اخلاقو ) سره ټکر نه شو. یو لامل یې دادی ، چې دکره کتنې په ډولونو او میتودونو نه یو خبر ، کره کتنه یوازې دې ته نه وايي چې دیوه اثر نیمګړتیاوې رابرسېره کړویا یې په ستاینو ځان ستومانه کړو، کره کتنه په حقیقت کې داثارو شرح او تفسیر دی ، دپوښلیو څنډو رابرسېرول یې دي. ما یوه دوره دپښتو دنومهالې شاعرۍسیستماتیکه او منظمه کره کتنه پیل کړې وه ، زه همدلته په پوره جرئت اعتراف کوم ، چې زما هغه کار نیمګړی و، داکار مې له نن څخه پوره څوارلس کاله پخوا بشپړ کړی و ، چې زما تجربه او پوهه لا ډیره نیمګړې وه ، خو بیاهم هغه مهال له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه او څو معتبرو مجلو یې پرلپسې خپرول دیوه امتیاز په توګه وغوښته ، دا لړۍ بیا وروسته ( دورېښمو تول) په نامه زما یوکتاب شو، چې اوس نایابه دی . تر دې ورهاخوا ما پر ځینو داستاني اثارو هم تحلیلي کره کتنې کړې دي ، دښاغلي اسدالله غضنفر پر ( غوښه ) کیسه زماکره کتنه ( غوښه او چاړه ) څوځلې خپره شوه او ( دتولستوی اناکارنینا او دژرژسان ولانتین ) پرتلیزه کره کتنه مې هم داویایمې لسیزې په پای کلونوکې خپره کړې وه ، زما ( اروايي ښامار) پخپله یوه څېړنیزه کره کتنه ده چې دپوهاند بهاءالدین مجروح پر ادبي اثارو مې کښلې ده ، زما خوښیږي ، چې هرکله پرممتازو ادبي اثارو بېلګه یي کره کتنې وکاږم ، چې هراړخیزه کره کتنه دود شي، خو له ډیره بده مرغه چې دګڼو بوختیاوو له امله دغې هڅې ته ډیر وخت نه مومم .
ها ! ستاسو دپوښتنې دبلې برخې په اړه ؛ دخپلو لیکنو په اړه مې هېڅکله دلیکلې کره کتنې هڅه نه ده کړې ، ځکه زه چې کله خپلې پخوانۍ لیکنې بیا ګورم ، نو په پوره بېرحمۍ ورسره چلند کوم ، هومره چې لیکلای یې نه شم .
پوښتنه : ځینې کره کتونکي د داستاني شخصیتونو د (روانکاوی) په اړه مخالف دریځ لري، پدې دلیل چې داستاني شخصیتونه ریښتینې څیرې نه دي، لدې کبله د څیړنې او پلټنې وړ یې نه بولي. تاسې په دې تړاو څه فکر کوئ؟
ځواب : د کیسې هر کرکټر یو حقیقي ادبي ـ هنري شخصیت دی ، چې رواني پېښې او د شخصیت څرنګوالی یې خورا مهم دي ، هرڅوک چې په یوه تخلیقي اثرکې د شخصیتونو له روانکاوي سره مخالف وي، نو ډاډه یم ، چې په اهمیت اوارزښت یې نه دی خبر.
د داستانونو کرکټرونه په حقیقت کې د لیکوال دشخصیت او روان دځینو برخو استازیتوب کوي ، د داستانونو پېښې او حوادث به تخیلي وي ، خو د کرکټرونو رواني څرنګوالی یې هرومرو د لیکوال د روان اوتفکر په حقیقت کې ريښه لري ، ځکه خو دې اړخ ته د کره کتونکي پام ساتل خورا مهم ګڼم .
