لـنـډه پـیـژنـد نـه

ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيکا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه
کي سرته رسولي

له کال ١٣٤٩ لمريز کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و

خيال محمد کټوازی د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .

په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار لګياشو .

په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو ، او        تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي

.ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري

:چاپ شوي اثار

د رڼا بهير شعري ټولګه

پرېشانه ولولې شعري ټولګه

د ستورو ورا شعري ټولګه