(تاج رحيم)
مور ته مې په ډيره تابعدارئ جواب ورکړو.” نه مور! خپه کيږے ولے . چې ته پرے خوشاله ئے نو لس شيرينئ خو راوله . ماته قبول دي“
”بس بس يوه ډيره ده . لس مې نه دي پکار“ مور او وے
”نو بيا بسم الله که. نن ئے او غواړه او صبا ئے کور ته راوله“.
” دومره بے صبره کيږه هم مه. اول خپل تعليم سر ته او رسوه نو بيا به ئے درله کور ته راولم“
هسے خو خداے زۀ پيدا کړے د عشق د پارہ يم . ډیر کم خلک ئے عاشقان پیدا کړی دی ۔ حاسدان او رقیبان پہ شخړو ۔ دا حاسدان او رقیبان نه پخپله په عاشقئ پوهيګي او نه بل عاشقئ ته پريدي . پہ دے حقیقت زۀ پہ ھغہ ورز پوھہ شوم چې پہ وړومبی ځل پہ یو جینئ میئن شوم ۔ دا جینئ نه وہ د جنت حورہ وہ ۔بس رنگ ئے لگ غوندے تور وہ، پہ وجود لگہ درنہ وہ او زما نہ پہ عمر کے لگہ مشرہ وہ۔ دغہ يو څو کاله د پاسه د دیرشو کالو بہ وہ ۔ زۀ لا د دیارلس څوارلس کالو وم ۔ دغہ ديارلس څوارلس کاله اصلی د عاشقئ عمر دے۔ د شل کالو پہ عمر کی عاشقی خو د بوډا والی عاشقی دہ ۔ ورستو مې د بوډا والی دا عاشقی ھم کړے دہ ۔ یقین اوکئ ھیڅ خوند مزہ ئے نہ وی ۔ دغہ خو د وادہ عمر وی ۔ د عشق عمر پورہ شوے وی۔ او کہ د جانان سرہ دے وادہ اوشو نو عشق سر تہ رسیدلے وی۔او پاتے ژوند د نان په غم کې تيريږي۔
زما دا وړومبئ مینہ د یوسی ایچ ہسپتال یوہ کرسچن نرسہ وہ۔ ما خو مخکے ذکر اوکړو چی زما نہ یو پنځلس شپاړس کالہ مشرہ وہ ۔ مینہ خو د زړہ شے دے د عمر نہ دے نن که زما نه مشره ده نو خير دے، ټول عمر خو به مشره نہ وي۔ د لږے مودے خبرہ وہ زہ بہ ھم د دیرش کالو شوے وم ۔ او ھسے ھم پنځلس کالہ څہ ډیر فرق نہ دے۔د سترګے پہ رپ کې بہ تیر وہ۔ بس د دے د مذھب راسرہ لږ فکر وہ خو دومرہ ډیر فکر ھم نہ وہ ۔ کہ کرسچنہ دہ نو وی دے۔ چې زړونہ یوبل تہ نزدے وی نو د مذھب پکے څہ کار دے۔ لږ د مور او پلار د ډډے یریدم ۔ چې مور خو مې پخہ او سوچہ مسلمانہ دہ نو د ھغے سرہ بہ ئے پہ څہ جوړ ګذران کیږی۔ ولے بیا مې دا مسئلہ ھم حل کړہ ۔ اسانہ خبرہ دہ کلمہ بہ ورتہ او وائیم ۔ مسلمانہ بہ ئے کړم۔ بلا ډیر ثواب بہ او ګټم۔ او دا بہ ھم خدائے او بخی ۔ او کہ معاملہ زما پہ سوچ او نہ چلیدہ او د دے مور پلار ورلہ د مسلمانیدو
اجازت ور نہ کړو نو خیر دے نہ دے مسلمانیگی ۔چے زما کور تہ راشی نو سادر پړونے به اخلي، سر به پټوی۔ د مانزہ په چل بہ ئے پوهه کړم چې د مور مخکے دے پہ دروغہ مونز کوی۔ نو بس ھر څہ بہ سم شی۔ او کہ د دے مور پلار ورلہ د مسلمان سرہ د وادہ اجازت نہ ورکوی نو هم خیر دے ۔ مونږ پښتانه په بل چل هم پوهيږو.
اصل کيسه رانه په نورو خبرو پاتے شوه چې په مس ليزا څنګه مئين شوم . وائي چې هر څه بره په اسمان کے د مخکے نه ليکلي شوي وي نو هغه ليک په دے جوړ وه چې زبير له ملاقات د پاره ايف سي کالج ته لاړم . زبير زما د سکول ملګرے وه. په سکول کے زما نه يو کلاس سينئير وه او زۀ يو ځل په اتم کے فيل شوے وم نو په دے حساب زما نه دوه کاله مخکے شوے وه . اوس دے په فسټ ايئر کے وه او زۀ لا په سکول کے په نهم کے وم . خو دوستانه په خپل زائے وه . نو ده زۀ د کالج کينټين ته بوتلم او د چائے سره ئے راباندے انګريزي کباب، فرنچ فرائز او څه نوره بلا هم اوخوره وله. د کينټين نه را او وتو نو دے انګريزي خوراک راله په ګيډه کې سم اتنړ واچوو . يو سي ايچ خوا کے وو چې دړد زيات شو نو سمدستي ئے هسپتال ته ور دننه کړم . په ايمرجنسي کے ئے د ګرګړو والا کټ کے سملولم . ډاکټر راغے چار چاپيره ئے واړولم راواړولم . خيټه ئے راله دباؤ رادباؤ کړه، وه ئے ټسوله خو په څه پوهه نه شو نو په چلډرن وارډ کے ئے داخل کړم . ما شور جوړ کړو چے زۀ څه ماشوم خو نه يم په نهم جماعت کے سبق وائيم او که اتم کې فيل شوے نه وے نو اوس به په لسم کې وم. خو زما شور زوګ ته چا غوګ کے نه خودلو. ډاکټر يو نرسے ته د راتلو اشاره اوکړه نو نرسه مخے ته شوه. ما ورته په غور نه وو کتلي . ډاکټر ورته او وے دے هلک له په ګيډه دوه درے ځله لږ مالش اوکړه . سم به شي . ډاکټر لاړ، نرسه هم لاړه خو لږ ساعت پس واپس راغله . يو ډبلے او مالوچ ئے په لاس کې وو . زما کټ خوا کې اودريده . زما د خيټے نه ئے کميس اوچت کړو . مالوچ ئے د ډبلي په تيلو کې غوپه کړل او زما په خيټه باندے ئے او مږل. مالوچ ئے خوا کې پروت ډبے کې اوغورزول او په لاس ئے زما په خيټه مالش شورو کړو . هغې چې خپلے نرمے نرمے ګوتے زما په خيټه کيښو دے نو زما په سترګو کې د بجلئ پړکا شوه او زۀ لکه چې جنت ته اورسيدم . هسپتال غيب شو او زما کټ د رنګا رنګ ګلونو نه ډک ښائيسته باغيچے کې پروت وه او په سپينو جامو کې يوه ښائيسته حوره راله په خيټه په مالش لګيا وه . او د هغے د لاسو نه يوه داسے خوږه بجلي زما وجود ته ننوته چې داسے خوږ خوند ما په ټول عمر کې چرته نه وه ليدلے. يقين مې راغے چې زۀ د دنيا نه رخصت شوے يم، جنت ته راغلے يم او دا په سپينو جامو کې د تور رنګ ښائيسته، لږه غټه غوندے حوره زماپه خذمت لګيا ده. او په زړه کې مې د خدائے شکر ادا کړو چې جنت او ښائيسته حوره ئے ماته او بخښله. ما لاس ورمخکے کړو چې د حورے دا نرم نرم لاس په خپل لاس کې اونيسم چې دے کې يو کرخت غوندے اواز ” پاسه ډوډئ اوخره“ باندے راويخ شوم . يوه توره بد شکله زنانه خوا کې ټيبل باندے ډوډئ، پياله کې اينګولے، او د اوبو ګلاس کيښودلو. يو دم د جنت ټول خوند رنګ غيب شول . د هسپتال هغه سپيره کمره وه . د دغے تورے زنانه نه مې تپوس اوکړو ” هغه چرته لاړه؟“
”څوک، نرس ليزا؟“
” هؤ هغه“ .
” د هغے چوټي شوے ده . صبا به راځي“
او د صبا په انتظار مې تر قيامت پورے اوږده شپه کله په ويښه کله په اوده تيره کړه . او سحر چې هغه راغله نو د سر نه تر خپو ورباندے مئين شوے وم .