پوښتنه : له بده مرغه تر اوسه موږ د ادبي کرکتنې د تدریس او زده کړې په برخه کې پاملرنه نه ده کړئ او له بلې خوا پدې برخه کې د باوري او علمي منابعو نشتوالې بې امني او جګړه یز ناتار او له دغې حالت څخه د پردیو ناوړه ګټه اخیستنه د دې لامل شوي چې ځینې تش په نامه ادبي او فرهنګي ټولنې او مرکزونه رامنځته شي چې پدې برخه کې د ځینو پروګرامو او فرهنګي غونډو په جوړولو سره خپل ځانونه متخصصین بولي دغه دروغجن متخصصین د څیړلنو پر ځای د هیواد پر غوره اثارو باندې د تش کره کتنې پر نامه د هنري اثر په جزیاتو ډډه لګوي او خپل ګډوډ او زهرجن استنباط وړاندې کوي د اثر منځپانګې په نظر کې نیولو پرته خپل ځانګړې ذوق او کله هم سیاسي تمایلات پکې ډاګیزه کوي، د سیاسي او اخلاقي جاج اخیستنې سره د یوه لیکوال ځانګړې ژوند په همدې موخه په پام کې نیسي. تاسې پدې برخه کې څه لید لرئ؟
ځواب : هو ! ستاسو تحلیل بیخي سم دی ، زه دادبیاتو دیوه شاګرد په توګه ددې شاهد یم ، چې زموږ په ادبپوهنځي کې دکره کتنې متخصص استادان ، له نړیوالو او نویو پرمختللیو سټندردونو سره سم تدریسي پروګرام ، وړ سرچینې او کتابونه نشته. په ادبي محافلو کې هم دې لوړ ارزښت ته پام نه ساتل کیږي ، هاغه غونډې هم چې دمخکتنو او یادغونډو په نامه یادیږي ، ډیرې یې په ستاینو اوکله کله په غندنو پای ته رسیږي.
ددې لپاره چې پرمختللې معیاري کره کتنه دود شي ښايي دادبي کره کتنې تدریسي نصاب نوی شي ، متخصص استادان یې تدریس کړي، په پوهنځیو کې عملي کره کتنه تمرین شي ، په نړیوال کچ بریالۍ کره کتنې ولوستل شي او بیا وروسته دڅو بریالیو اوریښتینو کره کتنو ټولګه ددې لپاره خپره شي ، چې ځوان لیکوال او کره کتونکي یې میتودولوژي زده کړای شي.
پوښتنه: ځینې بیا د هیواد د داستان لیکنې له بهیر څخه بې خبره دي د دوی نظریات د هغو معلوماتو پر بنسټ ولاړ دي چې نورو د خپلو سیاسي او عقیدتي دریځ له مخې وړاندې کړي دي. د بیلګې په توګه ځینې وایي : موږ (رومان) نه لرو پداسې حال کې چې « خوشه های خشم» د ( اشتاین بک) اثر، «پلی بر رودخانۀ درینا » ( د نوبل جایزې ګټونکي د ایو آندریچ اثر)، «رود بار آهن» د ( سیرافیموویچ) اثر، «زنگها برای کی به صدا درمی آیند» د ( ارنست همینگوی) اثر، په څیر زموږ لیکوالو هم د نړۍ د لیکوالو په سطحه په لوړه کچه رمانونه لیکلي دي او زیات لوستونکي هم لري د بیلګې په توګه د ښاغلي ببرک ارغند د (لبخند شیطان) تاریخي رمان او یا (سفر پرندګان بی بال) چې د زیاترو نظر خاوندانو له خوا د یوه غوره او تلپاتې اثارو په توګه څیړل شوي دي، خو له بده مرغه د هیواد په د ننه کې د دغو اثارو د چاپ او تکثیر په اړه هیڅ ګام نه دی پورته شوی، خو بیا ځینې ټولنې او محافل چې د ګاونډیو موخې او هدفونه تعقیبوي زموږ غوره او نامتو اثار بابیزه بولي او ناوړه مو غوره ګڼي. تاسې د دې مسلې دلیل په څه کې وینئ؟
ځواب : موږبه ښه اثار لرو ، خو له بده مرغه دلته دلوست ، ارزونې ، پرتلنې ، ژباړې ، او نازولو کمی ددې لامل ګرځي چې ممتاز ادبي اثار ( که شعروي که نثر) هستیږي، یو څو کسان یې لولي او بیا هیریږي ، دا ټولنیزه ستونزه ده . افغانستان د Readership یا لوست ( مطالعې – قرائت ) له نظره دنړۍ په خورا وروسته پاتې هېوادونو کې دی ، دلته دلوړ تیراژ شمېر زر ټوکه دی ، نو فکر وکړئ ، چې لوست څومره دی ؟ زما اوستا په هېواد کې لیکل او لوستل ( ګټه ) نه راوړي ، نو څوک سر نه پرې خوږوي . دا د (ګابریل ګارسیامارکز) هېواد نه دی ، چې خلک یې دنوي کتاب دژر خپراوي لپاره دکور ترشا راغونډيږي او زرګونه کسان ورڅخه غوښتنه کوي ، چې دخپل نوي رومان کار ژر بشپړ کړي ، ځینې خلک یې دنوي رومان لیکلې برخې په هغو لویو بېلبورډونو کې لولي ، چې دښار پرڅلورلارو لګول شوي دي ، دا د (جی . کې . رولینګ) هېواد نه دی ، چې لیکوالې به هر سهار سلګونه لیکونه ترلاسه کول چې خلکو به یې دکتابونو داتلانو په اړه ورته لیکلي وو.
دلته، ستاسو ترټولو ستر شاعر یا کیسه لیکوال باید دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره چیرته مزدوري یا منشي توب وکړي ، چې بیا لیکلو ته وخت ومومي او ګېډه یې وږې نه وي ، نو پایله اخلو چې نه افغانستان د ( همینګوې ) هېواد دی او نه به یې دلیکوال کیسه د (کړنګاني دچالپاره کړنګیږي ) ځای ومومي .
پوښتنه: د (پهلوان مراد …. ) رمان د دریم ځل لپاره په کابل کې د چاپ په ګاڼه سمبال شو. دغه رمان زیات مینه وال لري. تاسې دا اثر څه ډول ارزوئ؟
ځواب : (پهلوان مراد واسبې که اصیل نبود) مې ډېر پخوا لوستلی و، ښايي دښوونځي په لسم یا یولسم ټولګي کې به وم ، ځکه خو مې حافظه ډیره مرسته نه راسره کوي ، چې اوس یې بشپړه ارزونه وکړای شم . هغه څه مې چې په یاددي ؛ داستان دافغاني ټولنې طبقاتي توپیر راښيي ، دهېواپه شمال کې دوزلوبې ، کلیوال او ښاري ژوند په زړه پورې انځورونه لري او هغه څه یې چې هغه مهال ماته ډیر په زړه پورې و، د یوه اس Personification یا شخصیت جوړونه ده ، چې په ډیرځواک سره هغه عاطفه تمثیلوي چې دده او دخاوند ترمنځ یې شته ، زما یې دهغې شیبې تصویر تل په ذهن کې شته چې کله یې قصاب ته سپاري نو له خپل ناتوانه او ژوبل خاوند سره په سترګو کې خبرې کوي او غواړي ډاډ ورکړي .
پوښتنه: زموږ د ادبیاتو په تاریخ کې ( فیمینیستی ) اثار په کومه کچه کې دي؟ او ولې دغه ډول اثار زموږ په هیواد کې له بې پروایې سره مخامخ دي، پداسې حال کې چې موږ د سیده حسینه ګل، تورپیکی قیوم، صفیه حلیم، شیما غفوري، نیلاب موج سلام، او پروین پژواک په څیر زیاتې لیکوالې لرو. ایا ستاسې په نظر دا په هیواد کې د نارینه و د واکمنې لامل دی او که پدې برخه کې کوم بل لید لرئ؟
ځواب : موږ او تاسو دیوه نرواکي اومذکر تاریخ مولود یو ، چې دخپل تاریخ پاڼې راواړوې نو یا وینې ورڅخه رابهیږي ، یا دکله منارونو څلي په کې ښکاري ، چې تاریخ ګورې نو دنارینه وو لښکرې دي ، چې له تورو اونیزو سره لروبرکیږي ، دښکلا ، مینې ، عاطفې ښځینه غږونه په کې ډیر لږ دي تر همدې څولسیزو مخکې ستا دهېواد ښځینه شاعرانې یا ( مخفي ) ګڼل کیدې یا ( محجوبه ) یا هم ( مستوره ) . لرغونې رابعې له دې ویرې چې دمینې تور پرې ونه لګیږي، دټولنې له ویرې په حمام کې خپلې وینې وبهولې، داهغه ټولنه ده چې نارینه یې په وژلو او وهلو نه شرمیږي ، خو ښځې یې له دې ویرې ځانونه وژني چې د(مینې) تورپرې لګول شوی دی . دلته بېرحمي ، وژل او وهل دغیرت په مانا ده او مینه او عاطفه بېغیرتي ګڼل کیږي. ځکه خو په مدونو ادبیاتو په تیره بیا داستاني ادبیاتو کې دښځې حضور ، دهغوی مینه او عاطفه ، ښکلا او غوښتنې قدغن ګڼل کیږي . یوازې په لنډیوکې ( چې ویوونکې یې څوک نه پيژني ) دښځو هراړخیز حضور ، دمینې ، ښکلا ، هوس ، غوښتنواو محرومیتونو پریمانه جلوې موندلای شئ .
