امرالدین سرحد : دچادرې پښتون
ما څې لیدلی و دا مشر پسرلی**
کلونه تیر شول دی هماغه پسرلی**
مونږڅې واړه وو کلي کور پیژانده**
په ښوو خبرو کې مالوم و پسرلی**
دجهاردرې پښتون،خو ګران په ازبک**
دی منی نه ودهر چا و پسرلی**
دی په خبرو کې قاضي ودحق**
په روغه جوړه کې هغه وپسرلی**
خیرې یې لږوي خوزیږې وي دیرې**
لنډیې مطلب،یو پوه استادو پسرلی**
خبرې کړلې دتاریخ له مخې**
جومات ملا ویل په حق دی پسرلی**
ده مسلې کولې خلکو ته تل**
پخې ترې پاتې شوي اوس نشته پسرلی**
ژړا اوس مه کوي نور بس کړئ وروڼوو**
دادب باڼوو نه یې جوړکړئ پسرلی**
دغه میراث علمي ګاڼه دټولوو**
ژوندئ یې ساتو خزان نشي پسرلی**
الله دې وبښه استاده زمونږ**
سرحد ژړلي ولې لاړه پسرلی **
مسکو د۲۰۱۴ کال دجنوری دیارلسم