په راتلو سره ئے په ما اواز اوکړو ” ببلو، طبعيت دے څنګ دے؟“
په زړه کې مې ورله جواب ورکړو چې نيک بختے زۀ ببلو نه يم – ځوان جان ځلمے يم او په تا د زړه د اخلاصه مئين يم. ډير زر به ته زما ناوے شے او په ښه ټنګ ټکور به دے خپل کور ته بوزم. سوچ مې اوکړو که ورته وائيم چې ښه يم نو هسے نه چې د هسپتال نه مې خارج کړي او کور ته مې اوليږي. په ورو غوندے مې ورله جواب ورکړو ”دړد مي لا شته . که يو څو ورزے راله ته نور مالش اوکړے نو يقين مې دے چې روغ رموټ به شم“
” زۀ ستا نوکره خو نه يم چې تا له به هر وختے مالشونه کوم .“
دوه ګولئ او د اوبو ګلاس ئے راکړو ” دا اوخره، سم به شے او که په دے هم سم نه شوے نو بيا به درله يوه غټه ستن او وهم نو په هغے به پخپله سم شے“
په زړه کے مې ورته په ډير خاموشه جواب ورکړو چې خدائے دے په نيکه لار واړه وه. ستن خو تا ماله په زړه وهلے ده. بلے ته حاجت نشته. اوس خو چې ستا سترګو کې مينے ته ګورم نو زما په زړه د پرهر کار کوي. خو څه مې کړے وے هر جانان په خپل عاشق په دے رنګ د مينے چاقوان چلوي. دا دے هم خپل وس اوکړي
ډاکټر راغے . تپوس ئے اوکړو څنګه ئے . ما ورته او وے . لا دړد مې هغه شان دے . هغه لږ غوندے مسکے شو او د هسپتال نه ئے چوټي کړم او راته ئے او وے دا د امتحان د يرے دړد دے . پخپله به سم شي . ما ورته جواب ورکړو ” ډاکټر صيب امتحان خو مې درے ورځے اوشوے چې خلاص شوے دے. اوس يره د څه شي؟“
”نو د فيل کيدو د يرے دړد به وي“
جواب مې ورته څنګ ورکړے وے. دے د مينے د مرض ډاکټر خو نه وه . چې زما په مرض پوهه شوے وے . څه مې کولے شو . د ده د قلم يو ټکي ”ډسچارج“ زۀ د خپل جانان د خوا نه بے دخله کړم . او د خپل کور هغے صحرا ته ئے اوليږلم . زۀ په دے غم کې پريوتم چې د ليزا نه بغير به ژوند څنګه تيريږي . ديدن به ئے څنګ کوم.
مازيګر راته مور اوے صبا به ګل مرجان د خپلے لور شيرينئ سره ستا د خير تپوس له راځي .
”دا ګل مرجان لا څوک ده؟ زۀ روغ جوړ يم . زما تپوس له ولے راځي.“
مور خپل بيان جاري اوساتلو ”وئي ګل مرجان ترور دے هيره شوه؟ هغه تير کال د سوات نه راغلي دي . په ګلبرګ ۲ کې اوسيږي او د خاوند ئے په مين مارکيټ کې د کپړو لوئے دکان دے. يوه لور ئے ده شيرينئ نوم ئے دے، په اتم کې سبق وائي او د مټا ئے غټه ډبه ئے راوړے وه او تر څو دے خلاصه کړے نه وه نو قلار شوے نه وے، به دے وے ګل مرجان ترور به بيا کله راځي؟“.
ما زړه کې وے، يوه نه که دوه لونړه ئے دي، اتم کې سبق وائي که لسم کې نو زما ورباندے څه! خپل کار دے کوي . زما سره د ليزا غم لږ دے، د ګل مرجان او د هغے د لور سره مې څه مطلب نشته. او نه مې مټا ئئې پکار ده . خو غلے شوم ، هيځ مې او نه وئيل ِ
بله ورځ ماسپخين ته ګل مرجان ترور راغله . ګيټ مې ورته کولاؤ کړو . د ګيټ نه په دننه کيدو سره زما نه چاپيره شوه، په دواړو ننګو ئې ښکل کړم او په دعاګانو شوه. چې ئې پريښودم نو شيرينئ مې په نظر شوه. لکه چې زۀ يو ځل بيا د جنت باغ ته اورسيدم . څه ګورم چې يوه ښائيسته سره سپينه، زما په عمر، حوره مې مخے ته ولاړه وه او د هغے د شونډو مسکا په ما ملک او ګرځوه. لږ ساعت پس چې په هوش کې شوم نو دنيا بدل وه . په تير يوه نيمه ورځ کې چې مے د مس ليزا سره د عشق کوم محلونه جوړ کړي وو هغه د شيرينئ د ښائست سونامي په مخه واغستل او ټول ئے را او غورزول. او ښه شوه کنه. زما سترګے او غړيدے. د زبير په خبرو مې هسے شک کاوه. هغه رشتيا وئيل . ليزا زما سره ئے هيڅ برابرے نه خوړ. په عمر زما نه ډيره مشره وه . هو کنه پنځلس شپاړس کاله څه لږ فرق خو نه دے . زما خو ټول عمر لا پنځلس کاله نه وه. کله چې زۀ ديرش کالو ته رسيدے نو دا به بوډئ وه. په خله کې به ئے غاښونه نه وو. ملا به ئے ټيټه وه . په کانټورئ به ګرزيده. لاس به ئے رپيدل، لاړے به ئے د خلے بهيدے، نظر به ئے نه وه، اوس د ميخے همره غټه وه نو چې بوډئ شي نو به څه حال وي . مخ ئے اوس تور دے نو چې بوډئ شي نو دغه په مخ لږه ډيره رنړا به ترنه توره تياره شي . د خدائے شکر مې او ويستو او ماښام له مې دوه رکعته نفل د شکرانے نيت اوکړو. چې د دے بلا نه بچ شوم . دا ټول د ګل مرجان ترور د نيک نيت او خلوص برکت وه چې زما تپو س له په دومره مينه راغله او شيرينئ ئے د زان سره راوسته او په دومره مينه زما نه راغاړوته او زۀ ئے داسے کلک کلک ښکل کړم . هغے خوار شوے ليزا خو ماته ”ببلو“ وے. او ماله ئے په خيټه مالش هم په دے جوړ کړے وه لکه چې د ښځلے په ډيري جاړوګئ وهي. دا خو د شيرينئ د پښو د خيري برابر هم نه ده . لرے کړه دا توره بے نوره مخے، جينئ څله ميخه ورته وايه . زۀ سور سپين او سوچه پختون او دا توره بے نوره مخے کرسچنه!
زۀ خو د شيرينئ لائق يم . شيرينئ خو الله پاک زما د پاره پيدا کړے ده، ښائيسته، ښکلے، سره سپينه د سوات پختنه. که سترګو ته ئے ګورے نو هر پله ترنه ځلانده رنړا خوريږي، که مخ ته ئے ګورے نو لکه د ليلا د مخ پشان ترنه زړه راخکونکے سحر وريږي .
مازيګر نه پس ګل مرجان ترور او شيرينئ واپس شوے . ترور يو ځل زه بيا په ډيره مينه د زان سره جوخت کړم، ښه ئے ښکل کړم او شيرينئ هم په ډيره مينه ماته اوکتل. زما زړه په چغو چغو وئيل ” مه زه دلته پاتے شه باران دے، ګلئ وريږي نا“. نه باران وه، نه ګلئ وريده ، نه هغو زما د زړه اواز واؤريد او مور او لور لاړے. او لور ئے زما زړه د زان سره وه وړ.
مور ما ته اوکتل ” شيرينئ په خبرو اترو، او ناسته پاسته کې ډيره د سليقے جينئ ده“
”نو بيا؟“ ما مور ته په داسے انداز کې او وے لکه زۀ د هغے د وينا په مظلب پوهه نه شوم.
” که تا له ئے او غواړم نو زړه به مې خوشاله شي“ مور ډير په ارمان او وے.
” که ستا زړه غواړي، کنے زما خو ورباندے څه غرض نشته“
”ښه نو هغے تور مخے نرسے درله زړه دومره قابو کړے دے؟“
”کومے تورمخے نرسے؟“
” ماته زبير ټول حال وئيلے دے“.
”زبير به درته ګپ لګولے وي. د هغه دغه عادت دے“
” ډيره ښه ده . شيرينئ دے خوښه نه شوه نو هغه تور مخے زان له راوله خو دے کور ته به نه راځي“
” نه مور خپه کيږے ولے . چې ته پرے خوشاله ئے نو لس شيرينئ خو راوله . ماته قبول دي“
”بس بس يوه ډيره ده . لس مې نه دي پکار“
” نو بسم الله که.نن ئے او غواړه او صبا ئے کورته راوله“
” دومره بے صبره کيږه هم مه. اول خپل تعليم سر ته او رسوه نو بيا به ئے درله کور ته راولم“
مور دومره خوږے خبرے کولے خو اخر کې ئے راله زړه خپه کړو . که په لاره کې بيا چرته فيل نه شوم نو د تعليم دا شرط خو به په وه، اته کاله کې هيله سر ته رسي. او تر هغے خو به زۀ يا ليونے شم يا به سم لوئے شاعر شم او د بيلتون په غم به مې د شعرونو يو څو کتابونه چاپ شي. الله دے په ما رحم اوکړي او دعا کوئ چې ماله تر هغے صبر راکړي چې په بل چا مئين نه شم.
********