غلام فاروق وردګ او ټولنیز عدالت
ډاکتر ځلاند
بیګاه د خپلواکۍ د جشن په پلمه شمشاد او ژوندون تلویزون د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې لمانځ غونډې جوړي کړي وي. ګڼ دولتي او بیکاره خلک ورته را غونډ شوي و. د معمول مطابق په غونډه کې ګڼو چارواکو او بلواکوغورې ټرې وکړي، خدای شته چې د هر یو د خبرو په اوریدو ددې غونډو رنګ او خوند بدرنګه او بې خونده کیده. له بده مرغه، په دواړو غونډو کې مې ګډون کړي و، ډیري حیرانونکي خبرې مې واوریدي، چې پخپل وار به ورته اشاره وکړم، تر ټولو زورونکي راته د غلام فاروق وردګ وینا وه. په دې مانا چې وردګ صیب د خپلواکۍ دپاره په اړینو توکو وغږیده، داسې ښکاریده چې پوره تیاری یې وینا ته نیولي و، خو سوچ یې نه وپرې کړی. په شمشاد کې چې د وخت مدیریت مهم و،د خپلواکې دري مهم شرایط یې په لنډو ټکو کې د پوهني، ټولنیز عدالت او سولي په نامه بیان کړل. خو په ژوندون کې چې د ګڼو چارواکو په خوله یو فاشیست او پښتون پاله تلویزون دی، غلام فاروق صیب ښه اوږده قلقله وکړه، ټولنیز عدالت ته یې داسې ښکرونه ورکړل چې پخپلو ملګرو د ټلوالي په غړو او مشرانو یې کنایتا او اشارتا غږ وکړ چې نور نو بس ده چې دیرش کاله مو د پښتون حق وخوړ، هغه مو ترهګر په نوم په غرونو رغونو کې وساتل، د ښوونځې پر ځای مو بندیخانو ته ټیل وهل، نور نو وار او وخت را رسیدلي چې ددې ټولو ناکردو بدل در څخه واخلم، درز په دې کې بې وزله ناستو پښتنو چکچکې کړي، خدای شته چې له خندا او ژړا مې ورته بډوډې وپړسیدل. زه نه پوهیږم چې یو څوک د ټولنیز عدالت پر اساس د قومي چوکیو د ویش له مخې د پښتون په چوکې له تیرو دیارلسو کلنو وزیر او لوړ پوړې چارواکی پاتې شوي، هغه ته به دا ښایې چې داسې خبرې په داسې ورځ وکړي کنه؟؟ چې نور یې د واک د تمامیدو او له ملت سره د حساب کتاب وخت را رسیدلی، هو ښایې اوس به د ځآن د سپینولو او د نورو تورولو مهم وخت وي.
غلام فاروق صیب په ټاکنو کې د زلمي رسول سخت ملاتړی و، خپل ټول وس او د معارف وزارت ټول امکانات یې په لاره واچول (هغه د زلمي رسول صیب غونډې به مو په یاد وي چې د ښوونځیو استاذان او معصوم ماشومان به یې په یخ او لمر ورته کینول) تر څو زلمي رسول د افغانستان ولسمشر شي او دی خپله یرغمل کړی چوکي وساتي، ایا دا ټولنیز عدالت و چې یو ګونګ، تش په نامه پښتون دې د افغانستان ولسمشر شي؟؟
شهید داود خان ډیر باتدبیره مشر و، هغه د خپل هیواد په نیکمرغیو او بد مرغیو ښه پوهیده، هغه د یو فرمان له مخې هر ډول قومي او سلیقوي برخوردنو منع کړل، حکم یې وکړ چې هیڅوک نشي کولي قومي تخلصونه او نومونه پر ځان کیږدي، خو زه نه پوهیږم چې غلام فاروق اوس (وردګ) دی که (پښتون) ـ ځکه ټول پښتانه (وردګ) نه دي، که دی پښتون وي، نو بیا خو دې ځان تر وردګه نه محدودي وي ځکه دا کار د ټولنیز عدالت خلاف دی آو که بیا پښتون وي، نو بیا خو افغان نه دی، ځکه د اساسي قانون په اساس تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نور ټول افغانان دي،دلته بیا ټولنیز عدالت د هیواد په کچه تر پښو لاندې شو، له همدې ځایه ددوی د وینا او نیت تر منځ ټکر رامنځته کیږي، ټولنیز عدالت په دې مانا چې په ټولنه کې ټول برابر دي، هیڅوک په بل برتري نلري، نو بیا د (وردګ) تخلص د څه دپاره، ځه له دې مسلي به تیر شو، دا ډیره شخصي مسله ده، غلام فاروق صیب دفیصل اباد له وترنري څخه فارغ شوی، خو ډاکتر ورته ویل کیږي نه وترنر، ځکه ډاکتر په افغاني ټولنه کې جامع الکمالات شخص ته ویل کیږي، نو ښه دا ده چې هر چیرته دهمدې مختاړي په یادولو سره خلکو ته د خپلي پوهې او لیاقت لفافه وړاندې کړي، زه نه پوهیږم چې دی به څومره د توبرکلوز او بروسیلوز په درملنه پوهیږي؟
دلته ټولنیز عدالت تر پښو لاندې شوی چې د پښتون د چوکي پر سر داسې یو کس ناست دی، هغه هم په کلیدي وزارت کې چې د ځان ښودنې دپاره دمختاړو او ورستاړو محتاج دی، هغه مسلکي معارف پوه نه دی، هغه کوم ټولنپوه نه دی، هغه د سیاست له څنګه هم نه دی تیر شوي، حال دا چې په پښتنو کې داسې ډیر پیاوړي کسان شته چې د ټولنیز عدالت په شتون کې به دې چوکې ته ورسیږي نه په جوړ جاړیو او معاملو.
زما ګڼ ملګري وردګ دي، هغوی کله، کله په زور کله کله په عذر د ډاکتر صیب وردګ کورته د جمعي په ورځ د وردګو شورا ته غوښتل کیږي، ډیری یې اوس نه ورځي، ځکه خبري په کې یواځي وردګ صیب کوي، د انور یې اوریدونکي وي، ستونزي یواځې د وردګو ذکر کیږي، دا پاتې افغانان په کې نه یادیږي، د پښتون نوم اخیستل په کې فاشیزم ته لمن وهل دي، دیته وایې ټولنیز عدالت !!
زه نه پوهیږم چې مونږ ولي نور ملامتوو، کرزي صیب ته دې خدای عمر ورکړي، محقق یې هم وزیر کړ، قانوني ته یې هم چوکي ورکړه، بسم الله خان یې ستر جنرال کړ او بیا یې فاروق وردګ هم د کابنیې غړی کړ، قانوني په نره د خپل کلي ، ولسوالي، ولایت او بیا د خپل قوم حق ادا کړ، خو فاروق وردګ صیب د خوف او رجا په فکر یواځي تر ودرګو محدود پاتې شو، ځکه چې د ټولنیز عدالت په پلمه یې پاتې پنځوس سلنه بودیحه، دندې او د سرچینو ویش په تاجکو او پاتې نورو پرګنو وخوړ. تاسو د ټلوالي کوم تاجک مشر پیژني چې ځان یې تر خپل ټبره یا کلي محدود کړی، خو زمونږ د پوهنې وزیر بیا تش وردګ دی، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟
زه د پکتیکا یم، پکتیکا له تیرو پنځو کلنو راهیسي د څه د پاسه څلور زرو ( څلور زره شپږ سوه او شپږ څلویښت) استاذانو معاش د فاروق وردګ صیب له وزارته او ددوی په امضا اخلي، زه وردګ صیب او بیا ټول وزارت ته چلینج ورکوم چې ماته دې سل تنه استاذان په ټوله پکتیکا کې حاضر کړي، زه هر ډول جریمي ته حاضر یم، وزیر صیب پنجشیر، پروان، مزار او هرات ته د میاشتي دوه ځله چکر وهي، د هغوی له ماشومانو پوښتې چې درسې مواد، استاذان او نورې اسانتیاوي مو څنګه دي، خو تر اوسه یې د پکتیکا مخ نه دی لیدلي، نه پوهیږم چې ورته معلومه به وي او کنه چې پکتیکا د فغانستان په کوم لوري کې پروت دی، د زابل، ارزګان، نیمروز، کندهار، هلمند، فراه، پکتیا، خوست همداسې مثالونه دراخله، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟
مونږ لا هم په افغانستان کې په سلګونه مکتبونه لرو چې ودانې نلري حتی په کابل ولایت کې داسې ښوونځي لرو چې درسي خونې نلري، درسي مواد نلري، ګڼي نورې ستونزې لري، خو د فاروق وردګ صیب په ټوله دوره د وزارت کې یو کال هم دې وزارت خپله انکشافي بودیجه له شل سلنه څخه زیاته مصرف نه کړ، هغه راپورونه چې د انکشافي بودیجې د مصرف له دې وزارته تیریږي هغه د وزارت د ودانۍ د بیا بیا ځلي رنګولو، د فرنیچرو د اخیستلو، د موټرو د تبادلي او داسې نورو وسایلو په پیر او پلور کې وي چې هر کال په کې په سلګونه زره ډالره اختلاس کیږي په دا وروستیو کې سیګار، ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د فاسد ترینو وزارتونو نوملړ خپور کړ، د پوهنې وزارت یې په سر کې راځي، دیته وایی ټولنیز عدالت؟؟
یو تن د بهیر په نامه چې له نیکه مرغه وردګ دی، یو وخت کې به په زوړ باسیکل په کابل کې سرګردانه ګرځیده، خو له کله چې د پوهنې وزارت د وردګو په ولکه کې لویدلی اوس د بهیر پریس په نامه د افغانستان څه چې د سیمي تر ټولو ستره مطبعه لري، ځکه هر کال د پوهنې وزارت په لکونو کتابونه چاپوي چې د میلیونونو ډالرو په قرار داد یې (بهیر) تر لاسه کوي، او څومره چې بهیر صیب چاغیږي هومره زموږد نصاب کتابونه ډنګریږي، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟
ټولنیز عدالت وای د ټولنې، د ملت، د هیواد د ملي شتمنیو برابر ویش ته، د کرزي حکومت د پوهنې وزارت پښتنو ته خو د لوړو زده کړو وزارت چوکي بیا تاجکو او هزاره وروڼو ته پخپل وار ورکړي، د لوړو زده کړو وزیرانو صیب پخپلو نوبتي دورو کې په زرګونه خپل ټبري بهر ته د لوړو زدکړو د پاره په بورسونو واستول، یو ځل یې دایکندې او بامیان هزاره وروڼه ټول کابل پوهنتون طب، انجینری او حقوق ته په کانکور کې بریالي کړل، بل کال یې بیا د شمال ټول تاجک په کابل پوهنتون کې میشت کړل، زه چې د کابل پوهنتون څلورو ټولګیو ته تدریس کوم، په شاوخوا ۲۵۰ محصلینو کې یواځې لس یا دولس تنه پښتانه محصلین لرم، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟
خو د پوهنې وزیر بیا په کندهار، زابل، ارزګان، پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کنړ، هلمند او ګڼو نورو پښتنو میشتو سیمو کې په سلګونو ښوونځې تش د اختلاس د پاره تاسیس کړي، چې ښوونځي د کاغذ پر مخ شته ، استاذانو ته یې معاش ورکول کیږي، خو نه د ښوونځیو د تعمیر او شتون درک لږيږي او نه هم د پیریانو استاذانو، یو وخت د سړي جګړې نوم د پیریانو جګړه یادیده، اوس د معارف استاذانو ته په نړیوالو رسنیو کې Ghost Teachers (پیریان استاذان) ویل کیږي ، د یته وایې ټولنیز عدالت چې پیریان او انسانان سره یو شول؟؟
حنیف اتمر د ګڼو مدني ټولنو، پښتني قومي شوراګانو او کورنیو تر فشار لاندې د مورنۍ ژبې د تدریس او ملاتړ دپاره یوه اداره رامنځته کړه، د ددې کمیټې غړو ته یې شاوخوا پنځوس زره افغاني معاش وضعه کړ اودوی به یې د وزارت په اداري مجلس کې د راپور او کار د پاره کینول، غلام فاروق صیب چې د وزارت واګې تر لاسه کړي، وای مورني ژبه یې څه مانا، دا دومره لوړ معاش د څه دپاره، اول یې د کمیټي غړي له دریو یوه ته راکم کړل، بیا یې د هغه معاش دولس زره ته را کم کړ، بیا یې هغه داسې حلقه بګوش کړ، چې سلیم صیب مجبوره شوه دنده یې پریښوده، هغه دوه لکه ماشومانو چې په کابل کې د خپلي مورنې ژبي زده کړي ترسره کولي، د څه په ترڅ کې چې په کابل ښار کې پښتون ته ځان افغان ښکاره شو، په هغوی یې درسونه، صنفونه، کتابونه او استاذان هر څه ودرول، چې اوس یې پوښتنه کوو وای پښتانه شاګردان وایې چې پښتو کتابونه سخت دي، پښتانه استاذان تنبل دي، دیته وایې ټولنیز عدالت؟
د وردګ صیب د وزارت په دوره کې تر ټولو زیات کتابونه چاپ شوي، تر هر بل چا زیات فرنیجر اخیستل شوی، تر ټولو زیاته د وزارت وداني رنګ شوی او تر ټولو زیات ښوونځي په پښتون میشتو سیمو کې بند شوي.. دا چې ولي ؟؟ کیدی شي د ټولنیز عدالت دپاره یې دا کار کړی وي؟؟
زه نه پوهیږم یو وزیر، د افغان حکومت یو لوړو پوړی چارواکی چې دیارلس کاله ددې فاسد، په بدي حکومتوالي ککړ، د پښتون وژنی، پښتون رټني، پښتون نیوني په پالیسۍ غوښن حکومت مقتدر غړی و، نن کومه ټکه پرې را لویدلي وه، نن کومه معجزه پیښه شوي وه چې له خپلي ژورې کوما څخه را ویښ شوی و؟ داسې خو به نه وي چې یو ځل بیا د چوکیو د ویش، د چور د ایتلاف، د څوکیو د قومي ویش، د قومي ټکیدارۍ د دعوي د پاره ځان تیاروي، داسې خو به نه وي چې یو ځل بیا د پښتون په نامه د حکومت ټول امتیازات په ځان، پخپلي کورني، پخپل ټبر خوري؟؟؟
زما دلیکني پایله دا نده جې خدای مه که زه د جلالتماب ډاکتر صیب شخصیت وژنه وکړم، دهغه په کړو خدمتونو سترګي پټي کړم، یا خدای مه که د ټولنیز عدالت په خلاف مبارزه وکړم، اصلي موخه مې دا ده چې د پښتنو حق تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن نه دی خوړلی، د پښتون حق تش په نامه مضراحتیاط کار، پردي پالو پښتنو خوړولی دی. خو اوس افغانان پوه شوي، اوس مونږ خپل خادمان او خاینان پیژنو، اوس مونږ پوهیږو چې ټولنیز عدالت څه مانا، څنګه تر لاسه کیږي او څنګه ساتل کیږي، زه غواړم چې ټول هغه چارواکي چې په تیرو دیارلسو کلنو کې یې د پښتون په نامه چوکي تر لاسه کړي، مزې چړچې یې کړي، په دې پوه کړم چې پښتانه به ورڅخه د خپل حق پوښتنه کوي، که په راتلونکي حکومت کې همداسې عدالت څوک تامینوي، د پښتون په نامه د پښتون ځپنې لار خپلوي، مونږ په مدني نافرماني لاس پورې کوو، د مدني حرکتونو له لارې به یې په وړاندې خنډونه را ولاړ کړو، او د څارنوالي او قانون لاره به ورته ونیسو.
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ماته یو دی که مغل دی که افغان