اروا ښاد ممنون صاحب یو له هغه درنو او قدرمنو سټو څخه و، چې په ټولنیز، سیاسي په تیره بیا ادبي او فرهنګي ډګرکې یې فعاله ونډه لرله.ده د خپل هیواد د ملي ګټو، د هیوادوالو د اتحاد او اتفاق او د ملي وحدت په برخه کې نه ستړیکیدونکي او نه هیریدونکي هلې ځلې تر سره کړي دي.
د ارواښاد ممنون صاحب په خبرو او د محتوا څخه ډکو ویناوو کې د هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه نغښې او ځلیدله.
خدای بښلی ممنون صاحب زما ډیر نږدې دوست او ملګری و، دی زموږ د هیواد علمي، ادبي، فرهنګي ، او د پاک او سپیڅلي اوصافواو اخلاقو خاوند، زړه سواندئ، صادق او د ټینګ عزم او ارادې شخصیت و.
په ډیر خواشیۍ سره خبر شوم چې ارواښاد ممنون صاحب په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.
انالله وانا الیه راجعون
زه په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، خپل ګران او قدرمن دوست مواج صاحب او د ده درنې کورنۍ او دوستانو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود