(تاج رحیم)
دا بجلی سہ بلا دہ ۔ خلک ئے پہ عذاب کڑے دے۔ پخوانے وخت خہ وہ دا عذاب خو نہ وہ کنہ۔ مونگ خو بجلی پیژندہ ھڈو نہ۔ رنڑا د پارہ خو خدائے لیتکے جوڑ کڑے وہ یا نمر وہ ۔ پیرنگے غٹ حرامی دے ۔ھغہ کارونہ کوی چے خدائے نہ دی کڑی ۔ چرتہ چی لاڑ شی نو زان پسے سہ نہ سہ داسے غویمہ پریدی چے ورستو ورباندے خلک ٹول عمر کڑیگی۔ دا بجلی نہ وہ نو مونگ ایغ نیغ پختانہ وو ۔کور بہ وہ، پٹے بہ وہ، حجرہ بہ وہ۔ نور د دنیا د غمونو نہ پہ ڈڈہ وو ۔ پیرنگی راتہ بجلی راوستہ نو پہ کفر ئے اختہ کڑو ۔ کنے سم دم بے غمہ ناست وو۔ د مونز اودس غم بہ وہ راسرہ۔ د رنڑا او تیارے غم نہ وہ۔ اوس بے د بجلئ ، نہ بانگ وئیلی شی، نہ اودس کیدے شی او نہ مونز۔ نہ ڈوڈئ پہ قلارہ خوڑلے شو، نہ اوبہ سکلے شو۔ کہ پنکے بند شی نو نہ سم ساہ اغستے شو۔ اصل کے دا ٹول چل ئے پیسے تہ جوڑ کڑے دے۔
سبق چیانو تہ ئے لگہ فائیدہ ورکڑے دہ ۔ پخوا بہ مونگ د سکول ھوم ورک د نمر پہ رنڑا کے خلاصولو کہ شپہ بہ شوہ نو یو لاس کے لیتکے او بل کے کتاب یا تختئ ۔ استاذ تہ بہ مو د لوڈ شڈنگ بھانہ نشوہ کولے۔ اوس کہ پہ ٹی وی د ڈرامے نہ وزگار نشے او ھوم ورک درنہ پاتے شی نو شاگرد وائی“ سرجی ! لوڈ شڈنگ ” او سر جی ھم د دے نالائقہ شاگرد پہ تائید کے وائی ” خدائے دے دا لوڈ شڈنگ غرق کڑی ٹول قام ئے د لاسو خپو شل کڑے دے ۔ او تعلیم لہ خو ئے بیخ ویستو” او شاگرد مسکے شی او زڑہ کے لوڈ شڈنگ تہ د مدام ژوند دعا اوکڑی۔
اوخياران وائي د دنيا ټوله ترقي د بجلئ په برکت ده . رختيا وائي چرته چے بجلي شته هغے خلکو ترقي کړے ده . هر سہ پہ رنڑا کے لیدہ شی ۔ نو ھغئ خہ او بد پہ رنڑا کے وینی۔ او زمونگ بجلی خو زی او رازی کلہ کلہ۔ بس لکہ د ڑندو ناست یو ۔ او چے د بجلی بریخنا ناساپہ راشی نو دومرہ لارے او وینو چے ورتہ پہ سوچ شو چے کور تہ پکے کومہ لار تلے دہ نو بیا تیارہ شی۔ پہ دے جوڑ ٹولہ شپہ پہ خوشے میرہ کے پہ ویخہ تیرہ کڑو چے سحر شی نمر سترگہ او وھی نو چار چاپیرہ او گورو نو پتہ اولگی چے ناست پہ خپل کور یو۔ ھسے مو کور میرہ گنڑلہ ۔
وائی د پیرنگی پہ ملکونو کی دومرہ بجلی دہ ۔ او ٹولہ ئے زمونگ نہ پٹہ کڑے دہ۔ ھلتہ دومرہ رنڑا وی چے ورز خو ورز دہ، شپہ ھم ورز وی۔ زکہ خو ھغئ لکہ زمونگ کور نہ خطا کوی۔ کور ورتہ میرہ، او میرہ ورتہ کور نہ خکاری۔
یرہ د واپڈا د پارہ مے ڈیر سوچ اوکڑو چے د کٹ نہ ئے پاسوم خو داسے مرض ئے پہ وجود انختے دے۔چے نہ مری او نہ روغیگی۔ غوگونہ ئے کانڑہ شوی دی، سترگے ئے ڑندے شوی دی، لاس خپے ئے شل دی۔زڑہ ئے دومرہ بیمار دے چے ھارٹ اٹیک ورلہ ھم د یرے خوا لہ نہ رازی ۔ ھاضمہ ئے دومرہ خرابہ دہ، چے د رشوت ٹولہ پیسہ خداے خبر پہ کومہ مخہ زی، ٹولہ بجلی پخپلہ خوری ۔ بس دغہ خپلہ بجلی ورلہ دومرہ طاقت ورکوی چے نہ مری ۔ نو دا ژوند د مرگ نہ ھم بد دے ولے پہ خیٹہ کے ئے داسے چینجی دی چے ساہ ختو تہ ئے نہ پریدی ۔ خدائے دے پہ مونگ رحم اوکڑی ۔
