انالله و انا الیه راجعون
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان نامتو شاعر او لیکوال، د پښتو غزل بابا ارواښاد محمد صدیق پسرلی، خپل ځان حق ته سپارلی دی. لوی استاد، د شعري او ادبي بریاوو تر اړخ، د افغان ادبي بهیر، د مېرمن ادبي او کلتوري بهیر، مصور خپرندوی بنسټ او د علم او ادب د خپراوي ټولنې په جوړېدو کې، ګټورې، بې ضرره، نرمې، معتدلې او نېکې سپارښتنې او لارښوونې، تل ددغو ادبي بهیرونو او ټولنو د لارې مشال وې. استاد د پښتنو لیکوالو او شاعرانو تر منځ، د یووالي او اتفاق ژوندی څلی و. استاد ټول لیکوال او شاعران، د زړه له کومې، ادبي کارونو او مسوولیتونو ته تشویق او هڅول، د وخت په ارزښت یې پوهول او په شعر او ادب کې یې، په معیار باندې ټینګار کاوه. د استاد بل لوی صفت دا و، چې خپل بچیان یې، ژمن لیکوال او ژورنالیستان وروزل او هغه یې په دغو دواړو برخو کې، د استادۍ تر کچې پورې ورسول. له دې امله یې، په دې برخه کې ، د نورو لیکوالو او ادیبانو لپاره، یو په زړه پورې مثال قایم او ډېر ارزښتناک بنسټ کېښود. نو ځکه ویلی شو، چې استاد په اوسنیو ادیبانو او شاعرانو کې، یو ځانګړی او استثنایی مقام لري. د افغانستان په اوسنیو پښتو ادبیاتو او معاصر ژورنالیزم باندې، ددغې ادبي کورنۍ مثبتې او جوړوونکې فکري اغېزې، تر لمر روښانه دي.
د زرمت فرهنګي ټولنه، په ګډه سره، د پروردګار عالم(ج) په لوی دربار کې د دعا لاسونه لپه کوي اومرحوم استاد ته، په فردوس جنت کې ابدي ځای غواړي.
په قبر دې نور شه
د زرمت فرهنګي ټولنې مشرتابه پلاوی
23/10/1392