شاعر: بهروز خان
مور یې که میرمن که خور او لور یې خو بس مینه یې
علم خو ستا حق دی پښتنه بي بي شیرینه یې
ته بي بي شیرینه یې – ته بي بي شیرینه یې
پوهې ته یې پریږدی چې وطن در له گلزار کړي
دا د جهالت بتان به ټول دا را گزار کړي
ته د ژوند چینه یې ته پتمنه گل ورینه یې
ته بي بي شیرینه یې – ته بي بي شیرینه یې
ته خو سو کالې یې، خو شحالې یې که په کار شو لې
واک دي نورو وا خیست ځکه ته په نورو بار شولې
نوره په دي مه غو لیږه ګلې لو ګینه یې
ته بي بي شیرینه یې – ته بي بي شیرینه یې
ته هم خپلې مټې لري عقل او شعور لري
ته په خپل دلیل په مشقت کې خپل غرور لري
هر څو که زړه سوانده یې په عظم کې سنګینه یې
ته بي بي شیرینه یې – ته بي بي شیرینه یې