افغانان د يو ستر ازمون په درشل کې!
عبدالله ابک
دا خبره اوس په يوه دود بدله شوې چې افغانان په جګړه کې مېړني خو په سياست کې ناکام دي.
ټاکنې هم يوه سوله ييزه جګړه وه خو ګوته په کې د ماشې پر ځای په قلم راوڅرخېده او بالاخره دا سوله ييزه او ولسواکه جګړه هم په ګټه تمامه شوه.
خلکو د انتحار، انفجار، درغليو، مايوسيو او نورو ټولو ګواښونو سره سره ميړانه وکړه، ډګر ته راووتل او خپل ولسواک رول يې ولوباوه. رايه يې ورکړه او ورسره يې د درغليو مخه هم څه ناڅه ونيوله.
بله ښه خبره دا وه چې دا ځل اکثرو د وراسته قبيلويت پر خلاف پوهې او تفکر ته رايه ورکړه. چې دا هم يوه ستره بريا وه.
اوس ولسمشرکرزی غواړي چې له خپل ناکام سياسته کار واخلي او يو ائتلافي حکومت او يا د خلکو په اند سهامي شرکت جوړ کړي. د ده هدف دا دی چې خپله مافيايي ډله او کورنۍ همداسې حاکمه او غاصبه وساتي چې هم له محاکمې بې غمه وي او هم خپلو ناروا لاسته راوړنو ته دوام ورکړي.
همدا راز ولسمشر کرزی غواړي چې هيڅکله هم تر ده قوي حکومت جوړ نه شي او ښه حکومتولي رامنځته نه شي، بلکې تر ده کمزوری حکومت جوړ شي چې دی له پېغوره خلاص شي او خلک ووايي چې تر ده خو هغه ښه ؤ.
همدا راز د شمال ټلوالې ټوپکوال هم په دې دولس کلونو کې د ولسمشر کرزي د هلو ځلو له برکته سياستوال شوي دي. دوی هم سر له اوسه ډنډورې خپرې کړي چې بايد ائتلافي حکومت جوړ شي کنه نو خلک به پاڅون وکړي، ګډوډي به جوړه کړي او حکومت ته به ستونزې او خنډونه جوړ کړي.
نو بې له شکه چې د راتلونکي حکومت مشرتوب به له دې خنډونو سره مخ شي خو خدای مه کړه که تر اغېز لاندې يې راشي نو هغه د (تغير او دوام) خبره به هسې ټاکنيز شعار او د خلکو تېرويستل شي.
ځکه ولسمشر کرزی او شمال ټلواله په لاپو شاپو او غورو دربو کې ډېر مهارت لري. دوی دا دولس کاله بهرنيان په همدې تېر ايستي دي چې که پلانکی ټوپکسالار له واکه ګوښه شي نو اسمان به راوغورځوي او که د دې بل واک ته خطر پېښ شي نو غره ته به وخېژي.
همدا سبب دی چې بهرنيانو جګړه مار او ټوپکواکان په سپينو چکونو ونازول او ملت يې پرې يرغمل کړ.
دا چې نوي حکومت ته د خلکو سترګې دي او د (بدلون او دوام) عملي بڼه غواړي نو بايد راتلونکی ولسمشر تر ټولو ړومبی بهرنيان په دې قانع کړي چې دا هغه شل دولس کاله پخواني جګړه مار نه دي چې بيا به غرونو ته وخېژي. دوی د غرونو ختلو توان له لاسه ورکړی دی. لومړی خو اکثره زاړه او ناروغ دي او که کوم يو په کې ځوان او شيمه لرونکی وي هغه هم اوس هغه پخوانی غرنی نه دی. بلکې اوس بهرنی پانګوال دی. په اروپا، امريکاو دوبۍ او نورو بهرنيو هيوادونو کې بانکي اکاونټونه لري، تجارتونه او شرکتونه لري. په افغانستان کې ښارګوټي او لوړپوړې ودانۍ لري، لوڼې او بچيان يې په مستريح ژوند اموخته دي نو دوی بيا هيڅکله هم د غره ختلو جرأت نه کوي، بلکې خپله پرده غواړي او هغه دا چې څوک ترې دغه شته شتمني وانخلي چې د غلا او فساد، غصب او مافيا له لارې يې راسته راوړې ده. نو راتلونکی حکومت بايد د دوی پر سر د محاکمې شعار د زړوندې تورې په څېر وکاروي او سر پورته کولو ته يې پرې نه ږدي.
ولې زما هدف دا هم نه دی چې يوازې يو قوم يا يوه ډله دې حکومت وکړي، بلکې وړ خلک په هر قوم او هره سيمه کې شته نو د وړتيا له مخې دې يې رامخته کړي او د ولسمشر کرزي ناکام سياست دې تاريخ ته وسپاري چې د قومي، قبيلوي مصلحتونو له مخې يې چارواکي ټاکل او وزارتونه يې وېشلي وو.
نو دا بايد ومنو چې راتلونکي ګټيالي له ستر ازمون سره مخ دي او که له دې ازمېښته ووتل نو معلومه به شي چې هم جګړه ګټلی شي او هم سياست کولی شي.