ډاکټر عبدالقيوم مومند
د نړۍ پۀ بيلابيلو هيوادونو کې د سياسي ډلو او ګوندونو ترمينځ ګډ حکومتونه جوړيږي چې ځينې یې د لوي ائتلاف پۀ نامۀ ياديږي، خصوصاً پۀ هغو پارلماني نظامونو کې چې ډير ګوندنه ولري او يا ګوندي ډلې پۀ پارلمان کې اکثريت نشي ترلاسه کولای. د دې راز ائتلافونو بيګلې پۀ جرمني کې د جرمن سوسيال ډيموکراټ او جرمن مسيحي اتحاد ترمينځ پخوا هم رامينځته شوې وې او اوسنی حکومت هم د همدې ائتلاف پراساس جوړشوی دی. همداراز پۀ اسرائيلو او ايټاليا کې هم د دې بيلګې رامينځته شوي دي.
د دې ائتلاف لپاره مخالف ګوندونه او اشخاص پۀ یوه مشترکه پاليسۍ باندې موافقه کوي او د هماغې پاليسۍ پۀ رڼا کې کورنی او بهرنی سياست پرمخ بيايي. د حکومت او دولت پۀ نمايندګۍ د هرې مسئلې لپاره ټاکلی مسئول کس خبرې کوي، بهرنيو هيوادونو ته سفرونه کوي او د حکومت ګډ سیاست او موقف بيانوي او څرګندوي.
د لندن پۀ غونډه کې ولسمشر محمداشرف غني نړيوالو ته دا ډاډ ورکړ چې د افغانستان ملي پوځ او ملي پوليس د دې وړتيا لري چې د ترهګرو پۀ مقابل کې وجنګيږي او د خپل هيواد څخه دفاع وکړي. مګر د اجرائيه ريس عبدالله عبدالله چې د ولسمشر پۀ امر مقرر شوی دی، د ولسمشر د خبرو پرضد خبرې وکړي، د ملي اردو او ملې پوليسو وړتيا یې رد کړه او د نړيوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې پۀ افغانستان کې د ترهګرو پۀ مقابل کې جګړې ته دوام ورکړي، ځکه چې پرته د بهرنياوو د موجوديت او ملاتړ څخه د افغانستان پوځونه د دې وړتيا نۀ لري چې د خپل هيواد څخه دفاع وکړي.
دا چې د افغانستان پوځ او پوليس د دې وړتيا لري چې د افغانستان ملي تماميت څخه دفاع وکړي او کۀ نه، دا يو جلا بحث دی. دلته د بحث وړ خبره د ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه ريس عبدالله عبدالله ترمينځ د خبرو تضاد دی. کۀ د ملي وحدت حکومت د جوړيدو پروسې، پۀ تيرو دوو مياشتو کې د کابينې پرسر ناندريو، د ولسمشر او اجرائیه ريس د ټيمونو د غړو خبرو او تبصرو، او د ولسمشر او اجرائيه ريس متضادو خبرو او موقوفونو ته وکتل شي نو دا پوښتنه رامينځته کيږي چې آیا د ملي وحدت پۀ حکومت کې وحدت شته او کۀ نه؟
کابل، د ۱۳۹۳ لمريز کال د ليندۍ ۱۴

 

Door Guest