د خالد ریحان او غضري صيب د[سروضې] په کلي يوشعرليکلی
تاسوته دې ډالئ وي
خدايزده چي ولي مي په زړه کشي ګرزېدلې سروضې
لکه نغمه دخيال په تارمي شرنګېدلې سروضې
ريحان
باور دې وشه نن مې روح دتا تصويروه ټوله
په هر یو رګ کې مې په مینه ځغلیدلې سروضې
غضري
لکه پرئ به دالهام را باندي وورېدې
[غزل غزل مي په غزل کي غزېدلې سروضې]
ريحان
دلته دا ټوله ښکلا هسي یومجاز ښکاریده
ته وې بس ته زما په لیمو کې رغړیدلې سروضې
غضري
دشاعرزړه له زخمي ګله به مي هرصبحدم
لکه دپرخي څاڅکي څاڅکي څڅېدلې سروضې
ريحان
خپلې اينې دي دښکلا له زوره اور اخیسته
په هر غاټول کې مې نظرته مسیدلې سروضې
غضري
ماشوم هوس به مي خاړپوڅي کړې شروع در پسي
ته به هينداري غوندي ورو ورو پړکېدلې سروضې
ريحان
برون مې ځان باندي ګمان دجنتي شوی وو
پرون مې حوري ستا په غیږه کې لیدلې سروضې
غضري
کژه وژه مهينه لار دي پکي جوړوله
دزړه په غره کي مي چينه وې بهېدلې سروضې
ريحان
ټول کائنات به دي د حسن نندارې ته راتلو
چې د بوډۍ په ټال به کله ځنګیدلې سروضې
غضري
ديادرڼاته به دي مادشپې سندري ليکې
دزړه په تاخ کي مي وې شمعه لګېدلې سروضې
ريحان
دزړه کودې کې دې راشین وو یو نیمژوانده ریحان
تنکی سهاربه یې په عطرو لمبیدلې سروضې
غضري