راډیو روښانه وه.ژورنالیست له پکتیکا رپوت ورکاوه:
ـ ۹۰ کسه وژل شوي.
بې واکه مې چېغه کړه موټر بریک ونیو،له غیږې مې کتابونه وښوېدل. سترګې مې ډکې شوې، یاد مې شول. پلار مې له پکتیکا تازه راغلی و.کمپوټر یې روښانه کړ.را نارې یې کړې.
– لورې راشه همځولې دې وګوره.
نجونې وې، رنګارنګ ټیکري پسې ځړیدل ، لکه باډیوې.رنګونه یې زبیښلي ،ویښتان یې ببر وو.پلار مې کتابونه او کتابچې پرې ویشل دوی کتار ولاړې وې.چا نوکان ژوول او چا بیا سرونه ښکته اچولې وو. لږ لیرې د پاخه عمر او سپینو ږیرو سړي ولاړ وو.غټې غټې لونګۍ یې پر سر وې.کالي یې خیرن ښکاریدل په لمر وهلو مخونو کې یې سترګو او د ږیرو تارونو ځل کاوه. ځوانان یې هم داسې راښکاره شول لکه له غره چې یې تازه د بوټو بار را کوز کړی وي.یا ستړي له غنم لوه را ستانه شوې وي. کور ته راغلم. ټلویزیون روښانه و. د پکتیکا د ماشومانو وینې، د ښځو شکیدلي ټیکري، د سړو په وینو لړلي کالي مې لیدل. سترګې مې پټې کړې. خور مې چینل بدل کړ. ږیره یې اوږده وه،ژیړبخونه لونګۍ یې په سر وه .ډېر يې په ډاد ویل:
– دلته جهاد روا دی.