پیرنگی، امریکے، او یھودو زمونگ ٹولہ بجلی شپہ او ورز پٹہ وی ۔ نو ولے زمونگ لاس خپے مات دی چے مونگ ترنہ ھیس نہ شو پٹہ ولے ۔ کہ گورے نو زمونگ عقل ھم دوئی پٹ کڑے دے ۔ دوئی خدائے غرق کڑہ ۔ مونگ تہ ئے سہ پریخی نہ دی ۔ بس دغہ د خدائے نمر ئے رانہ نہ دے پٹ کڑے ۔ خو اوریدلی مے دی چے نن سبا ئے د نمر رنڑا پٹہ ولو چل ھم زدہ کڑے دے۔ وائی چے لوئے لوئے شیشے او آئینے ئے جوڑے کڑے دی ۔ د بلڈنگونو پہ چتونو او خوشے میرو کے لگولی دی ۔ د ورزے پکے د نمر رنڑا پٹہ وی او د شپے دغہ رنڑا زان تہ بلہ وی ۔ ڈیر چالاکہ قوم دے ۔ دومرہ طاقتورے آئینے ئے جوڑے کڑی دی چے د نمر دومرہ رنڑا پکے پٹہ ولے شی چے لوئے لوئے فیکٹرئ ورباندے چلوی، ریل گاڈی او بسونہ ورباندے چلوی ۔ نو کہ مونگ د دوئ نہ پہ بیعہ دا آئینے پٹے کڑو یا ئے ترنہ واخلو او د خپل کورونو پہ چتونو ئے اولگوو نو د نمر نہ پکے رںڑا د ورزے پٹولے شو او بیا دا رنڑا زمونگ خپلہ دہ۔ د شپے ورباندے خپل د بجلئ لیتکی بلہ ولے شو۔
زما یو ڈاکٹر اشنا لہ د ھغہ د کلی نہ خوشخبری راغلہ چے کلی تہ بجلی راغلے دہ ۔ ڈیر خوشالہ شو چے د کلی والو قسمت رنڑا شو۔ وئيل ئے مور او پلار مے بڈاگان شوی دی ۔ اے سی بہ ورتہ اولگوم چے پہ آرام ئے وخت تیریگی ۔ یو میاشت پس د مور پلار لیدو لہ کلی تہ لاڑو ۔ چے واپس راغے نو خپہ خپہ وہ ۔ تپوس مے ترنہ اوکڑو چے کور خیر وہ نو جواب ئے راکڑو ۔ چے کلی تہ د بجلی پہ راتلو خوشالہ شوے وم ۔ د پاکستان بجلی دے ورکہ شی۔ یوہ گینٹہ د ورزے رازی او یوہ گینٹہ د شپے چے خلک اودہ شی نو رازی۔ د داسے بجلئ نہ خو نہ بجلی خہ وہ ۔
زمونگ یو پیرنگی ملګري دا خبرہ واؤریدہ نو زر ئے تپوس اوکڑو چے ھلتہ غارمہ وی ؟ نو جواب مو ورلہ ورکڑو چی ھلتہ یو خدائے شتہ او بل د نمر داسے غارمہ چے ژوندے سنڈہ ورباندے وریتیدے شی۔ نو زر ئے صلاح راکڑہ چے بیا سولر پینل ولے نہ لگوئ ۔ نو مونگ دے خپل عقل تہ حریان شو۔ چے د سولر پینل دا نوم خو ھرہ ورز اؤرو ، خو چرے مو ورتہ غور نہ دے کڑے ۔ د دے پیرنگی سرہ دے خدائے خہ شی ۔ پیرنگی خو پہ ٹولہ دنیا د ھر چا سرہ خہ کڑی دی خو دا مونگ داسے سپیرہ خلک یو چے خپل ٹول گناؤنہ، بدکارئ او کمزورئ د پیرنگی پہ سر ورمنڈو ۔
ڈاکٹر صیب پہ ھغہ ساعت پہ انٹرنیٹ کیناستو او پہ لاھور کے ئے د سولر پینل ڈیلر پیدا کڑل ۔ سودا ئے ورسرہ د دے زا ئے نہ اوکڑہ او پہ ھفتہ کے دننہ دننہ، د ڈاکٹر صیب پہ کلی کے، د مور پلار د کور پہ چت سولر پینلے اولگیدے او د شپے نہ ورز جوڑہ شوہ ۔ د واپڈا پہ تارونو کے بجلی وی او که نہ وی خو د ڈاکٹر صیب کور د بجلئ د رنڑا سرہ پڑکیگی، پنکی چلیگی، د فرج یخے اوبہ پریوانہ۔
خلکو دا اولیدہ چے ھر پلہ تیارہ او د میاگانو پہ کور کے بجلی دہ ۔ پہ کلی کے خبرہ خورہ شو چی میاگان بجلی پٹوی ۔ سنگہ ئے پٹوی ؟ دا تپوس چا نہ کولو۔ آخر د غلا خبر د واپڈا دفتر تہ او رسید ۔ دوہ کسان پہ سرکاری جیپ کے تحقیقات لہ راغلہ ۔ اول د میٹر نہ چاپیرہ او گرزیدل، تارونہ ئے او کتل، پہ دے کے ورلہ د ڈاکٹر صیب مشر ورور د کورہ را اوت۔ او تپوس ئے ترنہ اوکڑو چے تاسو سوک ئے او د دے میٹر تارونہ ولے راکاگئ ؟
”مونگ د واپڈا تحقیقاتی افسران یو ۔ خبر شوی یو چے تاسو د بجلئ غلا کوئ“
”سنگہ ئے کوو؟“
”چے لوڈ شڈنگ وی، بجلی نہ وی نو ستاسو کرہ بجلی بلیگی ”
”ھاؤ بلیگی“
”دا خو ڈیر غٹ جرم دے او سزا ئے قید ھم کیدے شی“
”نو بیا سہ کیدے شی؟ ”
”کہ مونگ خپلو کے خبرہ خلاصہ کڑو ۔ نو ستاسو رپورٹ بہ نه ورکؤو“
”خہ تاسو لگ اودریگئ ۔ زہ رازم“ او کور تہ لاڑو
دے نندارے تہ دکلی وزگار لو ئے واڑہ راجمع شوی وو ۔ یو مشر پکے دے دواڑو تہ او وے َ۔ دا میاگان زورور خلک دے ۔ طماچے ٹوپک لہ کورتہ تلے دے ۔ زر خپے اوباسئ ۔ ھسے نہ چے َ۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ھغہ دواڑو په منډه جیپ تہ وراودنگل او پہ سم تیز سپیڈ د ھغے زا ئے نہ لاڑل او بیا چرے سوک خکارہ نشول ۔خو د بد مرغه د واپډا ډيوټي د کلی د جمات ملا واغستہ میاگانو تہ ئے زڑہ ھسے بد وہ ۔ بھانہ ئے بیا موندہ د جمعے ٹولہ خطبہ ئے میاگانو پسے وقف کڑہ ۔ خطبہ خو اوگدہ وہ ۔ ولے زمونگ سکول کالجونو کے ٹول علم پہ خُلاصو کے وی نو زہ بہ درتہ د ملا خطبہ پہ خُلاصہ کے بیان کڑم ۔
ملا صیب او وے ـ ” الله پاک په قران کے وائي چے نمر مے د ورز ے د پاره پيدا کړے دے چے تاسو پکے خپل کارونه اوکئ ، او تياره د شپے د پاره چے پکے ارام او خوب اوکئ،او که سوک د پيرنګي په لاره زي او نمر رنړا د شپے بله ئي نو هغه د خدائے په کارونو کے خيانت کوي . پہ ورز د قیامت بہ ترنه اللہ حساب غواړي ۔ او ددے حساب نہ بہ خلاصون اسان نہ وی کہ داسے خلک میاگان وی کہ پیران وی ۔۔۔۔ ” ډاکټر صيب په سکائپ باند ے هره ورز کور درونړو سره خبرے اترے کولے . رونړو ورته د ملا ګيله اوکړه او وے ئے که ته اجازت راکړ ے نو سم به ئےاوډبوو ـ خوله به ئے بنده شي ـ ډاکټر صيب ورته او وے په قلاره کينئ ـ وهل ډبول مه کوئ ـ ما د زکوٰۃ پیسے ایستے دی ۔ جومات لہ بہ پہ ھغے پیسو سولر پینلے اولگؤ ۔ او بلہ ھفتہ کے پہ جومات کے سولر پینلے نصب شوے او یو تار ئے د ملا صیب کور تہ ھم بوتلو۔
او چے ھر پلہ لوڈ شڈنگ تیارہ کڑہ او جومات او د ملا کور د رنڑا نہ پڑکیدو نو ملا ڈیر پہ چرت کے شو او پہ گیرہ ئے پہ خوشالئ لاس راخکو او د جمعے خطبہ (پہ خلاصہ کے ) داسے وہ ۔
” الله پاک فرمائي اے مسلمانانو، کور ناسته پريدئ، بهر اوزئ سِیرُو فی الارضِ ۔ چار چاپیرہ اوگورئ ۔ ما تاسو لہ سہ سہ جوڑ کڑی دی ۔ ھڈو نمر تہ او گورئ ۔ پہ دے نمر کے مے درلہ د ورزے رنڑا ایخودے دہ نو د شپے د پارہ مے درلہ پکے بجلی ھم ایخودے دہ۔ د میا گانو پہ کور دے ٹول عمر برکتونہ قائم وی چے ھغو پہ نمر کے دا بجلی اولیدہ او دا کلے او جمات ئے د واپڈا د تیارو او بِلونو نہ خلاص کڑل۔ ۔۔۔۔۔۔ ”