پوښتنه: په یوه ټولنه کې چې د گروهو(عقایدو) او فرهنګ سانسور وي، ستاسې پراند پر شاعر، داستان لیکونکي او لیکوالو څه نقش واغیز درلودای شي، څه ډول مبارزه ورته په کار ده ؟
ځواب: روښانفکري ( نه ) په کارده ، چې دا ټول بوتان راونړوي او د ( ازاد افغان انسان ) غږ پورته کړای شي .
دروښانفکرانه ( نه ) مفهوم هغه وخت راوځلیده ، چې د دودونو او نوښت ( مډرنیتې ) تقابل د انسانانو د ژوند پر شرایطو محسوس شو .
موږ لا روښانفکران نه لرو ، نو د روښانفکري ( نه ) غږ به له کومه شي ، ترهرڅه وړاندې د یوه افغاني رنسانس په پایله کې ښايي یو افغاني روښانفکري نهضت رامنځته شي ، چې د یادو سانسورونو مخه ونیولای شي .
پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالوآثاراوشعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څومره ارزښتناک او ګټور بولئ؟ او دا راته وویاست چې د یو ښه متن په ژباړه کې کومو بنسټیزو اصولو ته باید پاملرنه وشي؟ ایا تاسې پکې ونډه اخېستې او که نه؟
ځواب:ژباړه هغه پول دی چې ستاسو فرهنګ له نورې نړۍ سره تړي ، موږ چې دژباړې په کمزورتیا او ان کله کله په تشه اخته یو دهغې لرې پرتې ټاپو په څېر یو چې دنورې نړۍ وهمي تصور او مبهم غږونه له لرې څخه اورو ، خو هغوی پېژندلای نه شو او نه هم ځان ورپېژندلای شو . راځئ دارواښاد کشککي له ژباړې ( په پټه دپټوپلټنه ) څخه یې راونیسو تر نن پورې مو دنړۍ دبېلابېلو ژبو څومره ستر شهکارونه راژباړلي دي ؟ دګوتو په شمېر . خپل مو څومره دنړۍ نورو ژبو ته ورژباړلي ؟ ښايي هيڅ یا ښايي یوازې څو. ترهغو چې دژباړې یو ملي غورځنګ رامنځته نه کړو نه په نړۍ پوهیدلای شو او نه هم ځان ورپيژندلای شو . دژباړې لپاره ترټولو لوی اصل په دواړو ژبو بشپړ حاکمیت دی ، چې دبلې ژبې اثر په حقیقت کې له سره په خپله ژبه کې ( هست) کړي . دا په دې مانا چې ژباړه یوازې را اړونه نه ، بلکې خلاقیت هم دی .
ما دژباړې یوه هڅه کړې وه ، دخپل ارواښاد درانه استاد اسد اسمايي په مرسته مې دنړۍ ستر شهکار ( دټرای ښځې ) چې یوناني یوروپيدس منظوم کړی و، په پښتو شعر راژباړلی دی ، چې له نیکه مرغه خپره شوې هم ده . تر دې هاخوا مې دارواښاد استادمجروح د (اژدهای خودي ) دپاتې ټوکونو منظومه ژباړه هم پیل کړې ده ، چې له بده مرغه دوخت دکمي له امله ډیرپرمخ نه یم تللی ، هیله ده یومهال یې بشپړه کړای شم .
تردې ورهاخوا مې لا بل داسې دپام وړ کار نه دی کړی .
پوښتنه: ستاسې له انده زموږ دهیواد د هنر، ادب او فرهنګ د ودې او پرمختګ په لاره کې کومې ستونزې او خنډونه پراته دي. آیا زموږ لیکوال، رسنوال( ژورنالیستان) کولای شي د دغو ستونزو او خنډونو پر وړاندې مبارزه وکړي؟
ځواب: ستونزې خو ډیرې دي ، بیخي ډیرې … خو زه یې یودوه لويې درته شمارم ، لومړۍ لویه ستونزه چې هم سیاسي ده هم اقتصادي او هم فرهنګي هغه زموږ ټیټ ټولیزشعور دی .لکه مخکې مې هم چې وویل : موږلاهم فکر نه شو تولیدولای ان چې لافکر مصرفولای هم نه شو .
موږ یوه بېوزله ټولنه یو ، لامو دخپلو مادي او معنوي سرچینو سم کارول نه دي زده کړي او فرهنګ مو دغیرت دڅولاپو او ځانستاینو مجموعې ته ورته دی ، چې د ( انسان) وجود په کې په سختۍ موندلای شئ ، زموږ فرهنګي هڅې هم دسیاسي او تاریخي هغو په څېر انسانمحوره نه دي . ویاړ محوره ، غیرتمحوره او تاریخمحوره دي . موږ هغه کمزوری وجود یو چې دنړیوالتوب له چټک کاروان سره مزل نه شو کړای ، ځکه نوددې کاروان تر پښو لاندې پراته یو او ددې کاروان په هیاهیو کې مو څوک چیغې نه اوري ، زموږ ادبیات دکاروان ترپښو لاندې شوي د یوه کمزوري وجود ځګیروي او چیغې دي ، چې نړیوال یې نه شي اوریدلای .
پوښتنه: تاسې د یو شاعر، لیکوال او آزمویلي رسنوال په توګه زموږ د هیواد ځوان لیکوال پښت ته د شعروشاعرۍ او داستان لیکنې په برخه کې کومې سلا مشورې ورکولای شئ او وړاندیزونه مو ورته څه دي؟
ځواب: ډیر لنډ به یې درته ولیکم : ( افغان انسان ) دې دخپلو ټولو هڅو په مرکز کې راولي . تر دې وروسته هرقلم باید پر دې ستومانه کړو چې :
افغان انسان څه ستونزې لري ؟
افغان انسان ولې وږی ، لوڅ او بېکوره دی ؟
افغان انسان دنړۍ له نورو انسانانوڅخه څه کم دی ، چې دهغوی په څېر دانساني ژوند ښه شرایط نه لري ؟
افغان انسان ولې ځوریږي ؟ رواني ستونزه یې څه ده ؟ تاریخي عقدې یې کومې دي ، ولې په بېرحمۍ محکوم دی ؟ ولې ترټولو ډیر په انسانوژنه ( هغه هم خپل هېوادوال وژلو) بوخت دی ؟ عاطفه ورڅخه چیرې تللې ؟
افغان انسان ولې پرمختګ نه شي کولای ؟ ولې مینه نه شي کولای ؟
د افغان انسان دننه څه تیریږي ؟ ولې تیریږي او څنګه به له دې رواني مخمسې څخه ځان وژغورلای شي ؟
اوبالاخره د افغان انسان دژغورنې ، ویښتیا ، روښانتیا ، راپاڅولو ، متشکل کولو او دده دانساني ژوند دشرایطو دښه کولو لپاره څه کول په کاردي؟
په یادمو وي چې زه ادبیات نه شعاري کوم ، بلکې غواړم انساني ، عیني اومثبت بدلون راوستونکي شي .
پوښتنه: ګران لیوال صاحب ستاسې ټولې لیکنې او ادبي آثار د خورا ستاینې اودرناوي وړ دي، خو هغه آثارمو، چې مینه والو ډیر خوښ کړي وي، راته په ګوته کړئ؟
ځواب: دا ډیره سخته پوښتنه ده ، نه پوهیږم ، خو چې څومره مې اوریدلي دي ، زما آزاده شاعري او درېګونې منظومې ( هوسۍ ) ( ارشاک او اوشاس) ( لام او ایلینو) ډیرې لوستل شوي دي او ډیرو لوستونکیو ته یې پیښې په یاددي ،چې فکر کوم دلته به دیوه بریالي ادبي اثر ځانګړنه وي.
زه ستاسو قدرمن، هڅاند او ګران دوست لیوال صاحب څخه د زړه له کومې مننه کوم چې یو ځل بیا مو زما پوښتنو ته پوره او کره ځوابونه راکړل. ستاسو د خوشالیو، نیکمرغیو او بریاوو په هیله.
په ډیردرنښت اوادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود